جمعه, اپریل 19, 2024
Home+پښتو لنډۍ، د دردنو بیان / موسیٰ احسان

پښتو لنډۍ، د دردنو بیان / موسیٰ احسان

لنډۍ یا ټپې هغه لنډکی جذاب او ښکلی ژانر دی، چې اکثره د پښتنو پېغلو، په ځانګړي ډول د ځوانانو د ژوند د ناخوالو کیسې او د هغوی سره د شویو ظلمونو تصویر پکې انعکاس مومي.

کله، چې پښتانه دردمن شي، نو د زړه د تشولو لپاره ډېری وخت شعر او ټپو ته پنا وړي په خاص ډول هغوی، چې د پښتنو بدو عادتونو یې خولې په کلکو ځنځیرونو تړلې وي، نو یوازینی دمه ځای یې شعر ته مخه کول وي.

زموږ په ټولنه کې زښت زیات داسې رواجونه شتون لري، چې د نړۍ له هېڅ ډول قانون سره اړخ نه لګوي، لکه:

کله، چې جېنۍ په هلک او هلک په جېنۍ باندې زړه بایلي یا په عامه اصطلاح پر یو او بل مئینان شي او هغوی غواړي هم چې د اسلامي شریعت مطابق نکاح وکړي، نو په هماغه کورنۍ یا کلي کې دی/دې ته د فاحش/فاحشې په سترګه کتل کېږي اما په دې اړه هېڅ فکر نه کوي، چې دا حق د خلقت څښتن هغوی ته ورکړی، خو دغه ډول پښتانو ته خپل باطل فکر بېخي زیات ارزښتمن وي او د عملي کېدو لپاره یې زیاتې هڅې هم کوي.

کله، چې داسې کانې له چا سره وشي، هغوی یو ډول د محرومیت احساس کوي، د ټولنې خلک ورته د یو حقیر انسان په سترګه ګوري، نو په داسې وخت کې هغوی په شعر یا ټپه کې د خپل نوم په راوړلو هم، نه لاسبري کېږي او بغېر له نومه شعرونه او ټپې لیکي، کومې چې د هغوی د زړه اواز او فریاد وي.

شعر لږ څه اوږد، خو ټپې ډېرې لنډې وي؛ موږ ګورو، چې اکثره ټپو کې دومره خبرې ځای شوې وي، چې سړی ورته ګوته په غاښ پاتې کېږي، کټ مټ لکه سیند چې په کوزه کې ځای شوی یا را ټول کړی شوی وي.

تن مې د سرې نکریزې پاڼه
بهر تازه دننه رنګ په وینو یمه

دې ټپې په لسګونو تعبیرونه په خپل دې کوچني بدن کې ځای کړي دي، هره کلمه یې سېمبول دی او هر څوک یې د خپل ذوق او غوښتنې مطابق کارولی شي، مثلاً یو تعبیر یې له اوسني بحراني حالت سره سم اړخ لګوي؛ موږ ګورو، چې په اوس کې خلک بېخي زیات در په در خاورې په سر دي، خو بیا هم، د پښتون په سیمه پښتانه د پښتاني غرور له امله ظاهراً وایي، چې ګوزاره کوو اما موږ خو یې ګورو، چې سړی لولپه دی یانې دلته یې درون کې اورونه بل دي، خو بېرون یې خوله له خندا ډکه وي، څو غرور ته یې زیان نه وي رسیدلی.

تر پښتورګو مې زړه زانګي
چې په وطن به له دې وروسته څه راځینه

نننۍ نړۍ ډېره پرمختللي ده او د بشریت مدافع هم ځانونه بولي، خو د افغانستان غم هېڅوک نه ژاړي حتیٰ اسلامي هېوادونه یې هم غمخوار نه دي! ته وا دوی ته موږ کوم زیان رسولی.
مړ هم زه او پړ هم زه!
په اوس کې افغانستان له ډېر سخت حالته تېرېږي، داسې پېښې وشوې، چې د انسان له فکره لرې دي، خلکو خپل اولادونه خرڅ کړل، د ګوردو خرڅولو ته تیار شول، ځینې ماشومان له لوږې مړه شول، د فرېبکاره سیاسیونو او د زیاتو خلکو هغه خبره یې هم دروغ ثابته کړه، چې ویل به یې: څوک له لوږې نه مري، خو موږ عملاً ولیدل چې مړه شول.

د خېټې دوزخ یې له هر ځایه غواړي!د بشر په تاریخ کې به دا بېخي بدې پېښې وي، چې ثبت به شي، خو څه ځای به ونیسي؟
په کوم ځای چې اور بلېږي، هماغه ځای سوځېږي.

موږ ته یې څه ګټه رسېږي؟
د چا خېټه به ور ډکه کړي؟

کلي کې سخته خاموشي ده
لالی مې مړ دی خلک ما نه خبروینه

دا داسې یو حالت دی، چې فکر کول سړي ته پکې یو لوی غم تمامېږي.
د یوې پښتنې پېغلې دردمن اه و فریاد دی کوم، چې د ويښ، باشعوره او د ژوندي وجدان لرونکي انسان وجود په لړزه راولي، مړاوی او هیښ کوي یې.

اخ، زما خدایه! ما د داسې پېغلې ژوند لیدلی، چې په خپل ژوند کې یو ځل له واده کولو مخکې او یو ځل له واده کولو وروسته یانې دوه ځله کونډه شوې ده، نو د دا رقم مېرمنې په درون کې به څه تېرېږي؟ انسان به خوند ورکړي؟ څه ته به یې هوس راشي؟ او… .

کله چې څوک په زړه وداغلی شي، نو د عمر تر اخري به، په ژوندوني مړی وي یانې یوازې به ساه په کې چلېږي، نور به تش کالبوت پاتې وي.

خدای دې وطن ژر راجوړ او ګل و ګلزار کړي، څو د ژوند له نعمتونو برخمن شوې وو، ګنې… .
دا ټپې هم درسره ولولئ!

قسمت یوه کړه او ما بله
خیالي اوربله په دووس دې خورومه
***
زما لالی پکې مزدور دی
د ښار مزې خو به د نورو خلکو وینه
***
‏چې یارانه یې رالېږله
پُلِ صراط یې ورته ولې جوړاونه؟
***
خوږه، لالیه! هېر مې نه یې
د زندګۍ چارې مې ګډې وډې دینه
***
‏اوسنۍ مينې د څو ورځو
پخوا کيدل به تر مرګي محبتونه
***
حساب به کېږي محشر شته دی
جانان له بدو نه ګېډۍ تړلي دینه
***
په چیلم جګ جګ لوګي خېږي
په زړه ویشتلي وړکي غم غلطوینه
***
د بل وطن په میرو ورکه
د مور نازکه غم دې تکه زیړه کړمه
***
ستا د وطن لارو ته ګورم
جانانه ستا له ملکه هېڅوک نه راځينه
***
د نيمې شپې ټپې را وکړه
داغلي زړونه به دعا درته کوينه
***
زما پرې تنده ماته نه شوه
لاسونه جګ که غاړه بیا را کړه مئینه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب