Homeادبشعرد حبیب الله بختیال څو هایکوګانې

د حبیب الله بختیال څو هایکوګانې

ویلې د زوم سر مې تل ښکته وي

ما ویل ګوزڼ خو به وهلی نه وي

ویل یې نه! رانه شرمیږي مدام

یوه سترګه خوب مې هم د شپې و نه کړو

ځکه چې ټوله شپه د یار دیدن ته

ومه ویده زه د هغوی غوجل کې

ورنه مې یوه خولګۍ په سوال وغوښته

هغې ویل خوار شې په کوم خیال کې یې ته

چې سپینه خوله هم رانه غواړې وړیا

پیغلې ویل په تا مې زړه بایللی

ما ځواب ورکړلو په تریوی تندي کې

زه جوارګر درته ښکاره شوم که څه ؟

ګرانه مین په ما یې ولې دا ته ؟

ما وې چې کله د ستا سترګې وینم

نو شې را یادې مې شل نورې مینې

ګرانه دا څوک یې چې زموږ ور ټکوې؟

ما ویل زه یم! ستا نیږدې ملګری

هغه کړه (زه) خو زما ملګری نشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...