دوشنبه, فبروري 17, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه بلخ ولایت کې په ۲۰۰ میلیون ډالره پانګونه د سمینټو فابریکه...

په بلخ ولایت کې په ۲۰۰ میلیون ډالره پانګونه د سمینټو فابریکه جوړیږي

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۷ مه) د بلخ ولایت ځایي چارواکو پرون وویل چې دوه افغان او چینایي شرکتونه په دې ولایت کې د ۲۰۰ میلیون ډالرو په لګښت د سیمټ یوه فابریکه جوړوي.

د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس د باختر اژانس خبریال ته ویلي چې دغه شرکتونه د سیمټ د فابریکې په جوړولو کې پانګونه کوي، چې د دې پروژې ارزښت ۲۰۰ میلیون ډالره دی.

هغه زیاته کړه چې دا فابریکه به په ۳۰۰ جریبه ځمکه کې جوړه شي او په کال کې به د یو میلیون ټنه سیمټ د تولید ظرفیت ولري.

د دې پروژې په بشپړیدو سره به د افغانستان، په ځانګړي ډول د شمالي ولایتونو، د سیمټ اړتیاوې پوره شي او همدارنګه به ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

یاده دې وي چې د دې فابریکې جوړیدل به له ګاونډیو هیوادونو څخه د سیمټ واردات کم کړي او د افغانستان لپاره به د سمینټو په برخه کې د ځان بسیاینې لور یو مهم ګام وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

یو شپون او یو پښتون ملا، ورسره یو څو یاران!|دوکتور لعل پاچا ازمون

له ناچاپ کتابه ما څه ګناه کړې؟ ژوند لوی پنډه را ته پر سر ایښی دی، زه یوازې او سپېره مړي کارونه دومره زیات دي چې...