پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبشعرد ارواښاد محمدصدیق پسرلي په ویرکي/ محمد معصوم هوتک

د ارواښاد محمدصدیق پسرلي په ویرکي/ محمد معصوم هوتک

د ادب گلبڼ ئې بیـــــــــانن نیمه خواکړ

چي پسرلی مـــــــو د وطن خزان تالاکړ

جنازه د غزل پورته ســــــــــــــوه اوږوته

حسرتونومي قلــــــــــــــــــم بیاپه ژړاکړ

زمانه دمــــرگ اوژونداوږده کیسه ده

زموږداستان ئې پرنیمگورراانتهاکړ

چي نازلي کړي پرې ټکي له اســــمانه

پښتون قام ئې بس همدې لـره پیداکړ

خدای خبرچي په قرنـــــوبه ئې بیاوینو

له مداره چې داســــــــــتوری راخطاکړ

درحلت تاریخ مې وپـــــوښتئ له عقله

په الهام ئې راته دغه فـــــــــــــرد عطاکړ

عشرات ئې د کال مخ وشــــــــاته یوسه

د” غزل سالار” چي پور د ژوند ادا کړ

+++++++++

حل :

“غزل سالار” تاریخي ماده ده چي ابجدي ارزښت ئې (۱۳۲۹) کېږي. د دغه عدد عشرات (۲۹) چي مخ وشاسي، (۹۲) ځني جوړیږي اوله تاریخي مادې څخه (۱۳۹۲) راوزي. دغه کال په لمریز حساب د ارواښاد محمدصدیق پسرلي د وفات کال دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب