Homeخبرونهد دوحې بهیر په چوکاټ کې له مخدرو موادو سره د مبارزې...

د دوحې بهیر په چوکاټ کې له مخدرو موادو سره د مبارزې غونډه په ازبکستان کې پیل شوه

تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۱۴ مه) د افغانستان د واکمن حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوحې بهیر په چوکاټ کې له مخدرو موادو سره د مبارزې د کاري ډلو دوه ورځنۍ غونډه د ازبکستان په ترمذ ښار کې پیل شوې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د سید محی‌الدین سادات په مشرۍ د کابل د بېلابېلو ادارو پلاوي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) استازي، د اړوندو نړیوالو ادارو استازي، د دوحې بهیر د غړو هېوادونو په ګډون د ازبکستان استازي، د خصوصي سکتور غړي او کارپوهان ګډون لري.

د غونډې د بحث مهم موضوعات د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د کیفیت معیارونه، د صادراتو لپاره د تصدیق سندونو ترلاسه کول او چمتووالی، د کوکنارو او نشه‌يي توکو د کښت پر ځای د بدیل معیشت برابرول او ټول‌ګډونه اقتصادي وده دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ګډونوال به د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي او د عملي همکاریو د لارو چارو په اړه هم خبرې وکړي. ټاکل شوې غونډه د جمعې په ورځ، د لړم په ۱۵مه، پای ته ورسېږي.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې څلورمه غونډه تېر کال په کابل کې د یوناما په کوربه‌توب جوړه شوې وه. طالبانو په هغه غونډه کې د مصنوعي نشه‌يي توکو د پراختیا په اړه اندېښنه ښودلې وه او ادعا یې کړې وه چې د دغو موادو د تولید سرچینې له افغانستانه بهر دي.

د دوحې بهیر د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې یو نوښت دی چې موخه یې د افغانستان د مهمو مسئلو په اړه د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ خبرې اترې او همغږي ده. د دې بهیر په چوکاټ کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکټور د ملاتړ په ګډون بېلابېلې کاري ډلې فعالیت کوي.

دا غونډه په داسي حال کې جوړه شوې چې سږ کال یو وار بیا په افغانستان کې د کوکنارو کښت په نسبي ډول زیات شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نوي نسل په روزلو کې د ادبیاتو رسالت

پوهندوی آصف بهاند د جرمني په کولن ښار کې کونړ کولتوري‌ټولني پتیلې ده چې د ۲۰۲۶ ام کال د اکتوبر پر یودیرشمه نېټه د کونړسیند...