پنجشنبه, فبروري 19, 2026
Homeخبرونهامریکا کې د واورې ښویېدنې له امله د سکي لوبې ۸ لوبغاړي...

امریکا کې د واورې ښویېدنې له امله د سکي لوبې ۸ لوبغاړي مړه شوي

تاند ( پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې  ۳۰مه) د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې په کالیفورنیا کې د واورې ښویېدنې له امله د سکي لوبې ۸ تنه غړي مړه شوي او د یو کس لاهم لادرکه دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې، دا پېښه په تېرو څلورو لسیزو کې په متحده ایالاتو کې تر ټولو وژونکې واورې ښویېدنه ده.

سرچینه زیاتوي چې، واورې ښویېدنه وړمه ورځ سه شنبه په سیمه‌ییز وخت شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې د سکي له غرونو بهر په یوه غرنۍ سیمه کې رامنځته شوه.

د یادې لوبې ۱۵ کسیزه ډله چې، له درې ورځني سفر څخه راستنېده. شپږ کسان (د یو لارښود او پنځو پیرودونکو په ګډون) وژغورل شول او په یوه لنډمهاله سرپناه کې یې پناه واخیسته او پاتې نور تر واورو لاندې مړه شول.

سرچینه زیاتوي چې، دوی د راډیو بیکن او متن پیغام له لارې له چارواکو سره اړیکه ونیوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان د علومو اکاډمی د جوړېدو د اووه څلوېښتم کال په مناسبت

دودیال   د افغانستان د علومو اکاډمي په اوسني تشکیل او جوړښت سره، په یوځلي نه ده جوړه شوې، بلکې دا له ۱۳۱۱ل. تر ۱۳۴۹ل....