تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۸مه) د طالبانو د حکومت درو مخالفو جلاوطنه سیاسي خوځښتونو د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی په لومړي ځل یوه ګډه جبهه جوړه کړې ده.
دوی، چې په یوه انلاین غونډه کې دا پرېکړه اعلان کړه، نه دي ویلي چې ولې اوس، چې د افغانستان د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اختلاف اوچ ته رسېدلی، سره یوځای شوي دي.
دې نوې اعلان شوې جبهې د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې د بینالافغاني خبرو، نوې اساسي قانون او د افغانستان د اوږده کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د یوې سیاسي لار- نقشې غوښتنه وکړه.
د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت شورا، د سولې او عدالت ملي غورځنګ، او د ژغورنې ملي شورا په دې انلاین غونډه کې د دوی اصلي مشرانو؛ لکه عطا محمد نور، یونس قانوني، حنیف اتمر، محمد محقق او احمد مسعود ګډون درلود.
د دوی په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دوی یوه ګډ سیاسي غږ ته رسېدلي او هوکړه یې کړې چې د ټولګډونه سیاسي حل لپاره همغږي هڅې زیاتې کړي.
په اعلامیه کې د طالبانو پر ضد د پوځي مقاومت یادونه نه ده شوې. سره له دې، ځینې کسان لکه صلاحالدین رباني په غونډه کې نه وو حاضر، او احمد مسعود بیا په وروستیو شېبو کې غونډې ته ورګډ شو.
دا غونډه په داسي حال کې دایریږي چې ځینې راپورونه وايي، پاکستاني چارواکو د طالبانو له مخالفانو غوښتي چې لومړی په خپل منځ کې یو ايتلاف جوړ کړي چې دوی ورته په خپله خاوره کې دفترونه پرانیزي.
د انلاین غونډې برخوالو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱م پرېکړه لیک او د افغانستان د خپلواکې ارزونې د راپور ملاتړ وکړ، او ویې ویل چې دواړه د بینالافغاني خبرو د پیل لپاره یو عملي چوکاټ برابروي.
هغوی د نوي اساسي قانون د مسودې جوړولو، د راتلونکو ملي او محلي ټاکنو لپاره د شرایطو برابرولو، او د ښځو او ځوانانو د تضمین شوې ونډې غوښتنه وکړه. په اعلامیه کې ویل شوي:
«په افغانستان کې سیاسي بحران باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، سیمهییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې په تضمین د ټولګډونه خبرو له لارې حل شي.»
دا غونډه یوه ورځ مخکې تر دې چې امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړي، دایره شوه.
هغوی زیاته کړې چې هر احتمالي سیاسي توافق باید واضح، د عمل وړ او د نړیوالو څارونکو تر نظارت لاندې پلی شي.
انلاین غونډې ته د ملي- اسلامي غورځنګ مشر جنرال عبدالرشید دوستم، وویل چې دی یو ځل بیا «د افغانستان د ژغورنې» په اړه هیلهمن شوی دی. هغه ټینګار وکړ چې د حل لاره باید د جګړې پر ځای د ملي اجماع له لارې وموندل شي.
د غونډې برخوالو خبرداری ورکړ چې افغانستان باید د جګړې ډګر، د جبري کډوالۍ ځای، یا د تبعیض او د حقونو د سرغړونو ډګر ونه ګرځي. دوی د ښځو د کار، تګ راتګ او تعلیم پر محدودیتونو، همدارنګه د بې بنسټه نیونو، د ځمکو پر غصب او د کانونو د غیرشفافو پلورنو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
دا په داسي حال کې ده چې شواهد ښيي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شل کلن حضور په لړ کې تر ټولو ډېرې مځکې دغو ډلو غضب کړي دي.
هغوی د بشري مرستو د زیاتېدو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې د مرستندویو ادارو د ښځینه کارکوونکو بندیز باید سمدستي پای ته ورسېږي. د هغوی په وینا، بشري مرستې دې د یوې بېطرفه کمېټې تر څار لاندې بېرته پیل شي.
تیره ورځ مې د تاسو د رسانیو له لاری اعلان واوریده چې ایران خپلو همکارانو ته ویلی وو چې ژر تر ژره یو جامع طرحه چمتو کړی همدارنګه یو بلی رسانی (Future Afghanistan) لیکلی وو چې ایران غواړی تیر جنګي مجرمین چې کابل په کنډواله کولو کې لاس درلوده د یوې مسودې په وسیله غواړی د اوسني نظام سره مشترک کار کولو او افغانستان کې ځان لپاره د ځاي پیدا کولو لپاره سره د اجماع غږ يې پورته کړی نو اوس تاسو لیکلی چې پاکستان دا کار کوی او همدارنګه سعودی هم کابل ته راغلی چې د پاکستان سره د شته ستونزو په اړه ناسته وکړی هغه سعودی او ایران چې په پاکستان کې د همدې جنګي مجرمینو سره په همکاري یی کابل په کنډواله بدل کړ
دا خبره یوځل خلیلزاد هم یاده کړی وو خو لا تر اوسه طالبانو غبرګون نده ښودلی نو معلوم به شي چې ایران یا سعودی وروستی ګام څه دی
آیا هغه خبره چې تل به جواد ظریف او نورو بهرنیو چارو وزیران (نهیان)به کوله چې تاسو همه شموله دولت جوړ کړی او زیاتره پاکستانیو سیاسیونو به هم دا غږ بدرګه کولو نو اوسه چې دا خبره ملګری ملتونو ته رسیدلی نو له دې معلومیږی چې پاکستان ایران او سعودی او په ځانګړی ډول امریکا، استرلیا جرمنی او فرانسی ارادی متغیری دی
نړیوال محکمه د جنګي جرمنونو له تحقیقاتو وروسته ورسره خبرې وشی، ترڅو خاین او خادم وپیژنو، بیا افغانان جنګی مجرمین په قدرت کې نه غواړی
الله ج دی رحم وکړی لکه چي بل عذاب نازلیږی ؛توبه مو قبوله شوی نده .
دا ائتلاف نه بلکی اعتلاف دی ځکه هغه ملیشې چي په قتل و غارت ،غصب و غلا،جاهلی تعصباتو ،ملی نوامیسو خرڅوونکی ،جاهل و ظالم ،په کفر مفتخر او په ټوله کی د ارذلیت تجربی سمبول او د بن د فساد ښکرور قهرمانان بیا مظلوم ملت ته څه راوړی په ماضی کی یی څه وکړل چي نن یی وکړی ؛د هر یوه د ګند پنډه خپل ولایت یی خسا کړی ،تعفن نه یی اوس هم ملت مسموم دی او زموږ جاهل دوستان او مکار دښمنان همدا معامله ګری ملیشې غنیمت بولی لکه پنجابی جنرالان بلا حدود په هر څه معامله کوی وای پر ۹۹٪ مظلوم ملت.
ربنا نجنا من خزی الدنیا و عذاب الآخره .
السلام علیکم!
“آزمودهګان را باز آزمودن خطا هاست!!”
که دوی (قاتلین، مفسدین، فاسقین، غاصبین ،مرجفین فی المداین’ د امت د افکارو ګډوډووونکي جواسیس او سر چوک آوازې خپروونکي !!’ او داسی نور آمرون بالمنکر و الناهون عن المعروف!! ) اقلاََ د ولس کوڼډو ، یتیمانو، یسیرانو ،فقرا مساکینو او خاصا زلزله ځپلو،سیلاب وړو ؛مزمنو ناروغانو، له پوکسټین او فارسستان نه راستنیدونکو او ….سره سل-۲۰۰ یا ۳۰۰ ډالره مرسته کړیوای او یا یی زکات ورکړای وای!نو اوس به دولس ۸۵فیصده خاموش بیطرف به هم همژغي ښودلې وای !!! خو مګر نه ، هیڅ!!!
که څه هم ډیري خلک ګوسپندي دي مګر دا ۴۰-۵۰ کالونو لږ لږ هوښیار کړي؛خو اوسني چهارواکو “ط.ط.” هم پخپلو (دوحه وي )ژمنو خاصتاََ د اناثو په برخه کې ونه دریدل او د مکارو ګاوڼدیانو د رُعب لاندې دي او اقلن یو جنګي جنایتکار ېې محاکمه او قصاص نکړ.غرب خو صدام،قذافی ووژل!!
نو دعا به کوو چې ان شآءالله د قرآن، سنت صحیحه، جرګو او شوری ، ولسيی عرف او اجماع … پر بنا (همه قبول نه همه شمول ) د هغو څیرو چې رښتیا افغان او افغانستان ملي ګټې له خپلو شخصې کثافاتو مهمې ګڼي میدان ته راوستلو سره یوه د خیر تیږه کیښودل شي.کرزي و غني او بادارانو ېې ۲۰-۴۰ځلي خارج و داخل کې غوڼډې وکړلې ټولې ضرب ې صفر!…
و من الله التوفیق.