تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۷ مه) د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واک لېږد ټیم راپور ورکړی چې د هغو پخوانیو او اوسنیو جګپوړو امریکايي پوځي افسرانو لست ترتیبوي چې له افغانستان څخه د بې ترتیبه وتلو کې یې ستقیمه برخه لرله، تر څو وڅیړي چې ایا دوی په پوځي محکمه کې محاکمه کېدای شي او که نه.
این بي سي نیوز تلویزیوني چاینل د یکشنبې د ورځې راپور له مخې، د ټرمپ ټیم په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د وتلو د څېړنې لپاره د یوه کمېسیون پر جوړولو غور کوي.
دغه هڅه به په هغو کسانو تمرکز وکړي چې د پرېکړو د غوره کولو په بهیر کې مستقیم دخیل وو. دا ټیم به د تخلیې د عملي کولو څرنګوالی وڅېړي، او دا به معلومه کړي چې ایا د پوځ مشران د خیانت په شمول له کومو تورونو سره مخامخ کېږي. د راپور له مخې، دا معلومات له یوه امریکايي چارواکي او له یوې بلې سرچینې، چې له موضوع خبره وه، ترلاسه شوي دي.
د پلان له جریانه خبرې سرچینېNBC نیوز ته ویلي: “دوی دا موضوع ډېره جدي نیولې ده.” دغه کس زیاته کړې چې مت فلین، چې پحوا د مخدره توکو ضد او نړیوالو ګواښونو لپاره د دفاع وزارت مرستیال و، د دې هڅې مشري کوي.
په افغانستان کې د امریکا حضور چې د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې پیل شوی و، په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره پای ته ورسېد.
په کانګریس کې د جمهوریپالو قانون جوړوونکو د بایډن حکومت د “ناکامې” تخلیې او د کابل په هوايي ډګر کې د رامنځته شوې ګډوډۍ په خاطر ملامت بللی دی.