تاند (جمعه، د کب/ حوت لومړۍ) د ۲۰۲۶ د فبرورۍ شلمه د ټولنیز عدالت د نړیوالې ورځې په مناسبت، د نجونو د زدهکړې د حق د ملاتړ په موخه یو پیاوړی غږ پورته شوی چې پکې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو د تړلو سیاست غندل شوی او دا چاره د ټولنیز عدالت، انساني کرامت او اسلامي ارزښتونو خلاف بلل شوې ده.
په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټولنیز عدالت یوازې یو حقوقي اصل نه، بلکې د انسانیت جوهر دی، او هېڅ ټولنه تر هغه وخته د عدالت دعوه نه شي کولای، چې نجونې یې له خپل اساسي انساني حق، یعنې زدهکړې، محرومې وي. په بیان کې زدهکړه د تبعیض پر وړاندې رڼا، د نابرابرۍ پر ضد وسله او د ملت د راتلونکي بنسټ بلل شوې ده.
اعلامیه ټینګار کوي چې د نجونو د زدهکړې مبارزه د عدالت، کرامت او برابرو فرصتونو مبارزه ده او هغه نظام چې د نجونو او ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، نه شي کولای د مشروعیت او اسلامي نظام ادعا وکړي. د لیکنې له مخې، مشروعیت له عدالت څخه زېږي، نه له زور، محرومیت او تبعیض څخه.
په اعلامیه کې راغلي چې هغه واکمني چې د ټولنې نیمایي وګړي له کار، زدهکړې او کرامت څخه بېبرخې کوي، د خلکو د اطاعت او ملاتړ تمه نه شي کولای. همداراز ویل شوي چې تاریخ ښيي بېعدالته نظامونه، که هر څومره ځواکمن ښکاري، بالاخره له زوال سره مخ کېږي.
لیکوالان یادونه کوي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل د جهالت ملاتړ او له انساني او اسلامي ارزښتونو سره ښکاره دښمني ده. په اعلامیه کې راغلي چې پنځم تعلیمي کال هم د نجونو له ښوونځیو پرته راروان دی او نور هېڅ پلمه د نجونو د زدهکړې د حق د سلبولو توجیه نه شي کېدای.
په پای کې، له کورنیو، بنسټونو، ټولنیزو شخصیتونو، ولسي مشرانو او ویښو وجدانونو غوښتنه شوې چې د حق او عدالت لپاره یو موټی شي، د هغو نجونو غږ شي چې غږونه یې ځپل شوي، او د زدهکړې حق د هرې نجلۍ د یو مسلم او نهانکار کېدونکي حق په توګه دفاع وکړي.
اعلامیه په دې ټکو پای ته رسېږي: «عدالت هغه وخت معنا پیدا کوي چې هېڅ نجلۍ له ښوونځي پاتې نه شي. دا زموږ ژمنه ده، دا زموږ لار ده او دا زموږ راتلونکی دی.»