چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبلنډه کیسهد پرښتې نوم مې څه دی؟

د پرښتې نوم مې څه دی؟

لنډه کیسه

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د مور په خېټه کې یې پوره نهه میاشتې تېرې شوې وې. څو شېبې ورسته یې دې نړۍ ته سترګې غړولې. د خپل خدای پاک حضور ته ورغئ، ويې ویل:

  • زما خدایه! خبر شوم، څوشېبې وروسته مې هغې نړۍ ته استوې، چې له ستونزو او کړاونو ډکه ده. په دې کمزوري وجود، وړو پښو او لاسونو په څنګه د بل چا له مرستې پرته هلته ژوند وکړای شم؟

په مینه ځواب ورکړ شو:

  • د ګڼ شمېر پرښتو له ډلې یوه درکوم چې ستا ساتنه وکړي.

خو ماشوم لا هم ډاډه نه و، چې ولاړ شي که نه، زیاته يې کړه:

  • دلته په جنت کې خو زما یوازینۍ دنده خندا او غاړې کول دي. ستا پرښته به زما د خوښۍ لپاره څه وکړای شي؟

غږ پرې وشو.

  • ستا پرښته به تا ته خاندي او آوازونه به درته وایي. تا به هېڅکله هم خپګان نه ته پرېږدي. وبه ګورې چې ته به هلته څومره خوشاله وې.

ماشوم خپلو خبرو ته دوام ورکړ:

  • زه څه پوه شم، چې خلک څه وایي؟ ځکه زه خو د هغوی په خبرو نه پوهېږم.

مینه ور سره وشوه:

  • پرښته به دې تا ته د نړۍ تر ټولو خوږې کلمې، چې ته به یې د اورېدو لېواله وي در اوروي. په ډېره مینه او پوره صبر به تا ته د هغه چاپېریال ژبه در زده کړي، چې ته پکې ژوند کوې.

ماشوم بیا خواشینی شو. ويې ویل:

  • کله، چې له دې ځایه ځم، له خپل خدای (ج) سره مې خبرې وکړم، د دې زمینه به څوک راته برابره کړي؟

دا پوښتنه یې هم ځواب شوه:

  • ستا پرښته به ستا دواړه لاسونه څنګ په څنګ ونیسي او تاته به وښیي، چې څه ډول دعا وکړې.

ماشوم خپل سر را پورته کړ.

  • اورېدلي مې دي، چې په هغې نړۍ کې ډېر بد خلک هم ژوند کوي. زه خو ډېر وېرېږم، هلته به څوک زما ساتنه کوي؟
  • پرښته به دې په هر ډول شرایطو کې ساتي، ان که د خپل سر په بدله هم وي.
  • پرښته به دې تل تا سره د خپل خدای پاک ا په اړه خبرې کوي او له هغه سره د راز ونیاز لار به درته ښیي؛ په داسې حال کې چې هغه به تل ستا په څنګ کې وي.

په دې وخت کې په جنت کې آرامي خوره وه، خو د ځمکې غږ اورېدل کېده.

 ماشوم پوه شو، چې نور باید ډېر ژر ځمکې ته خپل سفر پیل کړي، خو په ډېره ورو لهجه یې یوه بله پوښتنه هم وکړه:

  • یا خدایه پاکه! که ټولې خبرې همداسې وي، نو غواړم د خپلې پرښتې نوم مې هم زده کړم، چې غږ ورته وکړم.
  • غږ پرې وشو:
  • نوم یې اړین نه دی، خو د اسانۍ لپاره کولای شې، چې (مور) ورته و وایې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب