جمعه, مې 3, 2024
Home+کرګر، د خپلوعرفاني لیکنو په ضرب او کرب کې؟

کرګر، د خپلوعرفاني لیکنو په ضرب او کرب کې؟

لیکوال: دوکتور ع. رشید

الف : د دغې لیکنې موخه (دسرخبره ) 

     نژدې نیمه پیړۍ شوه چې له ګران کرګرسره پيژندګلوي لرم، دلومړی ځل له پاره د پوهنځي په دویم ټولګي (۱۳۵۶) کې وم چې دی له خواخوږي ځوان (شهید سربلند) سره ادبیاتو پوهنځي ته راغلل،سربلند ماته زما کیسه چې د پنجشنبی په ورځ د پوهنتون په ادیتوریم کې لوستلو ته غوره شوې وه راکړه، اوراته ویې ویل چې ترویلو دمخه له استاد جنید سره وګورم چې څه ټکي درته لري، په همدغه ورځ مې دلومړي ځل لپاره له هغه اویوه بل ځوان سره دکرګرنوم واورید. چې په خندانه څیره یې راته کړه: «بس ځوانه ملاورته وتړه، ښه کیسه دې لیکلې استاد جنید خوښه کړه …له هغې ورځې وروسته مې بیا ترډیرو پورې رابطه یوازې دلیکنې اولوستنې په کچه وه… چې وروسته راته وبریښیده چې د لیکنو او څیړنو برخه یې هم هغسې وه لکه د یو شمیر استادانو، ارواښادو مجروحینو، داکترشجاعی، او استاد جنید او یو شمیر نورو چې دوی دودیزې لیکنې نه کولې اود اند و ژوند د یوه نوي یون او لاریون لرلیدیې څاره، چې زیاته برخه یې په روانپوهنیزو او فلسفی مسایلو چې د ډیرو لپاره نوې تګلاره وه په ډاګه کوله. په رښتیا هم چې په پښتو لیکوالي کې دغه سبک یو نوی او د پاملرنې وړسبک اوتګلاره وه چې تراوسه یې لړۍ دیوشمیرلیکوالو لکه ارواښاد اسد اسمایی اوګران کرګر په هڅو اولیکنوسره روانه ده. کرګرصاحب په دغه برخه ځانګړې اودپاملرنې وړعلمي کارکړي دی، اسد آسمایی په دغه برخه کې یوبل استعداد و خوڅومره چې اړتیاوه د بیلابیلوعواملوله مخې پرمخ لاړنه شواو په دغه برخه کې مرګي ډیرڅه ویلو اولیکلو ته پرینښود. خوکرګر په دغه ډګرکې تراوسه روان دی اوپه بشپړه تنده یې دادی نژدي نیمه پیړۍ په خورا لیوالتیا سره د پوهاند مجروح اونورو دې لړۍ ته  په خپلواکه توګه دوام ورکړاوپه ډیرو برخوکې یې دهغو په پچه سپروبې تجربه لیکوالو اومداحانوخبره یې غلطه ثابته کړې چې دیرش کاله بې فیلسوفه؟ ډنډوره یې دګرکر په شان عینې هڅو اوکړنودشته والي په لړکې په مداحۍ سره بې مانا وډنګوله …

 ب : د مقالې میتود ،

مقاله یوه انتقادی مقاله ده چې د یوه بشپړعلمي او ساینټپیک میتود پر اساساتو او دقیقو سرچینو په پام کې نیولو سره په انتقادي لید سره لیکل شوې او بشپړه شوې ده…

 ج : په دغه لیکنه دري پوښتنې :  

 ـ ولې په روښانیانو کې میرزا خان دژورفلسفي اوعرفاني لید پرلوردي؟

 ـ له اشراق څخه د یوشمیرتعبیر سم دی؟

 ـ ولي کرګر په روانی ـ فلسفي تګلارې کې د پاملرنې وړدي؟

 د ـ دمقالې موضوع :   

هو، په دې اوونۍ کې مې دګران کرګردری اثره ترلاسه کړل چې په لنډه توګه یوه ځغلنده کتنه تریوه عمومي تحلیلي چترلاندې ورته کوم، دغه دری اثر د میرزاخان انصاري – فلسفی اوعرفانی نړۍ لید ، بایزید روښان اواشراقی معرفت او د وخت ضرب که کرب، دي.

د مقالې لنډیز:

په دغه مقاله کې د افغانستان دټولنیزو علومو د پیژندل شوی لیکوال محمد اکبرکرکر په دریو کتابونواو دهغو برارزښت اومفهوم باندې رڼا اچول شوې ده . په دغو دریوآثاروکې ترټولو مهمه خبره روانشناسي او فلسفه ده، چې ښاغلی کرګر په خورا ښه توګه په دغه برخه کې خپل تحقیق ترسره کړی دی. په دغه علمي تحقیق کې دتصوف او معنویت پراساسي کرښو باندې رڼا اچول شوې اودهغو په رڼا کې یې د پښتوادب د نومیالی عارف ، لیکوال اوشاعر پرافکارو باندې د هغه دشعر پراستناد رڼآ اچول شوې ده، ښاغلی کرګر له شکه پرته د خپلو نویو روانی او فلسفي څیړنو په رڼا کې په پښتو ژبه کې یونوی علمي تحقیق زموږ په واک کې راکړی دی.

————————–

Obstruct

In this article, I shed light on the significance of Mohammad Akbar Kargar’s three research books. Mohammad Akbar Kargar is a well-known author in the field of social sciences and social studies in Afghanistan. The most imperative aspect of these three research books is its focus and emphasis on the psychology and philosophy of Pashto literature. This is due to the fact that Mr. Krager has extensively researched as well as incorporated these topics in his books. In this scientific research, the lines of Sufism and spirituality have been highlighted by underlining the works of a famous, mystic poet, Mirza Khan Ansari. As a result, we are afforded unique scientific research in the Pashto language.

Thank you,

Prof. A. K. Rashid

Head of Pashto chair  in JNU  -New Delhi

د مقالې پیل

(۱) 

 دغه درې واړه اثره، دیوه ځانګړي  نړیوال علمی – روانی اویا فلسفی لید په رڼا کې په یوه ځانګړی انتقادي نظرسره لیکل شوي دي. په دغه اړه ترهرڅه دمخه زما له پاره دعلوموپه دغه ځانګړې برخه کې دلیکوال دقیق ځیروالی د پاملرنې وړدی، هغه داچې ده په افغاني – پښتنی چاپیریال کې له موده وروسته یوه جالب اودپاملرنې وړبحث ته چې هغه د پښتنو روښانیانو بحث دی ملاوتړله، اوپه دغه نا سپړلي،پیچلې اونا پیژندل شوې ادبي ـ فلسفي اولوړې انساني وړتیا باندې خپلې اوږدې څیړنې را تم کړې اوپه دې باوري شوی چې روښانیان زموږ داندو ژوند اوان فرهنګي هویت دڅرګندتیا لوړه څوکه دي.کرګر په خپل دغه تحقیق سره دغه حقیقت ته ورننووت اوپوه شو چې روښانیان په شرقي اواشراقی تفکري تله کې هغه بحث دی چې اوس پیل شوي اوډیرزر به دغه بحث له دغو وړوحلقو څخه نړیوالې ډګرته وروځي ، پرروښانیانو باندې تراوسه چې هرڅه لیکل شوي، هغه په یوه وړه ځان ساتې دایره کې وو،ځکه چې زیاترولیکوالوپردغو بې بدیله هستیو باندې پرشاتوکې د زهرو ګمان کړی اوهغه یې دنورو له نظرونوهم یا په سیاسي لوبه مارۍ اویا هم ځانګړې تعصبي نادانۍ کې پریوه خوا ساتلي اویایې داسې اخوندي توره پرده ورباندې اچولې چې دهرچا په مخ کې یې دکفروالحاد پرپوله باندې درولي ساتلي دي ، په داسې حال کې چې روښانیانوپه خپلو نا سپړلو افکارو اوآثاروسره دخلقت اورسالت،حقیقت اوانساني هویت رازونه او رمزونه د خپل وخت د جهالت اوبربریت په زړه کې ویلی او را سپړلي دي. یوه بیلګه یې چې ښاغلی کرګردمیرزا خان په برخه کې په دقت سره اشاره ورته کړي داده چې میرزا خان وایې:

امانت چې آسمان ځمکې وړلی نه شه

اوس یې زه په دا عاجز صورت عماد یم

په اختیارمې هسې ظلم په ځان وکه

له دې قصده  د جهول په نامه یاد یم

که دجهل بارمې لرې شي له سره

بی ګمانه دصفی آدم اولادیم

ګه طالب ګهی سالک  ګهی ذاکرشم

ګه عارف په معرفت باندې اشهاد یم

ګهی قطب قراری کړم، په ځای اوسم

ګهی غوث ګهی ابدال ګهی اوتاد یم.

                                           (میرزاخان انصاری  –  ۱۸۸ مخ )

   دا د یوه روحاني بحث په اړه روښاني درس اولید دی چې تشریح یې د یوه باور(عقیدې) په مقدساتو پورې اړه نه لري، یوازې د دغو څو بیتونو له پاره نا چاریو چې تورات انجیل، زبور، قرآن، ریګوید، بودیزم او د نورو باورونو څرګندونوته وردننه شو، او  هلته هم دغه روښاني لید د هغو په وړاندې تشریح اود ادب او فلسفې په ډګر کي هم په پام کې ونیسو، مانا دا چې دا ډول لید په اسلامي پیر او اسلامی عارفانو په اړه په عربي او فارسی ادبیاتو کې دسنایي اومولانا،حافظ ،عطاراونوروپه اشعارواو افکارو کې البته په توضیحي تفاوت سره لیدای شو. (د امانت) پیټی په بیلابیلووختوکې زموږ دفارسی ژبې شاعرانو یاد کړې، نامتو شاعر حافظ هم دغه ټکی ته اشاره کړې ده لکه چې وایي:

آسمان بارامانت نتوانست کشید  / قارعه کار بنام من دیوانه زدند

میرزاخان وایې :

امانت چې آسمان ځمکې وړلی نه شه  / اوس یې زه په داعاجز صورت عماد یم

اوس اصلي خبره دا ده چې هم حافظ اوهم روښانی مفکر میرزاخان انصاری دا خبره د قرآني آیې په پام کې نیولوسره کړې چې په هغې  کې راغلي:

« إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَیْنَ أَن یَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنسَانُ إِنَّهُ کَانَ ظَلُومًا جَهُولًا» (آیه ۷۲ سوره احزاب )  

کله کله یو شمیر یاران داسې فکرکوي چې د پښتنو شاعرانو او مفکرانو له پاره فارسی کلاسیک مواریث الهامی بڼه لري، خو په دغه اړه مو یوه ټکي ته باید پام وي چې روښاني مفکران او روښانیان په ټوله کې ترفارسی کلاسیکانو ورهغه خوا دنورو ژبو په تیره بیا عربي،هندي اوان سانسکریت سرچینوسره آشنا وواوان چې دخپل وخت فارسي کلاسیکان یې په ډیرو برخوکې ترخپل اغیزلاندې راوستي اواصلاح کړي یې دي ، په پورتنی شعرکې چې کله موږ په اوړوکې ویښته لټوو نوبیا پردغه حقیقت باندې سترګې نه شو پټولای چې میرزاخان ترحافظ په دغه برخه کې مساله له قرآنی ارشاد سره سمه او ترحافظ په لوړتیا اوروښانتیاسره طرحه کړې ده،اوداسې ښکاري چې میرزاخان که په دغه برخه کې اشاره هم کړې،نوقرآن یی مخې ته ایښی دی ځکه خویې توضیح اوتشریح له حافظ څخه په بشپړه توګه توپیرلري اومیززاخان ته دا وړتیا په رښتینی توګه ورپه برخه کوي لکه چې کرګروایی:« واقعآ چې هغه ددې وړتیا لری، چې دهنراوتفکر شاعر ورته ووایو، نوموړی ډیرسترشاعراو له عالي پوهې برخمن و…»( کرګر، میرزاخان انصاری، ۳۵ مخ )

د کرګرله روښان اومیرزاڅیړنې څخه موږ ته ترهرڅه دمخه داخبره په علمی لحاظ  ښه راجوتیږي چې دی روښان څیړنو ته د خپلو ټولو اسلافو لیکوالو اوان دده دخپلو استادانو (پوهاند مجروح ) د څیړنو خلاف نیغه په نیغه د پښتو ژبي له لارې ورننوتی دی، ده خپله دغه تجربه په پښتو ژبه کې په ځانګړې اوخپلواکه توګه ترسره کړې ده، په داسې حال کې چې زموږ نورو لیکوالو خپلې دغه شان لومړنې لیکنې اوتجربې له فارسی عرفانیاتو سره په رابطه کې پیل کړې دي، کله چې هلته فضاورباندې را تنګه شوې نوبیایی پښتوژبې اوعرفان ته ورپام شوې دی چې له بده مرغه دې ډول هڅو بیا په خپل وار پښتوعرفانی مواریثو ته دویمه درجه اهیمت ورکړی دی په داسې حال کې چې خبره داسې نه ده، په څه مانا ؟   په دې مانا چې زموږ یوشمیر تیرو لیکوالو اوڅیړنګی چې کله د تصوف، روحانیت اوعرفان څیړنو پرکرښه باندې ګام ایښې، دوی دفارسی ژبې د کلاسیکانو له مرستې یوملي مترهم وړاندې نه دي تللي، ان چې ارواښاد مجروح هم خپلې خودي څیړنې له عطاراوسنايی را پیل کړي دي، خو برعکس ګرګر په دغه برخه کې په خپلواکه توګه علمی میتود لوژي  ته مراجعه کړې او د هغې د اصولو او برنسیپونو په رڼا کې یې خپل کار او هڅې د پښتوژبې له لارې روښاني څیړنو ته وقف کړې او دغه نادر، نګه او نوي افغاني بحث ته په خپلواکه توګه د خپلې ژبې له لارې ورننوتی اوپه دغه برخه کې یې د یوه نوي علمی تیزس ریکاد کلک کړی دی، چې دا کار پخوا په دغه شومه اودغه اراده زموږ په ټولنه کې ترډیره حده ناشونی و. ځکه خو زموږ دادب، فرهنګ اوافغانی فلسفي یوډیره مهم او روښانه اړخ د تورتم، تاریکانو، حلولیانو، تناسخیانو او نورو مفاهیمو د تیاره بربریت قرباني شوی دی.

بله داچې داباید په پام کې ولرو چې روښانیان د اسلامی اوآسیایي عرفان اومعنویت په تاریخ کې یوځانګړي او خپلواک بحث دی، روښان پیر د دغه بحث پیل کونکي اوخپرونکی دی، جالبه دا ده چې د ده دغه بحث له الهی ارشاده اوالهامه نیغ په خپلواکه توګه راپیل کیږي، په دبستان مذاهب کې دغه ټکی په ډاګه شوی چې :«پس عالمان گفتند با میان بایزید :‌ « مردم به کدام گفته وکردهء تواعتبار کنند؟» میان بایزید گفت:‌« ازشما یکی درپیش آن کس که نزد شما بهترووفاضلتراست ارادت پیشه کند وریاضت کشد وبعده پیش من آید وبرآیین من عبادت و ریاضت به جای آورد. اگرمنفعت بیشتریابد، به من گرود»  ملک میرزا نام مردی، گفت :« ای بایزید، ازپرُ گویی حذرکن خلق را گمراه مخوان.هرکه خواهد راه توپوید وآن که نخواهد، به راه تونرود.» میان روشن بایزید گفت:« مثالی آرم :‌اگردرخانه یی که جزیک راه نداشته باشد وجمعی کثیر به خواب رفته باشند ودرآن خانه آتش افتد وناگاه یک کس بیدارشود، دیگران را بیدارسازد یانه ؟» منافقان گفتند: « ای بایزید چون حق تعالی به توامرکرده است؟ مگونزد من جبرییل میاید ومن مهدیم وخلق را کافروگمراه مخوان » (‌دبستان مذاهب چاپ ایران  ۱۳۶۲ جلد اول ص ۲۸۱

په دغه بحث کې مو ترهرڅه دمخه باید دغه الهی ارشاد ته هم پام وي چې« آیا پوه اونا پوه دواړه سره یوشی دي ؟ »   روښانیان ترهرڅه دمخه معنویت ته دهغه په رښتینی مانا سره له یوې خوا ګوري اوله بلې خوا اهمیت ورکوي، د ګرګر په ټولو روښانی څیړنوکې همدغه اصل دڅیړنیزعلمی میتود او میتودلوژۍ په رڼا کې په پام کې نیول شوی اوپردې باوري شوی چې :

درمقامی که عقل وعرفان است           مردن جسم زادن جان است    (سنایي)

دکرګر په وینا روښاني میرزاخان د خپلوافکارو د بیان اوڅرګند تیا له امله خپله ژبه اوادبي ځانګړتیا لري:«میرزاخان که مبالغه نه وي، لومړنی شاعردی ، چې غزل یې تغزل لري اوهم دیوې مفکورې اوعقیدې د تبلیغ اواظهارله پاره وسیله شوی دی، میرزا سخت فلسفي عرفانی مسایل دغزل په فورم کې ارایه کړي …» (د میرزاخان انصاري فلسفی اوعرفانی لید ۲۶ مخ )

دعارف نظرله قافه دی ترقافه                   په محیط دریاب به ګډ دغه جنون کا

عجب زیب دمعرفت د زړه  په سترګو         چې بې مثله  ننداره  ددې بیچون کا

زور ور له شش جهته منزه  دی                د بیچون تعریف به څه رنګه چګون کا

د لیلې د سادګۍ نهایت نشته                د ښایست صفت به یې څه رنګه مجنون کا …( میرزاخان پورتنی اثر  ۲۵۹ مخ )

په دغه اړه سړی بې له شکه دې پایلې ته رسیږي،چې په شرقی عرفانی بهیرکې دغه طرزاوسبک یونادراوځانګړی سبک دی، چې بیلګې یې په ویدی،بودې اوسانسکریت عرفاني آثاروکې په کټ مټ بڼه لیدای اولوستای شو، هغه سرچینې چې روښانیان ترفارسی سرچینودمخه له هغوسره آشنا ول، زه باورلرم چې دغه نښې نښاني فارسی ادب ته هم په غزنوي دوره اویا لږ وړاندې وروسته رسیدلې دي ځکه خو په فارسی عرفانی څیروکې دغزني نامتوعارف سنایی دعارفانه اوفلسفی افکارو او ادبیاتو له امله په خپلو آثاروکې لکه دمیرزا خان غوندې مخکښ شوی دی چې کیدای شي په دغه برخه کې دیوه پرتلیزعلمي تحقیق له پاره هم لاس په کارشوځکه چې ددغودووعارفوشاعرانودغه ورته والي شته دی دلته یې یوه بیلګه دلته را آخلو :

جمالت کرد جانا هست ما را             جلالت کرد ماها پست  ما را

دل آرا ما نگارا چون  توهستی           همه چیزی که باید هست ما را

شراب عشق روی خرمت کرد            بسان نرگس تو مست  ما را

اگر روزی کف پایت ببوسم               بود برهر دو عالم  دست  مارا

تمنای لبت شوریده  دارد                  چو مشکین زلف تو پیوست  ما را

چو صیاد خرد لعل توباشد                 سرزلف  تو شاید شست     مارا

زمانه بند شستت کی گشاید               چو رلفین تومحکم بست    مارا

 ( زیاتو معلوماتو لپاره د سنایی دیوان  په لاندې پته :

 ( https://ganjoor.net/sanaee/divans/ghazal-sanaee/sh32/)

         زه فکرکوم چې د محترم کرګر له پاره بایزید روښان ،میرزاخان،ارزانیان  روښانیان اوروښاني مفکوره پردې هم مهمه انګیرل شوې چې دوی په خپلوآثارو اوایجادیاتوکې په یوه ځانګړي پراخ نظرۍ له عرفان او معنویت سره تماس نیولی دی. روښانیان په شرقی عرفان کې هغه عارفان اوادیبان دي چې دشرقی معنویت په پراخ بهیرکې ترفارسی اوعربي اوترکي عارفانو زیات دتشدد پرخای دتفاهم پلویان ول ( دبایزید روښان اودهغه دزامنو نا چارۍ اوپه ډاګه آوازاوچتول دمجبوریت له مخې یوه استثنی ده، چې هغه هم دده په تعلیماتو کې ځای نه لری ) چې دا په خپل وار له ځان سره تاریخي اوروحاني روښانه پس منظر لري، روښانیان په دې شک نشته چې په یوه داسې عرفانی تقاطع کې راوڅرکیدل چې د دوی په شاوخوا کې د دوی تررامنځ ته کیدو پورې د دوو لویو امپراتوریو (لودي اوسوري ) ډمامې لانه وي سړې شوې، سوري پراخ نظرې واکمنۍ په هند کې بهکتی او مهدوي عرفاني غورځنګونه له اسلامي تصوفی جریانونو لکه سهروردیه، چشتیه، نقشبندیه اوپه لسګونوترڅنګ را وپنځول، داخبره کیدای شي دیوشمیر بنسټپالوافکارو په وړاندې ناروا تلقی شي،خوپه واقعیت کې دا هغه اړتیاوه چې په شیرشاهي پراخ بنسټه دور کې هندوستان ته ورډالۍ شوه ، بهکتي په یوه حساب یوهندویي عرفاني غورځنګ و چې دسولې او تفاهم اونه زورزیاتي پراصولو باندې یی دیوه سمونوال (اصلاحی ) حرکت بڼه درلوده ، مهدویت هم اسلامی اساسات څارل چې مشریی سیدمحمد جونپوري و( ددغه لوی عارف مزار په فراه کې دسیدمحمد آغا په مزارباندې نامتو دی چې دهندوستان په جنوب اولویدیزکې اوس هم زیات شمیر پلویان لری )ددغه غورځنګ آوازه په خپل وخت کې له هندوستانه ترخراسان اوافغانستان پورې ولګیده، دغه غورځنګ هم د سوري واکمنۍ په زړه کې رامنځ ته اودهغوی د آزاد فکرۍ تروزورلاندې یې وده وکړه.همداسې دویم لوی مذهبي غورځنګ چې دایجاد ویاړ یې لودیانو ته رسیږي هغه دسیک اوسیکیزم باوردی ، په دغه اړه هم سړی ویلای شي چې دلودي واکمنانو برکت و،چې په هندوستان کې یې دسیکیزم له پاره لاره اواره کړه په دغه اړه ددغې خبرې یادول اړین دي چې:« نانک  پنتهیان که معروف به گرو سکهانند به بُت وبُتخانه اعتقاد ندارند. نانک ازبیدیان است وبیدي طایفه یی اند ازکهتریان. درعهد حضرت فردوس مکانی ظهیرالدین بادشاه انارالله بُرهانه اشتهار یافت وپیش ازتسلط فردوس مکانی برافاغنه، مودی دولتخان لودی بود که ازامراء سترگ ابراهیم خان فرمانفرمای هند بود، ومودی آن است که غلات به دست او باشد. درویشی بدو رسید، دل اورا تصرف کرد. لاجرم نانک به دکان اورفته ازغلات خود ودولت خان آنچه دردکان وخانه داشت همه را به تاراج داد و دست ازتعلق زن وفرزند برآفشاند. دولت خان ازاستماع این، متحیرگشت. چون درنانک اثري از درویشی یافت، دست ازآزردن او بازداشت… نانک قایل به توحید باری بود وبه اموری که منطوق شرع محمدی است  وبه تناسخ نیز،‌ایمان داشت. خمر وگوشت خوک را حرام شمرده…»( دبستان مذاهب جلد اول  ص ۱۹۸ )

روښانیان او روښاني اشراق په همداسې یوه عرفانی چاپیریال کې چې دبیلابیلو مذهبو اوطریقوپه منځ کې را ښکیل وو، خپل باورد یوې څرګندې پراخ نظرۍ په ګیڼه باندې وپسوله اوځان ته یې داحق ورکړچې خپل باورته له نوروهغوسره که څه هم مخالف وو دتفاهم تګلاره غوره وبولي اودایوازنۍ لاره وه چې دهند په پراخ نفوسه هندي اوپیاوړي عرفان بنسټه ټولنه کې داسلامي مقدساتواوباورونود معقولیت اوژغورني له پاره دتفاهم په مرسته  شونتیاوې برابریدای شوې. په هند کې هغو دګماتستوعارفانوچې دنورو دباورونو دزغم اوتحمل په وړاندې یې مقاومت اومقابله خپل شعارکوله، دهغوی په وړاندې نه واکمنانو تحمل وکړای شو اونه هم عامو خلکو. ځکه خوروښانیان په سیمه کې دیوه بیل اوځانګړي حرکت په توګه په یوه منځ لاره دریځ سره رامنځ ته او په خپله ځانګړې اوخپلواکه آزادۍ سره پرمخ لاړل : «  په خپل وخت کې دارتودوکسي مذهبي دوګماتیزم په وړاندې قدعلم کړی…»( بایزید روښان اواشراقی معرفت ۱۴۱ مخ )

(۲)

    دکرګرداثر ( بایزید روښان اواشراقي معرفت ) سرلیک جالب سرلیک دی چې دهغه په ترڅ روښانیان په دقیقه توګه داشراقی روښانتیا په ترڅ کې تشریح شوي، ددغه اثرپه پیل کې یولیکنه ( روښاني ختیز) دسړي پاملرنه وراړوي، زه خپله دغه سرلیک ته چې دغې مهمې نړیوال بنسټه عرفاني موضوع ته وارد واره تحریفي بڼه ورکوي حیران شوم، زه پوهیږم چې لیکوال لکه ماغوندې په دغه برخه کې دمطالعی اوڅیړنې اکادیمیک صلاحیت نه لري، نوخامخا به داتیروتنه ترې کیږي چې غوښتي یې دی په مولانایی نومونه یې (بحرپه کوزه ) کې ځای کړي ، خوله بده مرغه چې کوزه یې تربحر لوړه کړې ده، اویوجالب اوعلمي مفهوم یې په لوی لاس دومره کوچنی کړی چې ددغه اثرله محتوا سره یې خبره په ټکرکې دریدلې ده، ختیز داشراق فلسفي اوعلمي مفهوم نه شي افاده کولی اونه علمی څیړنې په دغه برخه کې داسې یوې نومونې ته دمنلوحوصله لري ، ځکه مهمه خبره داده چې دغه پراخ علمی اوفلسفی اصل یویونیورسل یا نړیوال مفهوم چې که موږ وغواړو هغه ته په پښتوژبه کې خپله نومونه ولرو، نوکیدای شي هغه درڼایی ، لمرڅرک ، په بڼه وړاندې کړل شی، نه د ختیز؟   په دغه اړه به بده نه وي چې دا ولولو:« شق القمر کنایت باشد ازظاهراوبه باطن که عقل فعال است وچون حضرت نبي علیه السلام سرکردهء قمراست، شکافتن قمراین باشد که به باطن قمررسید. این مذهب حکماء مشائین است. اشراقیان ګویند حل این رمزآن است که دراصول ایشان آمده که نور، عبارت ازاصل پیدایي عالم است وهرچه دراو است آن را به دوقسم نهاده اند: یکی نوری که هیچ ګونه ظلمت وتاریکی جشم با او نباشد. دوم نوری که به تاریکی جسم ممتزج تواندشد.نوراول به کلیات وحقایق مجرده را ازماده نمودن حاصل است ونمودن ایشان ازجزیئات مطلق خالی افتاده است. اما قسم دوم نور به ظلمت آمیخته شده وبه هرطرف پرتو انداخته، علم او به کلیات وجزئیات محیط تواند شد… (دبستان مذاهب چاپ تهران ۱۳۶۲ ص ۳۳۵ )

زه داشراق او اشراقیت په اړه نه اروپا ته ځم اونه هم لرغوني روم اویونان ته، یوازې دومره وایم چې د (ختیز) په ویي کې موږ څنګه کولای شو، ددغه لوی علمی اونړیوال مفهوم له پاره دمنښت فکراوتمایل پیداکړو؟ اوکه زما په وینه مو باورنه کیږي ، نوراځي یوځل دهمدغه ( روښانی ختیز ) په نړیوالو اوسیمه ییز ژبو باندې وژباړو، په فارسی ، اردو، هندی ، عربی ، ترکی ، دغوټولو ژبو (اشراق ) منلی، زموږ له پاره هم اړینه ده چې په دغه اړه بایدله یوڅه احتیاطه کارواخلو 🙁 شرق روشانیان  – فارسی ) ( روشانی یا روشانیه شرق – مشرق  – اردو وهندي )  ( روشانین (ز) ویست ـ انګریزي ) ددغه لوی نړیوال علمی – فلسفی  بحث له پاره دحیرانتیا اونه منلو وړ خبره او دکتاب له سرلیک اومحتوا سره په تمامه مانا مغایره او غیرعلمی ځان ښودنه ده، چې باید نه وای !

 ښاغلی کرګر په دغه اثرکې د روښان او روښاني معرفت پرپیژنه باندې دفلسفی اواروایي علومواونخبه ګانودنظریاتو په رڼاکې یولوی او اوږد علمی بحث را پیل کړی دی او ددغه علمي بحث پایله یوې مقابله یي څیړنې ته رسیږي، خبره داده چې نن سبا په لویدیزاوختیزکې په دغه برخه کې د علمي تیزسونو لمنه ډیره زر په پراخیدوده، زما په اند په دغه ځانګړې برخه کې دکرګرلیکنې اوڅیړنې زموږ له پاره دځانګړې یادونې وړدي، لویدیزوال تراوسه پورې په ټولو شرقی مفکرینوکې په مولانا پورې نښتې دي ، زه یومهال زموږ دیوه امریکایی افغان له میرمنې چې لویدیزواله یهوده ده او داسلامي  افغانی فرهنګ دمسځ کیدو په اړه لکه خاوند یې کارکوي  په ډیره بې شرمئ راته کړه چې : « دمولانا نظریه اوایدیا تررسالت پناه مهمه ده، زه غواړم پردغه کرښه دتصوف اوعرفان په اړه کاروکړم » ما یوازې دومره ورته وویل چې :« ته باید لومړی دا ثابته کړې چې مولانا د رسالت پناه او قرآن له اصولو په کومو برخوکې تیرې کړي؟ »

اوس له موږ سره لویه پوښتنه داده چې موږ نن سبا ولې په نړیوال ډګر کې ځان نه شو مطرح کولای، داځکه چې موږ ترهرڅه دمخه دځان پیژنې احساس له لاسه ورکړی دی، کرګر د روښاني معرفت په اړه نوې خبرې لرې، چې هغه دهمدغه احساس روزل دي، خوله بده مرغه چې موږ تراوسه خپل معرفتی احساس دجهالت په کڼوغوږو کې زمزمه کوو اونتیجې ته نه پرې رسیږو. فارسی ژبې ته مولانا ، سنایی ، عطار روح ورکړې ، همداسې دپښتوژبې ته دغه روح او احساس بیا په روښانیانوکې دی چې که څوک یې منې او یانه روښانیان اوروښانی معرفت نړیوالوعرفانی مطالعاتواوڅیړنو ته هغه دریڅه ده چې موږ له دغې لارې په نړیواله کچه په یوې نوې علمي اوعرفاني څیرې سره مطرح کیږو. کرګر په دغه برخه کې پرهمدغه واټ مخ په وړاندې تللی دی :« دکارل ګوستاویونګ دنظریاتو له مخې په سختواوکړکیچنو حالاتوکې چې حسمانی او روحاني ځواکونه مبارزې ته رابلل اود آګاهانه تفکرکولومهال اوموقع نه وي «حکیم یا پیر یا دبرخې خاوند» چې هماغه داخلاقو اوجسماني ځواکونومتمرکزه اوهدف لرونکې مفکوره ده  له نا خبرې شعور څخه سر را پورته کوي اوفرد لارښوونه کوي …له دې شننې نه پس غواړو دبایزید روښان دلومړي پړاو انفسي خبرتیا یادهغه خوب ته ځیرشو هغه وایې :ما په اربعین کې ( د۲چلې پرمهال ) یوه شپه خوب ولید اوپه هغه کې تللم ، ومې لیده چې یوسړی ناست و، هغه سړی وویل : له مانه ولی بینوا تیریږې ؟ بیا زه ودریدم هغه ته مې وویل چې ته څوک یې ؟  هغه وویل چې زه مهترخضر…» ( بایزید روښان اواشراقی معرفت  ۳۷ مخ )

        خوکرګر په دغه اړه خپلې څیړنې ته ددعه رواني اوسایکولوژیک اصل په اړه دوام ورکوي اولیکي چې : « سره له دې چې خوبونه یوډول قطعات دی ، په دې مانا چې مکمله اوبشپړه منظمه افسانه یا داستان نه لري، خودبایزید له دې خوب نه داسې بریښې چې دا په تمامه مانا خوب نه بلکی دخوب اوبیدارۍ ترمنځ یوحالت دی چې هغه په کې خپل مراد اومقصود ته رسیږيږ په همدې لړکې هغه دخپل لید اوباور له مخې باورونه یې پخیږي دشک او وسواس ریښې یې له ذهن اومغزنه لري کیږی اوفیضان ته رسیږي  بایزید وایي : «  ومی لیدل چې دهغه ښار خلک ډلې ډلې راځې اودهغه هوښیار مهترخضرپښې نیسې اووایې چې شکر الحمدالله چې دغوکسانوله مهترخضرسره ملاقات وکړ اوخلکو نه پريښوه چې زه ژر هغه کورته بوځم. بیا په یوه ځای کې هغه له خلکو سره کیناست اوپه هغه ښارکې یوه چینه وه ، دهغې چینې نوم حیات و. ومې لیده چې دوه پرښتې د وینځو په ډول له هغې چینې څخه دحیات اوبه راوړي اوهغه خلک چې له هغه سره ناست وو تږي وو. مهترخضرصلواه الله علیه هغه اوبه خلکوته ورکولې اوماته یې هم راکولې ، خوزما تنده ماته نه شوه. خلک ډیرزیات وو اوبه هم خلاصې شوې. ځینو ته ونه رسیدې …  ددغو دوو پرښتو چې اوبه وړلې دمخکنۍ پرښتې اوبه یې واخیستې اوزه یې دخلکو له منځه وغوښتلم جام یې په لاس کې نیولی اوماته یې راکړ. ما له دې امله ډیرې اوبه وڅښلې، کله چې مې دجام سرخلاص کړ ویې ویل : ما دومره اوبو ته اړه نه درلوده څرنګه چې په خپل لاس یې راکولې نودې باورلپاره مې وڅښلې چې موړشوم . نوبیا مهترخضرشکروویست ویې ویل : « الحمدالله رب العالمین» چې زما په لاس دحیات په اوبوموړشوې ، بیا له خوبه ویښ شوم اسویلی مې وکیښ ومې ویل کاشکي چې ویښ شوی نه وای… » ( بایزید روښان اواشراقی معرفت  ۴۱ مخ )

زه په دغه برخه کې دکرګردقت ستایم،ځکه ده دغې موضوع ته که څه هم دلویدیزوایدیالوګانواوعصري رواني څیړنو له لیده کتلی دي، خو باید ووایم چې په دغه خوب کې دخضرتصویرسره له دې چې په روښاني معرفت کې روښاني باوری بڼه لري، خو ترزیاتې اندازې یې ورته والی دویدانتیانو،بکتهیانواو مهدیانوله باورونواوایدیالونوسره هم شته. په هرډول اوس خبره داده چې په روښانی معرفت کې د بایزید روښان ونډه اوبرخه د دغه اثرپه بیلابیلو څپرکو اوبرخوکې په دقیقه توګه دمحسوساتو دځانګړتیاوو په پام کې نیولوسره تشریح شوې ده داځکه چې په عرفان کې محسوسات ترمعقولاتومهم اوپه لومړي قدم کې دپاملرنې وړوي، دمعقولاتوپه برخه دبیلابیلوعلوموله تړاواواغیزڅخه کاراخیستل کیدای شي، خو محسوسات بیا ځانګړې څیړنې اومطالعې ته اړتیا لري چې هغه داوسني رواني اوسایکولوژیکوعلومو په مرسته تریوې پایلي پورې رسولای شو.ګران کرګر د روښاپیژندنې او روښان څیړنې تحقق ته په خپل دغه ابتکارسره دغه نوي علمي لاره ور پرانیستې ده.

 (۳)

         ښاغلي کرګر دهمدغې تګلارې او میتودلوژۍ په رڼاکې په ادبي آثارو باندې دکره کتني په موخه هم مخ په وړاندې تللی دی، په دغه ترڅ کې یې د نامتوشاعر ملاعطایی دوخت ضرب هم تحلیل کړي دی،ملاعطایي، دافغانستان دویښوافکارواوایجادګریو دطغیان اومیلان مخکښ شاعردی چې له شاعرانه سرکښ طبعیت سره یې موږ ټول له ډیرپخواآشنا یو،عطایی ملا د ډول اوسرڼي شاعر نه دی ، مداح نه دي،مقلد نه دي لکه چې دمخه مویاده کړه دمحسوساتو پرطغیاني نیلي دمعقولاتو په توده اولانجمنه مادي اوحرصي نړۍ کې ځان دشعرمعراج ته رسوي، کرګردی دبیاځلي یا دویمې موندنې په مقدمه کې مومې او محسوسوي یې، اوترهرڅه دمخه دخپلو لویوستونزو ترڅنګ داهم ورته وایي :« له مانه ډیرشعرونه ورک اویاچا غلاکړل.»  (دوخت ضرب که دژوند کرب  ۱۶مخ )

 زه دپښتومعاصرادب اوکره کتنې مدرس یم ، یومهال مې له لوي عطایی صاحب څخه پوښتنه وکړه چې دده په باره کې یوڅه راته ووایي، هغه زما له پوښتنې سره سمه راته کړه چې :که غواړي دهغه په باره له ما معلومات واخلې نوبالا زما ځواب دادی چې هغه نورزموږ سره په دغه دنیا کې ژوند نه کوي اونه زه دهغه ددې نوې دنیا په باره کې څه ویلای شم،هغه اوس په بله کې دی؟ستا یې خوښه که پسې ورسیدې ماته دې خپل رازووایه… » زه دخپل خواخوږي مشرارواښادعطایي صاحب هم هغې خبرې تراوسه هم نیولی یم، چې ګواکي دعطایی ملادنیا زموږ له هغې سره توپیرلري، هغه چې څه محسوسوي کیدای شي زموږ په ساینټفیکومعقولاتوکې په آساني سره تعبیرنه شي، په دغه اړه کرګر بیا خپله هڅه کړې، ځکه یې دغه لوی شاعرعطایي ملا دخپل کلام ترټولنیزو، ښکلاییزو ځانګړنو ورهخوا په یوه نوي احساس کې زموږ په وړاندې په یوه نوي تحلیل کې را سپړلی دی :« موږکه عطایي ملادیوې شیبې له پاره لومړنی بشرفرض کړوچې له خپل ګران اوپلرني ټاټوبي لرې شوی دی، نوهم دې اندیښنوهغه هم عرفان اواشراق ته وربرابرکړی اویاهم یي دغه یاس اوحرمان اوقلندري دنیا لري. خودخپلو کوڅواومالتوشورماشورنه هیروي اوکه لږ نورهم زیات ځیرشونوپوهیدای شوچې دشاعردفکرونواوخیالونوسیلاب له هم دې درو اوورشوګانوجاري کیږي اوپه کنډوکمرو اوملکونو لاره کوي اودفکرونویولوی سمندرته غیږ ورکوي :

دمینوشوکال آبادشو، دشرابو ارزاني ده

عقل بند پربند ماتیږي ، دبدمست جنون خاني ده

توبې مړه لوردې پیداسه، زهده ! غبرګ ځامن دې ومره

هلته وارد پیالې تیرسو دلته پاته لا ځواني ده

په دوزخ دبیلتانه کې ماستا رنګ ساتی په زړه کې

ګله! وینه دي ترخه سوه د زقومو آبیاري ده

کله مست موج دخندا سی کله غم په غم زنګیږي

دحالاتوجبرنه دی د ژوندخټه شرابي ده

توره شپه د بیلتانه ده توردمینې توره تبه

ستا دسترګودیاد بزم دتورانو مهماني ده

مقدس جنونه پام کړه ،لاس دې ساته له ګریوانه

مینه پټه په پرده کي ، درنه پیغله سارایي ده

دآدم دګناه بیه دفردوس دباغ ګلونه

ملایانو ځان خبرکړئ دا خبره کتابي ده       ( دوخت ضرب که دژوند کرب  ۵۹ مخ )

په هرصورت ، زه ددغه شعرترلیکووروسته په دې فکرکې شوم چې دملادغه شعرخویوشمیرداسې نومونه اوانځورونه لکه:جنون، بدمست، شرابي،موج، ملا،آدم، فردوس ، جبر، عقل ، مینوش، توبه ، دریاب ، پیمانه اونورلري چې ما دیوشمیرشاعرانوچې ترملاراوروسته شاعران شوي په کټ مټ وزن ، شوراوشرنګ سره لوستي دي … خو اجریي له زیاتو راسپړنوپرته ګران عطایي ملاته غواړم …

     دملا دوخت ضرب نورډیراړخونه لري، چې دهغوتحلیل دهمدغه اثرپه ترڅ کې په هراړخیزه توګه شوی دي، خو زه فکرکوم چې دملاستونزه په دریواړخوکې لکه چې کرګرهم اشاره ورته کړې برالاشوې، ملا اوټولنه،ملا اودهغه محسوسات اوپه پای کې ملا اودهغه دکلام غل ؟ په دغه اثرکې، ملااوټولنه،ملااودهغه باورونه په علمی میتودلوژۍ سره تحلیل شوي اویوه عمومي پایله هم ترې راوتلې ده، خودملاد دریم اړخ خبره چې هغه دده دکلام غله یا غل دی نه ده په ډاګه شوې، زه فکرکوم چې دګران ملا دشعردغلا مساله هم باید دیوې ادعا په توګه کره کتونکي، په تیره هغوی چې په دغه برخه کې کارکوي را وسپړي، چې ډیره ګرانه خبره نه ده اوغل یي هم په خپله ټوله سپین سترګې سره دشعرکره کتونکي  په ډیره اسانۍ سره پیژندلای شي ، زه پردې باوري یم چې ملا رښتیاوایي ، دهغه ډیرشعرونه غلاشوي اوشته ښاغلي چې دملا له برکته یې ځان دشعرمعراج ته رسولی دی… خوملاسبک لري اوملا په دغه سبک کې له لومړنیو دریوڅخه دي چې هغه( لایق، فاراني  اوسهیک عطایي یا خپله ملا) دي. دوی زموږپه اوسني معاصرنوي شعرکې خپل ځانګړی ځای له ډیرپخوا لري، ما په ویکپیدیا کې دمحترم عطایي یوپخواني غزل ولید رانقل مې کړ په ګډه ولولوچې وایي :

غزل

ساقي واخله پیاله واخله، نور دي خوم رانذرانه کړه

زما تنده د عمرونو، یو دریـــاب را پیـــمانه کړه

د مـــــکار زاهــــد پر قبر، بدمستان سره ټول سوي

انتـــقام له ژونده اخلي، هدیره یــــــې میخانه کړه

د گمراه عقل ځنځیر مي، د گلرخ په پښو کي توی کړ

د پایزېب له هــــره شرنگه، جوړه مسته ترانه کړه

د خزان زخــــــمي بلبله، پســـــــرلی دي مبارک سه

د سرو گلـــــــو په بسترکي، هېره تېره افسانه کړه

بیا بې گورو چــــــي شیخ څنگه، لنډوي د جنت لاره

ستا مستي یې په سر بار کړه، زما جنون یې زولانه کړه

چـــې فتــوا د ملایانو، بیا ســــزا نه کړي واجبه

د قـــــضا د مسند مهر، د مینـــوشــو حواله کړه
د ۱۹۷۹ ز کال مارچ، کابل

آیا موږ ددغه ښکلي شعر ډیره بده اوناشولته مسخه شوې بڼه هره ورځ نه اورو … ساقي … ؟؟؟

لنډیز : زه ددغوویلیواوناویلیوپه پایله کې ګران کرګرصاحب ته په دغه لاره کې دلاعلمي بریو هیله کوم ، روښانیان د افغاني ـ پښتني علمي اوساینټفیک هویت څرګندوی اوبولندوی ستوري دي ، دوی دلمرڅرک او رڼايۍ استازي دي، د دوی په باره کې ژورو عرفاني څیړنو ته اړتیاده چې له بده مرغه له کرګره پرته دغه لوی مسوولیت ته لږو کسانو اوږې ورکړې دي، او تراوسه په دغه برخه کې موږ په آزاد فکراوآزادې روحیې سره نه کارکړی ، نه مو پیژندلي اونه مو نورو ته ورپیژندلي دي، زه باورلرم چې که موږ دا کار ترسره نه کړ، نو لرې نه ده چې نړیوال پوهان اودعلم لیوال به په دغه اباسین کې د ژوند ، ژواک، تفاهم او انسانیت هغه مرغلرې ومومې ،هغه چې  بشري روښانه شعوربه دخپلې راتلونکې په ترڅ کې دتورتم اوبربریت په وړاندې هغو ته هم اړتیا لري او هم به وړتیا وربښي اوموږ به هم کرګرته دعاوې کوو اودعرفی په ژبه به ورته وایوچې:

کفر ودین را ببرازیاد که این فتنه ګران

دربد آموزي ما مصلحت اندیش همند

 

اځځونه :

 (۱)   کرگر، محمد اکبر،  په حالنامه کې د روشان عرفانی فلسفی څیره ، دعلومو اکاډیمی ، کابل ، ۱۹۹۱ ،

(۲) کرګر، محمد اکبر،  میرزاخان انصاری فلسفي ، عرفاني نړۍ لید،  ، دعلومو اکاډیمی ، کابل   ۲۰۱۷ .

(۳) کرګر ، محمد اکبر،  دبایزید روشان اشراقی معرفت،   دعلومو اکاډیمی ، کابل   ۱۳۹۸ .

(۴)  کرګر ، محمد اکبر ،  د وخت ضرت که دژوند کرب ،  پشتانه مترقی لیکوال  کویته ۲۰۱۹  .

(۵) کیخسرو،  دبستان مذاهب ، (۱) ټوک ،  تهران   ۱۳۶۲  

(۶)  حسین الحق ،  تفهیم تصوف ، په اردو ژبه ، روشان پرنټرس  دهلی   ۲۰۱۵ .

(۷ )  کرمانی ، سید محمد بن مبارک، سیرالاولیا، په اردو ژبه، ادبی دنیا ، دهلی  ۱۹۹۹

(۸ )  الهدیه، ابن شیخ عبدالرحیم، سیرالاقطاب ، تذکره خواجګان چشت، اردو ژبه ژباړه، دهلی ۲۰۰۴ .

( ۹ ) رشید، عبدالخالق، دپښتو ژبې یولړعرفاني  سرچینې ، نا چا پ ،

 (10)   ( https://ganjoor.net/sanaee/divans/ghazal-sanaee/sh32/)

  

 یادونه :

د کابل مجلې له ادارې څخه منندوی یم چې دغه مقاله یې دسږکال په څلورمه ګڼه کې خپره کړې ده ‎.

2 COMMENTS

  1. په دې مقاله کې لیکوال کوښښ کړی چې استاد مجروح کم اهمیته کړي. خو تاریخي حقیقت دا دی چې مجروح د خلقیانو د لاسه وتښتید. لوی فیلسوف استاد شجاعي او دغه راز استاد خان اباد شهیدان شول.
    په تاریخ کې دا کاملا څرګنده ده چې د خلق د جنایاتو د لاسه پښتو ژبې لوی استادان د لاسه ورکړل.
    په دې سپینه ږیره او مسافرۍ کې به مې ترخې خاطرې نه وی یادې کړې که چیرته خالق رشید د لوی مجروح د کم اهمیته کولو کوښښ نه وی کړی.

  2. شاه غاسي صاحب
    زه فکر کوم داعلمي بحث دخلقیانواو پرچمیانو له کړو سره هیڅ رابطه نه لري.کله چې څوک دیو چالکه دمجروح دشاګرد اجر یې خامخا دهغه دی. دشهید مجروح یو څو لکچرو ته زه هم ناست وم.خاطر دې جمع لره مطلب هسې نه دی.
    ستاسې دروغتیا په هیله

    کشر ورور دې رشید

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب