جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدودهمزه (ء) په پښتو کې | عصمت الله شينواری

همزه (ء) په پښتو کې | عصمت الله شينواری

دا خبره له موږ ډېره وړاندې هم شوې، چې زموږ د ژبې د غږونو لپاره زموږ اوسنی عربي ليکدود نیمګړی دی. موږ د (لور) یوه کلمه په درې ماناوو اخلو، لور lur (ښځينه اولاد)، لور lor (د رېبلو اله) او لور lawər (پېرزوینه)؛ خو لیکو یې په همدا درې تورو. دا یې مشت نمونه یې خروار شو. موږ تر دې ډېرې نورې نيمګړتیاوې هم لرو. اوس چې خبره د همزه (ء) راغله؛ نو راځئ، لومړی په عربي ژبه کې همزه (ء) وپېژنو.

همزه (ء) د عربۍ ژبې يو مهم غږ او توری دی، چې عربان یې په ستوني کې د تم (Plosive) په ډول ادا کوي. د کلمې په سر کې د الف پر سر (أ) یا بېخ (إ) کې لیکل کېږي. د کلمې په منځ او پای کې د (ء، ئ، ؤ او أ) په ډول لیکل کېږي. د هرې بڼې لپاره بېلګه راوړل موضوع اوږدوي؛ خو یوه بېلګه به یې په نړیواله فونيټېکه الفبې درته ولیکم. بېلګه؛ د عربۍ د (ماء) کلمه، چې په پښتو کې د اوبو په مانا ده په نړیواله فونيټېکه الفبې داسې (mɑʔ) لیکل کېږي.

په عربۍ ژبه کې د همزې (ء) په اړه مو لږ څه ولوستل، اوس راځئ ولولو، چې دا غږ په فونيټېکس کې له ځان سره کومې خبرې لري. د همزه (ء) غږ چې په عربۍ کې د (ء) په سمبول ښوول کېږي، یو خوله ییز بېواک (Consonant) غږ دی، چې په نړیواله فونيټېکه الفبې کې له دې غږ [ʔ] څخه عبارت دی، چې په دې سمبول /ʔ/ ښوول کېږي. دا غږ د مخرج (Place of Articulation) له پلوه یو ستونیز (Glottal) غږ دی، یانې دا غږ په ستوني کې ادا کېږي. دا غږ د ادا کولو د ډول (Manner of Articulation) له پلوه بشپړ تم (Plosive) غږ دی، مانا دا چې د دې غږ د ادا پر وخت د هوا جریان په بشپړ ډول بندېږي او بیا د چاودنې په ډول ازادېږي. د غږيز وصف له پلوه ناغږن غږ دی او د ادا کولو پر وخت یې د حنجرې پردې په اهتزاز نه راځي. د هوا جریان د مېخانيکيت له پلوه دا غږ ساهوايي (Pulmonic) غږ دی او د ادا کولو لپاره یې هوا له سږو څخه اخيستل کېږي.

د همزې (ء) اړوند مو له عربي پېژند وروسته د فونيټېکس له پلوه د دې غږ ځانګړنې هم وپېژندې. راځئ چې اوس وګورو دا غږ په پښتو کې شته؟ ایا دا (ء) سمبول په پښتو کې کارېږي؟

مخکې له دې چې په پښتو ژبه کې د دې غږ پر شتون او نشتون خبرې وکړم، اړینه ده، چې په پښتو ژبه کې د همزې (ء) سمبول پر شتون وغږېږم. ما د پښتو ژبپوهانو کتابونه ولټول؛ خو زما د موضوع اړوند په کې داسې په ډاک څه نه وو، چې ووایم؛ پلانکي ليکوال په پلانکي کتاب کې داسې ویلي دي. دا چې د پښتو ژبې اوسنی لیکدود خپل نه دی؛ نو که له یوې خوا ستونزې لري، له بله اړخه پښتانه ليکوالان ورته په يوه ټغر ناست نه دي. په دې شته ليکدود کې هم نورې بڼې راوتلي؛ څوک یو ډول ليکدود کاروي او څوک یې بل ډول. څوک له همزې (ء) وچ منکر دي او څوک پرې کلک میین. دا خبرې به رانه ډېرې شي. په پښتو ژبه کې هغه توري، چې (ء) پرې ليکل کېږي دا دي: ځ، ؤ، ئ، ـهٔ

ځيرنه: کله چې په کومه کلمه کې دا (ء) سمبول او دا (أ) سمبول راشي؛ نو پوی شئ، چې دا کلمه نږه عربي ده. لکه؛ تأثیر، تأخير، ماشاءالله، ان شاءالله او …

لومړی (ځ):

د (ځ) غږ یو تم موښلی غږ دی، چې په نړیواله فونيټېکه الفبې کې د دې غږ [dz] څخه عبارت دی. پير ورښان په خپل کتاب خیرالبیان کې دې غږ ته داسې ګرافیم کارولی، چې د دال (د) توري په خوله کې یې یو ټکی ايښی. خوشحال خان خټک دې غږ ته داسې ګرافیم کارولی، چې د جيم (ج) توري دننه یې د ټکي د پاسه (ء) ليکلی دی. د (ځ) اوسنی توری، چې په ټولو پښتنو کې خپور شوی دی د وزير محمد ګل خان مومند ايجاد دی. وزير محمد ګل خان مومند د حې (ح) توري د پاسه د (ء) له ليکلو وروسته د (ځ) توری د ځې غږ لپاره وکاروه، چې اوس یې کارونه په ټولو پښتنو کې عامه ده او موږ ترې مخ نشو ګرځولی.

دویېم (ؤ):

ځينې پښتانه پوهان وایي؛ په پښتو کې واو په درې ډوله دی. دا خبره ما ته ناسمه ښکاري. موږ درې ډوله واو نه لرو، بلکې موږ درې غږونو ته یوازې همدا یو د واو ګرافیم کاروو. موږ درې غږونو ته همدا یو واو کاروو، چې دوه غږونه یې خپلواک (o/u) او یو غږ یې بېواک (w) دی. ځينې پښتانه همدې بېواک غږ ته هغه واو کاروي، چې (ء) یې پر سر دی، لکه: تؤده، چاؤدنه او …

ما چې د ليکدود اړوند کتابونه او مقالې ولوستل؛ نو د دې (ؤ) په اړه مې په کې څه ونه موندل. پوهاند مجاور احمد زیار، پوهاند محمد صابر خېشکی، څېړنوال عبدالحکيم هلالي، پوهندوی نور احمد شاکر، پوهندویه ډاکټره زرغونه رښتين زېور او نورو پښتو ژبپوهانو په کتابونو کې مې هم ونه ليدل، چې دوی دې چرته هم (ؤ) کارولی وي.

ما ته هم د (ؤ) لیکل سم نه ښکاري، ځکه که موږ وایو، چې دا د همزې (ء) سورول موږ له هغه نورو غږونو څخه د توپيرولو لپاره کوو؛ نو هغه دوه غږونه (چې هغه د ځينو په اصطلاح) لنډ واو (لکه لور lur) او اوږد واو (لکه لور lor) به څنګه توپيروو؟ که خبره غږ ته لاړه شي؛ نو په عربۍ کې (ء) یو ستونيز تم غږ دی. دلته د واو پر سر لیکل یې له خپل هغه صفت سره چې په عربۍ کې یې لري هم صدق نه کوي. د بېلګې په ډول؛ که موږ د کنډو (kanɖaw) پر ځای کنډؤ وليکو او بیا دلته د همزه (ء) غږ هم وایو نو فونيټېکس یې داسې (kanɖawʔ) دی؛ خو دا خبره رڼه ده، چې پښتانه یې داسې نه وايي. نو زما له انده بې له همزې د واو ليکل سم دي.

درېیم (ئ):

په پښتو ژبه کې دا (ئ) ګرافیم د دې (ۍ) ګرافیم سره توپير لري؛ خو غږونه یې يک یو شان دي. په نړیواله فونيټېکي الفبې کې دواړو ګرافیمونو (ئ/ۍ) ته /əi/ سمبول کارېږي. دا غږ یو ډېفتانګ دی، چې دوه خپلواک غږونه څنګ پر څنګ راغلي دي او یوه څپه یې جوړه کړې ده؛ خو پښتانه ژبپوهان وايي، چې (ۍ) له فعل پرته د نومیزې ډلې په ټولو ډولونو کې راځي، لکه؛ ډولۍ، ځولۍ، بلۍ، ښادۍ، ناروغۍ، چټکۍ… او (ئ) یوازې په فعلونو کې رادرومي، لکه؛ راځئ، مه کښېنئ، یئ، یاستئ، خورئ، ګنډئ، لولئ…. ما د (ئ) ګرافیم اړوند هم داسې مالومات ونه موندل، چې ی د پاسه (ء) چا او ولې لیکلی دی. یو غږ یو ګرافیم لري؛ خو موږ په خپل ليکدود کې دې [əi] یوه غږ لپاره دوه ګرافیمه (ۍ/ئ) لرو. که یې څوک دا دليل راوړي، چې په دې (ۍ/ئ) نوميزې او د فعل ډلې توپيرېږي؛ نو بیا دا نوم (شپه) له دې فعل (راځه) سره څنګه توپيروې؟ دا خو دواړه په یو ډول غږ او ګرافیم ختمېږي، شپه نوم او راځه فعل دی؛ خو موږ ونه ليدل، د ډولۍ او راځئ غوندې توپير شي. زه دا نه وایم، چې پر دې (ی) همزه (ء) دی، زه یې نه ليکم یا پر دې (ی) لکۍ ده، زه یې نه ليکم. هره یوه چې وي؛ خو چې د یوه غږ لپاره یو ګرافیم وي؛ نو د ليکدود دا نيمګړتیا خو به ختمه شي.

څلورم (ـهٔ):

زیاتره پښتانه ژبپوهان او ليکوالان یې یوازې په (ـه) ليکي؛ خو ډېر لږ شمېر یې (ـهٔ) ليکي. دا یو مرکزي خپلواک غږ دی، چې دوديز په زوره کي مشهور دی. په نړیواله فونيټېکي الفبې کې د دې [ə] غږ څخه عبارت دی او په دې /ə/ سمبول ښوول کېږي. د (ؤ) په څېر مې د (ـهٔ) اړوند هم داسې څه پیدا نه کړل، چې لومړی چا او څه ته کارولې ده. همدا ډول مې د ډېرو ژبپوهانو کتابونه هم ولټول؛ نه یې د کتابونو متن کې دا (ـهٔ) ګرافیم کارولی و او نه یې د دې په اړه څه ویلي و.

که څوک بیا وایي، چې موږ پر دې (ـهٔ) ګرافیم دا [ə] غږ د دې [a] غږ سره توپيروو؛ نو د (نر-nər) کلمه کې هم دا غږ شته؛ دلته یې له چا سره مه توپیروه، دلته یې یوازې راوښایه. که څوک همزه (ء) د ـه پر سر د دې لپاره ليکي، چې دلته د همزه (ء) غږ هغه ځانګړتیاوې لري، کومې چې په عربۍ کې لري؛ نو دا خبره سمه نه ده، ځکه پښتانه هېڅکله هم د هغې کلمې وروسته چې په زوره کي ختمه وي، خپله ساه نه ودروي. بېلګه: زړه په نړیواله فونيټېکه الفبې داسې /zɻə/ ليکل کېږي. که موږ یې زړهٔ وليکو؛ نو فونيټېکي ليکنه یې /zɻəʔ/ داسې راځي، چې هېڅ یو پښتون یې په دې ډول نه وايي. ما په لومړي سر کې وویل، چې زموږ ليکدود ستونزې او نيمګړتیاوې لري؛ خو اوس باید د اسانۍ پر لورې ګامونه واخلو.

ما ته دا (ـهٔ) ګرافیم هم سم نه ښکاري او د دې پر ځای که یوازې (ـه) وليکو، نو ښه او غوره ده.

عربۍ کې همزه (ء) ته ورته غږ موږ په پښتو کې هم لرو؛ خو موږ یې دلته په الف او ع ليکو. دا بېل بحث دی، چې د هرې ژبې هره کلمه په یوه بېواک غږ پیلېږي، د خپلواک غږ په مرسته څپې جوړېږي. په پښتو ژبه کې ټولې هغه کلمې، چې په الف او ع پیل وي، په اصل کې موږ یې په یوه ستونيز تم غږ ادا کوو، چې په عربۍ کې همدا د همزه (ء) غږ دی او په نړیواله فونيټېکه الفبې کې دا [ʔ] غږ دی. بېلګه؛ اوږد /ʔuʝd/، عمر /ʔumər/

په پای کې وایم، چې د ځ له توري، چې اوس منل شوی دی د همزې لرې کول په ليکدود کې ګډوډي رامنځته کوي. په همدې ډول ئ نشتون هم څه نا څه ګډوډي رامنځته کولی شي، ځکه چې دا سمبول هم اوس په پراخه توګه کارېږي؛ خو ؤ او ـهٔ، چې تر اوسه کوم ژبپوه منلي څه چې چرته یې کارولي هم نه دي په پښتو ليکدود کې ځایول ستونزې جوړوي. ما مخکې هم وویل، چې که دا کار د یوې ستونزې حل کېدی شي؛ نو موږ لس نورې ستونزې لرو؛ د هغو حل به څنګه راباسو. دا به ښه وي، چې هماغه دود شوی ليکدود وکاروو. زموږ اصلي تمرکز (Focus) خو پر غږونو دی او غږونه مو خپل دي.

اخځونه

  1. زیار، مجاور احمد. پښتو پښویه. دانش خپرندویه ټولنه. ۱۳۸۴ل.ل
  2. خېشکی، محمد صابر. پښتو غږپوهنه او وييپوهنه. مومند خپرندویه ټولنه. ۱۳۹۵ل.ل
  3. هلالي، عبدالحکيم. د پښتو ژبې د فونيميکې الفبې لارښود. پښتو ټولنه. ۱۳۵۵ل.ل
  4. شاکر، نور احمد. ژبنۍ څېړنې. ۱۳۵۰ل.ل
  5. عصمت، حنان. عربي ژبه. کابل پوهنتون. ۱۳۹۴ل.ل
  6. سادات، نورالحیا. د نړیوالې فونيټېکي الفبې په مرسته د پښتو ژبې د غږيزو ځانګړنو څېړنه (ماسټرۍ تيزس). ۱۳۹۰ل.ل
  7. د خیرالبیان ليکدود، پوهاند عبدالشکور رشاد مقاله.

1 COMMENT

  1. د ښاغلو لوستونکو د معلوماتو له پاره باید ددې لیکني په یوه برخه کي داخبره زیاته سي چي د (ځ) دا اوسنۍ بڼه د وزیر محمد گل خان ایجاد نه دئ بلکي ما (هوتک) ئې پخپل اثر (پوخ کاڼي) کي د وزیر محمدخان تر زېږېدو شل کاله وړاندي چاپي ثبوت وړاندي کړی دئ. په خطي آثارو کي ددغه شکل قدامت ډېر لرغونی دئ.د وزیر محمد گل خان له خوا د ایجاد خبره علامه رشاد د کابل چاپ خیرالبیان په سریزه کي کړې ده خو څو کاله وروسته ئې په ( وفا) جریده دریم کال ۴۰ مه گڼه ۴ مخ کي پخپل قلم تېروتنه بللې او سمه کړې ئې ده. ځوانانو لیکوالو ته په کار دي چي ددغي تېروتني له تکراره ډډه وکړي، ځکه ځیني متعصبي کړۍ له دغه حکم څخه د پښتو ژبي د څینو مهمو آثارو پر ضد ناوړه استفاده کوي .ـ
    م . هوتک

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب