د ښار د لوی چوک څنګ ته د «دامان هوټل» پر بام نن هم د هر مازدیګر غوندې ګڼه ګوڼه وه او هلته دلته د ځوانانو شپږ اووه ټولۍ ناستې وې، په داسې یوه ټولۍ کې مهربان هم ناست وو، د ملګرو تر منځ یې پر هنر او ادب خبرې روانې وې خو یو دم پکې د شاعرانو د تخلصونو ذکر وشو، خبره چې د تخلصونو شوه هر چا د خپلې خوښې تخلص یاد کړ، که څه هم په دوی کې ډېر ملتپال او مترقي ځوانان وو، خو اکثرو هغه تخلصونه خوښ کړل چې د قبیلو له نومونو جوړ وو، مهربان تر دې وخته غلی وو خو ناببره یې وویل:
– یاره د هنر او ادب قبیله او قبله دواړه خو خاوره ده وطن دی، د خپل هنر پر ځای په قبیلو پېژندل کېدل به لا کوم فکر وي.
ملګرو یې مهربان ته داسې رډ وکتل او بیا ټولو یو بل ته په سترګو سترګو کې وموسل، ځکه چې دوی ټولو ته د یو بل قبیلې معلومې وې خو خبر نه وو چې مهربان په خټه څوک دی.
مهربان لوستی ځوان وو او په خپل هنر کې د پرمختګ لپاره یې تش پر کورنۍ زدکړه تکیه نه وه کړې بلکې د موسیقۍ رسمي زدکړې یې هم کولې ځکه خو په لږ وخت کې د هغه هنر تر خپلو وروڼو او پلار په ټوله سیمه کې ځلېدلی وو او هغه اوس نه یواځې په خپله وړه سیمه بلکې په ټول وطن کې د هنرستوري غوندې په ځلېدو وو.
سندرې ویل د مهربان کورنی کسب وو، پلار یې هم د ده له نیکه سره په سندرو ویلو کې را لوی شوی وو، نه یواځې یې په اخترونو او د خوشالۍ په نورو موقعو د ټنګ ټکور په محفلونو کې سندرې ویلې بلکې په ودونو کې هم د اتڼ ځوانانو د دوی ډول او سندرو ته څڼې غورزولې او د خپلې ځوانۍ ننداره یې وړاندې کوله.
د مهربان وروڼو پیوند او ښامار تبله، باجه او رباب ښه ږغول خو په سندرو ویلو کې دومره تکړه نه وو او نه یې ورسره ډېره خواري کوله خو مهربان د دې کورنۍ لومړنی ځوان وو چې پر خپل هنر مهربان شوی وو او نه یې غوښتل چې د خپلې کورنۍ غوندې دا هنر تش په روایتي بڼه بل نسل ته وسپاري بلکې د موسیقۍ له زدکړې سره سره یې ښه شاعري هم لوستله او انتخابوله او هڅه یې کوله چې خپل ږغ لا خوږ او مترنم کړي.
د مهربان کورنۍ په خپله سیمه کې «د نایانو کورنۍ» په نوم پېژندل کېده ځکه چې پلار او نیکه یې پخوا په کورونو کې د لویانو او ماشومانو وېښتان جوړول، خو کله چې دا دود په کمېدو شو پلار یې په ښار کې د ناییتوب دوکان خلاس کړ، که څه هم د مهربان وروڼو به هم په دې دوکان کې کار کاوه خو خپله مهربان ته دا کسب خوند نه ورکاوه او غوښتل یې چې خپل هنر پر مخ بوزي، ځکه چې ناییتوب ته خلکو په ټیټه سترګه کتل.
مهربان د شلمې او یوویشتمې پېړۍ تر منځ په یوه داسې زمانه کې ژوند کاوه چې د زړو او نویو فکرونو د ټکر زمانه وه، په سیمه کې یې هغه څوک معتبر ګڼل کېده چې پلرونو یې ښه ډېره مځکه او جایداد په میراث ورته پرېیښي وو، هغه قبیله ویاړمنه وه چې کلی او پوله پټی یې معلوم وو، که څه هم د مهربان په زمانه کې دا فکر په بدلېدو وو خو لا هم ژوندی وو ځکه چې د ولس په لاشعور کې یې ژورې ریښې وې.
کله چې لا هلک وو د خلکو دا له پېغور او سپکاوي ډکې خبرې یې هره ورځ اورېدې، چې «د ډم زوی»، «د نایي زوی»، « د پېشه ور زوی»، «د کسبګر زوی» او نور او نور، خو په ځوانۍ کې چې هم دی تعلیمیافته شو او هم یې د سیمې نوی نسل د تعلیم په رڼا منور کېده نو د «ډم» او «نایي» غوندې تورو ځای «سندرغاړي» او «هنرمند» ونیو او له ده سره د هغو قبیلو د ځوانانو ملګرتیا هم زیاته شوه چې پخوا به یې مشرانو غوږونه له دې خبرو ور ډکول، چې «د نایانو او کسبګرو له زامنو سره مه ګرزئ».
که یوې خواته د نوې نړۍ د نویو فکرونو څرک را رسېدلی وو، له بلې خوا د زړو فکرونو واکمني هم داسې ژر د ختمېدو نه وه او په سیمه کې یې یو نوی باد را الوتی وو چې هر چا به له خپل نوم سره د خپلې قبیلې نوم لیکه او یاداوه، مهربان که څه هم د شاعرانو غوندې یې تخلص هم نه وو خو اوسني وخت اندېښمن کړی وو او مجبور وو چې په خپل نامه پورې وروستاړی وتړي.
د لوی اختر د را نیزدې کېدو ورځې وې، د سیمې د روښان فکره ځوانانو یوې ډلې د ښار په لویو چوکونو باندې غټې خبرپاڼې لګولې وې چې د اختر په درېیمه به د ښار د فوټبال په لوی میدان کې د موسیقۍ پروګرام وي او دې پروګرام ته به یو لوی هنرمند سندرې وایي. په دې سیمه کې تر دې مخکې هم د موسیقۍ پروګرامونه شوي وو خو داسې ګونګ اعلان هم د موسیقۍ د مینه والو تنده زیاته کړه او هم یې اندېښمن کړل چې په اشتهار کې د سندرغاړي نوم ولې نه دی لیکل شوی او عکس یې ولې نه دی پر لګول شوی، همدې تلوسې هم خلک مجبور کړل چې پینځه سوه روپۍ ټکټ واخلي او د ټنګ ټکور دې پروګرام ته ورشي.
د اختر پر درېیمه ماخوستن مهال د ښار شمال ختیځ لور ته د لوبو لوی میدان له زرګونو خلکو ډک وو، مهربان هم له خپلو هماغو ملګرو سره یو ځای دې پروګرام ته ورغلی وو او د پویلین د شا په کتار کې ناست وو، خلک لا را روان وو خو د سټېج له سره د موسیقۍ ورو ږغ را پورته شو، موسیقاران پر خپلو خپلو ځایونو ناست وو، هر یوه د موسیقۍ پر خپله آله باندې ګوتې ایښې وې او اوس نو د هنرمند د راتګ انتظار وو.
څو شېبې وروسته یو جګ ښایسته ځوان پر سټېج د ویاندۍ چارې پیل کړې، موسیقي لږ ورو شوه، ویاند خپل نوم ګلاب سباوون یاد کړ، ورپسې یې د موسیقارانو لنډه پېژندنه وکړه:
– له موږ سره پر تبله باندې تکړه تبله نواز پیوند وطنجار دی، ښامار ولسیار تکړه رباب ږغوونکی راسره دی، سلام ژوندیار په اصل کې انجینېر دی خو له موږ سره به نن هارمونیه ږغوي او ورسره څنګ ته ډاکټر جلال ویاړ دی چې د ګیټار وهلو یې په دې وطن کې ساری نه شته.
لاندې له ډک میدانه خلکو له خپړو ټکولو (چکچکو) سره یو زوږ جوړ کړ او داسې ښکارېده چې ټول د لوی هنرمند لیدو ته تږي دي او په دې تمه دي چې کله به خپل موبایلونه د دې لوی هنرمند څېرې ته برابر کړي او د هغه پر سندرو به د ریکارډنګ بټن کښېکاږي. د ویاند ږغ بیا را پورته شو:
– نور مو د انتظار شېبې را لنډوم او هغه څوک سټېج ته را غواړم چې نه یواځې زموږ سیمه بلکې ټول وطن پرې ویاړ کوي او نن شپه به د خپل اواز خواږه د موسیقۍ له شاتو سره زموږ په روح کې وڅڅوي، ستاسې په درانه هرکلي کې را غواړم زموږ لوی هنرمند «مهربان هنرخېل»، په چکچکو یې بدرګه کړئ.
هلته لاندې د زرګونو خلکو چکچکې وې او دلته چې مهربان سټېج ته ولاړېده د خپلو ملګرو په سترګو کې یې بیا یو ډول موسکا او حیراني ولیده، مهربان چې سټېج ته نیزدې کېده، دوی ټولو سره وخندل او پر یو ځای یې په ملنډو وویل:
– ښه ښه، پر ده ځکه د قبیلو تخلصونه بد لګېدل
دوی لا سره خندل چې مهربان د موسیقارانو په منځ کې ناست مایک یې خولې ته نیژدې کړ او تر سندرو ویلو مخکې یې د څو خبرو اجازه وغوښته:
– نن شپه زموږ ده، سندرې به درته وایم ځکه چې زه د دې خاورې بچی یم، کېدای شي ډېرو خلکو ته زما د قبیلې نوم نااشنا ښکاره شوی وي، هو زموږ قبیله د سندرو، درد او مینې قبیله ده. موږ د چا پر مځکه قبضه نه ده کړې ځکه بې جاګیر او بې جایداده یو، خو د خلکو پر زړونو واکمن یو، موږ ته تورې او جایدادونه نه، خو ربابونه په میراث راپاته دي.
مهربان هنرخېل همدومره خبرې وکړې او له دې سره یې ورور ښامار ولسیار رباب ته ټنګ ورکړ او بیا ټوله شپه د دوی د موسیقۍ جادو خلک داسې تر خپل اغېز لاندې راوستي وو چې ټول ورته راغلي خلک د هنر د قبیلې ښکاره کېدل.
26 اکتوبر 2025م کال
ویرجینیا- امریکه
بارکوال صاحب ښه کیسه مو لیکلې، غالباً شوپنهاور وائي “هغه څوک چې په ځان د ویاړ کولو لپاره کوم څه نه لري، په قومیت ویاړي.”