Homeداسې هم شتهساینسلومړنی بې ټلۍ ترین جوړ شو

لومړنی بې ټلۍ ترین جوړ شو

تاند- د چین د ترانسپورت ادارې د پنجشنبې /جون ۸/ په ورځ لومړنی برقي ترین، چې رېل یا پټلۍ ته اړتیا نه لري، په هونان ولایت کې فعاله کړ.

دا ترین چلوونکي ته هم اړتیا نه لري.

چینايي رسنۍ وايي چې دا ترین د بس، تراموا او رېلګاډي یا ترین ترکیب دی.

د دغه ترین اوږدوالی نژدې ۳۰ متره دی او ۳ سوه سپرلۍ د هغه په ۳ واګونونو یا ډبو کې ځایږي.

ویل شوي چې دا ترین، په ساعت کې ۷۰ کیلو متره سرعت لري او په یو ځل چارج ۴۰ کیلو متره مزل کولی شي.

دا بې چلوونکي ترین، د نقشې د موندلو او د سړک د کرښو د پېژندلو لپاره سینسرونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...