پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeادبلنډه کیسهساه/ هیله غضنفر

ساه/ هیله غضنفر

د کافکا کتاب یې بند کړ۰مخامخ یې وکتل . وښو د پسرلي لمر ته ارامه خوب کاوه۰
ژوره ساه یې واخیستله۰سترګې یې ورو پټې کړې۰سر یې په چوکۍ تکیه کړ۰ غوږونه یې مرغانو ته وسپارل۰
د مبایل ټنګا شوه۰ایمیل یې پرانیست۰پوهنتون لیکلې و: د راتلونکي سمسټر فیس باید د میاشتې تر ۱۹ ورکړل شي۰
نجلۍ ویښتان په موټ کې ټینګ کړل:
« اوففف، سر له نوې هفتې باید لا ډېر کار وکړم! »
د پارک رنګارنګو ګلانو ته یې وکتل، لکه د درواغو چې وي، ژوره ساه یې وایستله۰
د کافکا د لنډو کیسو کتاب یې له سره شروع کړ.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...