تاند ( پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې ۳۰مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په لړ خپله وروستۍ لوبه له کاناډا وګټله.
افغان لوبډلې په یوه په زړه پورې لوبه کې کاناډا مات او په نړیوال جام کې سفر پای ته ورسېده.
په دې سره افغانستان په دې نړیوال جام کې په لومړیو دوو لوبو کې له نیوزیلنډ او افریقا ماتې او د اماراتو او کاناډا پر وړاندې بریاوې خپلې کړې.
په وروستۍ لوبه کې افغان ملي لوبډلې کاناډا ته د ۴ لوبغاړو په زیان ۲۰۱ منډې ستر هدف ورکړ چې، ابراهیم ځدراڼ ۹۵ ناسوزېدلې او صدیق اتل ۴۴ او رحمن الله ګربز بیا ۳۰ منډې وکړې.
کاناډا په توپ وهنه کې د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې مقاومت ونشو کړای او ژر ژر یې لوبغاړي له میدانه اوټ او یوازې یې د ۸ لوبغاړو په زیان ۱۱۸ منډې جوړې او لوبه یې د ۸۲ منډو په توپير وبایلله.
ابراهیم ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.