وايي، چې د پښتو جد امجد قيس عبدالرشيد چې د رسول الله (ص) حضور ته ورغی؛ نو ورته و يې ويل، چې دين راته وښيه. هغه مبارک ورته وفرمايل، چې دين سخا ده، دين د مظلوم مرسته ده او دين د حق پلوي ده. قيس د خوښۍ او تعجب په ګډو احساساتو ځواب ورکړ، چې همدا خويونه خو زموږ هم دي او ځای پر ځای يې اسلام ومانه.
که څه هم دا يوه رښتيا کيسه نه ده، ځکه چې مستندو کتابونو نه ده راخيستې او نه يې د قيس په نامه د داسې کوم صحابي يادونه کړې؛ خو مهمه دا ده، چې دا زموږ د يوه زاړه روايت ښکارندويي کوي او هغه دا دی، چې پښتو او اسلام سره بېل نه دي.
موږ چې هر کله له يرغلګرو سره مخ شوي يو او يا مو پخپله چېرته بريد کړی، د اسلام او پښتو په ګډه جذبه مو کړی او خپل سرتيري مو د دواړو په روايتونو ننګولي او جګړې ته هڅولي دي. لنډۍ ده:
که تور اوربل مې ميراتېږي
په وطن جنګ دی، جانان نه ايسارومه
په وطن ننګ کول ښايي اوس عجب ښکاره شي؛ خو هغه وخت د وطن دفاع مازې د يوې جغرافيې دفاع نه وه، بلکې د مسلمانانو د يوې کتلې دفاع وه او داسې دا اسلامي فريضه وه.
موږ چې له انګرېزانو سره څومره جنګونه کړي، په ټولو کې مو د اسلام او افغانيت جذبه غبرګې ګرمې ساتلې دي. که تاسو د هغه وخت اسناد او د هغو مجاهدينو خاطرې ولولئ؛ نو هغوی اسلام او افغانيت نه سره جلا کوي. د يار محمد خان وزيري له خولې استاد رفيع له انګرېزانو سره د ده د ملګرو او فقير ايپي د مجاهدو کيسې راخيستې دي. دی ځای ځای وايي، چې په پښتني غيرت او اسلامي عقيده مو دا جنګونه کول او دوښمن ته مو ماتې ورکولې.
زموږ دا روايت له موږ سره ډېرې پېړۍ مل و؛ خو کله چې د شلمې پېړۍ دويمه نيمايي راورسېده؛ نو د سيمې او نړۍ حالات بدل وو. دې حالاتو زموږ پر شاعرانو هم اغېز وکړ او يا يې پکې غبرګون پيدا کړ.
حمزه صاحب هم په دې شاعرانو کې و، دی پخپله د ديني فکر صوفي مشربه سړی و او د تصوف د روايت له مخې له ده هيله کېده، چې له وړو وړو جغرافيو د خوشحال خبره لوی درياب ته ووځي او د مولانا د لاندې شعر په مصداق ناکجايي شي:
ما از آنجا و از اينجا نيستيم
ما ز بيجاييم و بيجا می روييم
خو د تعجب خبره وه، چې حمزه صاحب له تصوفي فکر سره پښتون پاتې شو، دا د تصوف په تاريخ کې نادره پېښه وه، چې يو سړی دی هم صوفي وي او هم دې قومي فکر ولري. حمزه صاحب په يوه ډول همغه د قيس عبدالرشيد افسانه راژوندۍ کړئ:
ما حمزه ته يثربي باده خاونده
په ښاغلې پيمانه کې د افغان را
يا:
ما ټيټ ورته لېمه کړل، زما سر نه ټيټېده
شايد چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم
د حمزه صاحب لپاره اسلام او پښتونولي يا افغانيت دواړه نه جلا کېدونکي ارزښتونه وو. دا محتوا هغه په نحوي او کلمه يي محورونو کې په بېلابېلو بڼو وړاندې کړې او هڅه يې کړې، چې سره کوشير يې کړي او وښيي، چې څومره سره همنوا دي. په لومړي بيت کې يثربي باده(استعارا اسلام: باده او اسلام يو ډول شاعرانه پاراډوکس رامنځته کوي) په افغاني پيمانه کې توی شوې، موږ په شاعرۍ او ورځني ژوند کې د ظرف و مظروف له اړيکې سره ښه بلد يو، چې دواړه څومره سره نېژدي دي.
په دويم شعر کې د حمزه صاحب د طرز تفکر او د ده له نورو آثارو سره د تړاو پر بنسټ له “الفت” نه لويه مانا اخيستلی شو او هسې هم په اسلام کې سرلوړي يو اصل دی.
حمزه صاحب د پښتو او اسلام د يو ګڼلو په لړ کې ګڼ شعرونه لري، چې په ځينو ځايونو کې يې له استعارو کار اخيستی؛ خو په ځينو کې يې په صراحت خپله دا مدعا وړاندې کړې ده:
چې بې تا چا ته ټيټ نشي، ننګيالى زما ژوندون کړې
زړه زما دې مسلمان وي، تفکر مې د پښتون کړه
خدايه زيات کړې يو په لسه د پښتو د ليلا حسن
بيا زما مينه هم زياته يو په لسه تر مجنون کړې
خو د حمزه صاحب د دې شعرونو د محتوا د روښانولو لپاره پکار ده، چې پر هغو ټولنيزو او سياسي لاملونو او پېښو ځان پوه کړو، چې د ده په زمانه يعنې په شلمه، په تېره د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې راپيدا شول.
د حمزه صاحب دي فکر ته د څلورو لوريو اغېز ورسم و، چې هغه ته يې د پښتونولۍ او اسلام د يو ګڼلو تصور ورکړ، راځئ، دا لوري به يو يو سره وشمېرو:
۱. د شلمې پېړۍ د دويمې نيمايي په درشل کې زموږ او ستاسو په سيمه کې د ديني نېشنلېزم په نامه له څو لويو قومونو يو نوی هېواد جوړ شو. حمزه صاحب يې هم د زېږون پر شپه جشنونه وکړل. د دې نوي هېواد د بقا لپاره اړينه وه، چې ځايي ژبې او قومي فرهنګونه کمزوري شي يا حاشيې ته شي او د دوی ترمنځ د ديني اخوت تار وغځول شي. حمزه صاحب وروسته وروسته متوجه شو، چې پښتو ژبه، فرهنګ او پښتني جغرافيه د ديني اخوت په نامه د مار کومي ته غورځېدونکې ده؛ نو يې “نوې چپې” ناول وليکه او د شاعرۍ هغه رنګ يې لا پياوړی کړ، چې موږ پرې پاس خبرې وکړې.
۲. له بله پلوه باچا خان او ملګرو يې د پښتانه قوم لپاره توده مبارزه روانه کړې وه، چې د افغانستان د وخت حکومتونو هم ورسره غبرګوله، په لر و بر کې ګڼو ولسي او ناولسي شاعرانو په انقلابي شعرونو او ادبي نثرونو د پښتنو د فرهنګ او خپلواکۍ خبرې کولې او د پښتونستان ټيکۍ د ډېرو شعرونو سر وه. د ملنګ جان غوندې شاعرانو په کليو او ښارونو کې په خپلو شعرونو او سندرو کې د پښتني ننګ او تاريخ خبرې کولې او په يوه ډول له سياسي او ادبي پلوه په لر و بر کې داسې شرايط راپيدا شوي وو، چې هېڅ بنډار د پښتنو د تاريخ او خپلواکۍ د کيسو او ننګ و غيرت له يادونو خالي نه و، په داسې تودو شرايطو کې حمزه صاحب څرنګه بچ پاتې کېدای شو؟
۳. د پښتو او اسلام يو ګڼلو پښتني روايت، چې د قيس عبدالرشيد له سېبموليکې کيسې واخلې د وطن په ننګ تر ويلو لنډيو، ولسي شاعرۍ او تاريخي او افسانوي کيسو پورې رامنځته شوی او پياوړی شوی و، د حمزه بابا پر تفکر بې اغېزې نه و. د حمزه بابا غوندې متفکر شخص هرومرو خپل دې روايت او خپل فرهنګ ته متوجه شوی و، چې د مظلوم مرسته، سخا، مېلمه پالنه، د وطن او خپل مال او ناموس دفاع او داسې نور خويونه چې سره ګډ دي؛ نو د دې مطلب دا دی، چې د اسلام او پښتو سره همغږي دي.
۴. د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي، په تېره پر افغانستان د شوروي يرغل په پايله کې د سيمې او نړۍ د هېوادونو په مرستو يوه لړۍ پيل شوه، چې څرنګه افغاني يا پښتني هويت له اسلامي هويت نه بېل کړي او دا دواړه سره متناقض لوري وګڼي. دا په يوه ډول زموږ د پېړيو پېړيو د راپاتې روايت د ماتولو هڅه وه، هغه روايت، چې له يوه يرغلګر سره به زموږ مبارزه که په لور او تبر هم وه؛ خو جذبه به د اسلام او افغانيت ګډه وه. که ځير شو، له شوروي اتحاد سره زموږ په جهاد کې د تاريخي روايت پر خلاف د پښتني او افغاني جذبې رنګ پيکه و يا ګړ سره نه و او دا د دې نوې لړۍ پايله وه. حمزه صاحب د يوه متفکر شاعر په توګه د خپل روايت زوال او له خاورې او وطن سره د خلکو پرېکون او پرديتوب يا په معاصره اصطلاح د هويت بحران ته متوجه و او په دې هم خبر و، چې د دې روايت ګټه چا ته رسي؛ نو يې د خپل شعر په شپېلۍ کې دا سندره بيا بيا زمزمه کړه، چې “ته پښتو او اسلام دوه ګڼه؛ خو زه وايم…”
د حمزه صاحب له دې پاسني شعر (ته پښتو او اسلام دوه ګڼه…) زياترو پوهانو مخالفت ښودلی، زه نه پوهېږم، چې له ديني پلوه به د دې شعر محتوا څومره سمه يا څومره ناسمه وي؛ خو که دا شعر د ده د خپلې شاعرۍ له منځپانګې سره په تړاو کې وشنو؛ نو ښايي لارې ته سم شو، ځکه د حمزه صاحب غوندې يو لوی عالم ناسنجولې خبره نه کوي.
د حمزه صاحب د فکر و هنر ګڼ اړخونه او مخونه دي، چې له هر يوه نه پرده پورته کوي، د معناوو يو جهان پکې موندل کېږي؛ خو دا خبره واقعيت دی، چې حمزه صاحب لا دقيقې څېړنې ته اړتيا لري، چې دا معلومه شي، چې حمزه صاحب د شاعرۍ په کوم سن کې دې د اسلام او پښتونولۍ د يو ګڼلو روايت ته مخه کړه او ولې يې مخه کړه؟
د حمزه صاحب د اسلام او پښتو دا خبره مو يو بل څيز ته هم متوجه کوي او هغه دا چې موږ که په تېرو څلورو لسيزو کې ډېر څه لاسه ورکړي، په هغه کې يو د خپلو روايتونو له لاسه ورکول هم دي. روايتونه عمل ته د خلکو د هڅولو سرچينې دي، موږ اړ يو، چي د خپل وطن د ټيکاو لپاره خپل زاړه روايتونه بيا راژوندي کړو، که اړتيا وه، څه نا څه بدلون پکې راولو او پياوړي يې کړو. که په دې کې له يوه پلوه زموږ رسنۍ او ګڼ نور لوري مسؤول دي؛ نو له بله پلوه حمزه صاحب هم د ليکوال او شاعر په توګه دا خپل مسؤوليت انګېره.