تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۹ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د قزاقستان له ځانګړي استازي سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، تجارتي او امنیتي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې توکوموف د دې کتنې پر مهال د دوو هېوادونو د دوه اړخیزو همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې قزاقستان د لویو اقتصادي پروژو د پرمخ بیولو، د سوداګرۍ د پراخولو او د افغانستان–قزاقستان د رېللارو د پراختیا لپاره بشپړ چمتووالی لري.
امنیتي او ترانزیټي همکاري
د قزاقستان ځانګړي استازي څرګنده کړې چې استانه به له کابل سره په څو برخو کې خپلې همکارۍ روانې وساتي؛ لکه؛ د پولو د امنیت پیاوړتیا، له مخدره توکو سره ګډه مبارزه، او د هغې ریلي پروژې پرمختګ چې د ترکمنستان له لارې افغانستان ته غځېږي.
د ژمنو دوام او د طالبانو دریځ
له بلې خوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د قزاقستان د همکارۍ تګلاره وستایله او د دواړو هېوادونو اړیکې یې مثبتې او د پراختیا په حال کې وبللې.
حقاني وویل:
«افغانستان د امنیت، تجارت او پرمختګ په لور روان دی او تمه کېږي چې قزاقستان په نېک نیت او د سیمهییزئ همکارۍ د بهیر ملاتړ وکړي.»
حقاني زیاته کړې چې د نوو بنسټیزو پروژو جوړول او د سیمهییزې سوداګرۍ پراخېدل کولای شي د افغانستان د ثبات او اقتصادي ودې لپاره مهم رول ولوبوي.
قزاقستان په وروستیو کلونو کې د منځنۍ آسیا له هغو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان سره یې اړیکې نه دي پرې کړي، بلکې په اقتصادي، تجارتي او ترانسپورتي برخو کې یې پراخې همکارۍ دوام لري.
د رېللارې پروژې پرمختګ، د غلو د صادراتو زیاتوالی او تجارتي تعاملات د دواړو هېوادونو د اړیکو اصلي محورونه جوړوي. کابل بیا هڅه کوي چې له خپل جغرافیایي موقعیت څخه په ګټې اخیستنې، ځان په سیمه کې د اقتصادي اړیکو د اتصال په مرکز بدل کړي.