پنجشنبه, فبروري 19, 2026
Homeخبرونهافغان حکومت د بدخشان د کانونو امنیت لپاره ۱۰۰۰ کسیزه ځواک جوړوي

افغان حکومت د بدخشان د کانونو امنیت لپاره ۱۰۰۰ کسیزه ځواک جوړوي

تاند ( پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې  ۳۰مه) په بدخشان کې د طالبانو والي اسماعیل غزنوي وایي، ټاکل شوې چې د ملاهبت الله په لاسلیک ۱۰۰۰ نور جنګیالي بدخشان ته ولاړ شي.

غزنوي زیاته کړې چې دا کار په دغه ولایت کې د سرو زرو کانونو د کېندنې د شرکتونو د خوندیتوب لپاره کېږي.

د هغه په ​​وینا؛ دغه ځواک د پانګونې ساتنې او د کانونو د پروسې د تنظیم لپاره جوړ شوی دی.

غزنوي رسنیو سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د بدخشان په کانونو کې پانګونه ساتنې او منظم مدیریت ته اړتیا لري او له همدې امله د کانونو د امنیت ډاډمنتیا لپاره د یوه ځانګړي ځواک جوړولو وړاندیز شوی دی.

په بدخشان کې د طالبانو والي وایي، چې د دغه ځواکونو فعالیتونه به ډېر ژر پیل او تخنیکي چارې یې روانې دي.

غزنوي دا هم وویل، چې له دغه کانونو ترلاسه شوي عاید د طالبانو حکومت پورې اړه لري؛ خو دغه عاید به د عامه ګټو پروژو لپاره په ځانګړې توګه په بدخشان ولایت کې وکارول شي.

دا ځواک په داسې مهال جوړېږي چې، په وروستیو میاشتو کې په بدخشان کې د ځایي اوسېدونکو او د طالبانو د کانونو د کېندنې شرکتونو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په بدخشان کې ۱۰۰زره کسان د یادې ډلې لپاره د سرو زرو کانونه پر کېندنې بوخت دي.

د یاد وزارت په وینا؛ دغه کسان په مستقیمه او نامستقیمه توګه د شهر بزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خوان او ارغنجخواه کانونو کې فعالیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د برلین فلم فیستوال؛ نو ګوډ مین فلم ته کتنه

نو ګوډ مین No Good Men (ښه سړي نه شته) فلم د برلین په فلم فیستوال کې نندارې ته وړاندې شوی دی او یو...