تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۱ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د یو ورځنیو سیالیو د لوبډلو په تازه درجهبندۍ کې شپږم مقام ته پورته شوې ده. دا د افغانستان لپاره په دې درجهبندۍ کې تر ټولو لوړ مقام دی او تر دې وړاندې هیڅکله شپږمې درجې ته نه وه لوړه شوې. افغانستان په دې توګه تر سریلانکا مخکې شوه.
د افغانستان د لوبډلې د پرمختګ دلیل په وروستیو سیالیو کې د هغې ښې پایلې بلل شوې دي. افغان لوبډلې له ایرلنډ سره د یو ورځنیو سیالیو لړۍ څلور پر صفر وګټله او په هغو درې اړخیزو سیالیو کې یې هم هیڅ ماته ونه خوړه چې د زیمبابوې او بنګلهدېش لوبډلو په ګډون ترسره شوې وې.
له بلې خوا، د پاکستان د کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې د درې اړخیزې سیالۍ په پایلوبه کې د ورو توپاچونې له امله د لوبغاړو د لوبې د فیس پنځه سلنه جریمه شوې ده.
د لوبې له وخت سره د ورکړل شویو اضافي وختونو تر حسابولو وروسته څرګنده شوې چې د پاکستان لوبډلې په ټاکل شوي وخت کې یو اور لږ ترسره کړی و.
د پاکستان لوبډلمشر شاهین شاه اپرېدي سرغړونه او وړاندیز شوې جریمه منلې ده، له همدې امله د دې موضوع لپاره رسمي اورېدنې ته اړتیا نه ده پېښه شوې.