شنبه, جولای 27, 2024
Home+کولتوري ژبپوهنه | دوکتور لعل پاچا ازمون

کولتوري ژبپوهنه | دوکتور لعل پاچا ازمون

دویمه برخه

پایله
د تهذیب او تمدن پایله دا راوځي چې: د وګړو په خوی، عاداتو، ذهني او نفسي تجربو کې رنګین اړخونه ځایول یا هغه رنګینول او تربیه کول تهذیب دی، وګړي هڅه کوي چې ټولنه له نورو ټولنو سره د خپلو ذهني او نفسي تجربو له لارې په یوه نوې بڼه باندې وړاندې کړي، لږ څه یې ورنګوي، دغه رنګول او ګوتې پکې وهل تهذیب دی.

په لومړي سر کې ټول ځنګلونه او ونې په خپل سرباندې پاتې وو او همداسې لوېدل او ببرېدل، د انسان د تفکر لاس نه و ور غځېدلی، په فولکلوري بڼه باندې وو. دغه بڼه چې ثابته پاتې وه او ورو ورو د انسان د تفکر په لاس ښایسته شوه، نو دا مهذبه شوه او همدغه مهذب والي په ټولنه کې تهذیب رامنځته کړ، په تهذیب کې د انسان د تفکر لاس دی، تهذیب یا مهذبول د یوې ټولنې فکري وده ده. فکري ودې انسان ورو ورو له بدوي ژونده مدنیت ته را وایست. مدنیت ته داخلېدل د یوې ټولنې تمدن ښیي.

تمدن ورو ورو خپل اوج ته رسي او هغه سیولایزېشن یا ښاري کېدل دي، خو ددې ټولو خبره او اصل دادی چې ټولنې خپل تفکر له لومړني ژونده راواخیست، دا مزل یې راپیل کړ او تر ښاري ژونده یې ځان راورساوه، نو دلته د ټولنې د وګړو د ذهن پر پرده هغه لومړنی ژوند، رنګونه او غږونه چې له طبعیت او چاپېریاله یې راخیستي وو؛ هغه په نویو تجربو بدل شول، دغو نویو تجربو چې کله خپله بڼه راوښوده، په دې کې د زړو تجربو رنګونو او غږونو اغېز څرګند شو، نو ددغه اغېز سپړنې او ښودانې لپاره کولتور دی، کولتور د انسان د لومړني ذهنيت او پوهې له مخې رامنځته او بیا همداسې مدني ژوند ته داخلې شوې تجربې دي. دغه تجربې په ټوله کې د یوه قام او ملت پېژندنه ده.

کولتور بیا د خلکو تر منځ د نژدې کولو یو متحد سیستم دی چې د ټولنې وګړي یو له بله سره نژدې کوي.

۲: کولتوري ژبپوهنه
اوس چې د کولتور پر مفهوم او په کولتور کې شاملو توکیو باندې څه ناڅه وپوهېدو، غواړو چې په کولتوري لحاظ د ژبې په ارزښت پوه شوو، د ژبې کولتوري ارزښت را ته کولتوري ژبپوهنه بیانوي.

نو: کولتوري ژبپوهنه هغه پوهنه ده چې: په یوې وینا او متن کې ټول هغه توکي شني او را ښيي یې چې د یوه ولس، خېل، قام، قبیلې او ملت له ځانګړې پوهې، هنري او فني تجربې او ذهنیته رامنځته شوي وي او د دوی تفکر، احساس، عاطفه، تخیل، انګېرنې او… وړاندې کوي.

کولتوري ژبپوهنه په ټوله کې د کولتور پېژندنې مفاهیم او بېلابېل ژبني انځورونه را پېژني، د هغو مفاهیمو او انځورونو په باب را ته غږېږي چې هغه د خلکو ذهنیت، تجربې، دود، خوی، سلوک، اخلاق او… راښيي.

په کولتوري ژبپوهنه کې ژبه د وسیلې او فرهنګ ارزښت لري چې دلته یې څرګندوو:

۲ ـ ۱: ژبه
د ژبې په باب ژبپوهان ټوله په یوه خوله دي چې: ژبه د پوهولو را پوهولو وسیله ده، یا د انسانانو ترمنځ د اړیکو، چارو ترسره کولو، تجربې او فکري تبادلې یوه وسیله او ټولیز سیستم دی.

په دې تعریف کې خبره له یوازې پوهولو را پوهولو نه لوی چاپیریال ته ورګډېږي، ژبه د خلکو کړه وړه، هنري او فني تجربې، ذکاوت او پوهه راښيي، دغه ښودانه په یوه فرهنګ یا کولتور اوړي.

د ژبې فني، هنري او جوړښتی مطالعه یا نظام ژبپوهنه بیانوي. ژبپوهنه هغه پوهه ده چې په ټوله کې د ژبې جوړښت، سکښت او د وینا د وړاندې کولو نظام راښيي.

ژبه یعنې څه!؟ د ژبې یو عام مفهوم دادی چې د خبرو کولو یا پوهولو را پوهولو(افهام و تفهیم) وسیله ده، ددغه تعریف تر شا خبرې پرتې دي او هغه څه شی دی!؟ کومې خبرې!؟ څنګه پوهول را پوهول( افهام و تفهیم)!؟ څرنګه پوهول را پوهول!؟ ولې پوهول را پوهول!؟ … دا او دې ته ورته ګڼې پوښتنې د وګړو په ذهن کې ګرځي، کولتوري ژبپوهنه ددغو پوښتنو ځواب ته د تېر ژوند پاڼې راسپړي، ګوري چې ژبه څنګه پیدا شوه!؟ څنګه او څرنګه تر دغه ځایه راورسېده!؟ دا د انسان ذهني ارتقایي بهیر ښیي.

په لومړیو کې چې کله د انسان خټه له خاورې او اوبو څخه جوړه شوه، د الله تعالی په حکم روح ورپو شو، روح د انسان تر کالبوته وړاندې موجود و، دا یوازې د انسان نه، د طبعیت ټولو توکو ته روح ور پو شوی دی.

د انسان او دطبعیت د توکو تر منځ رابطه ژوند دی، ژوند په کالبوت کې روح دی، دغه روح د طبعیت د ټولو توکو او د رنګونو د غږونو په شور کې نغښتی دی، نو کله چې په طبعیت کې دغه خواره واره غږونه رایوځای کېږي، منسجمېږي، له ده نه ژبه رامنځته کېږي. ژبه د وګړیو او کایناتو تر منځ د تړون یوه وسیله ګرځي. دغه وسیله د ژوند د یو لوی ارزښت په توګه منل کېږي.

د ټولنې وګړي پر دغه او یو شمېر نورو ارزښتونو یو له بله سره پالي، دغه ټول ارزښتونه وګړي په یوه ټغز راټولوي، پر یوه چرګۍ او یو نغري یې کښېنوي، دوی یو بل سره پالي، دا د دوی ټولنیز ژوند او شخصیت څرګندوي، همدغه ټولنیز ژوند او شخصیت دوی ته شعور ورکوي او پالي یې! همدغه پالنه او روزنه ورو ورو په کولتور بدلېږي، نو د طبعیت او د انسان د ذهني تجربې تر منځ اړیکه داده چې د انسان بېلابېل پنځه ظاهري او شپږ باطني حسونه د بېلابېلو توکو د رنګونو له غږونو تغذیه کېږي. دی د ادراک په واسطه ټول توکي راټولوي، حافظې ته یې سپاري. کله چې دی د ژوند ارتقایي بهیر ته ورګډېږي نو له حافظې نه یو یو توکی را اخلي او د خپلو نفسي او لفظي تجربو له لارې یې وړاندې کوي.

دلته دده داخلي او بهرنی لید یو له بله سره لاس ورکوي. له دغه لیده دده حسونه او حواس پالل کېږي، دغه پالنه د دوی کولتور څرګندوي، همدغه څرګندونه غږونه سره منظموي، منسجموي او د لفظونو او کلمو له لارې یې بېرته ټولنې ته وړاندې کوي.
نو په ټولنه کې د وګړو تر منځ اړیکه د ذهني او نفسي تجربو له لارې پالل کېږي.

د ټولنې د وګړو تر منځ کولتوري ارزښتونه د راټولېدو او پرمختګ نغری ږدي، ددغه نغري سکروټې ژبه وړاندې کوي، ژبه د همدغه کولتوري ارزښتونو د وړاندې کولو یوه کولتوري وسیله ګرځي، دا وسیله ورو ورو وده مومي او بالاخره ژبه په خپله په یو فرهنګ اوړي، ددغه فرهنګ تر شا د انسان د هماغو ذهني او نفسي تجربې او ارتقایی بهیر لاس دی نو کله چې ژبه رامنځته شوه، ژبې پزمختګ وموند، ورسره څنګ کې د انسان ذهنیت پراخېږي، ورو ورو وده مومي، دغه پراختیا او وده چې د ټولنې د بېلابېلو توکو له رنګونو رامنځته شوې، د بیان لپاره نوې نوې لارې چارې ګوري، بیا غږونو ته ځي او د غږونو له انسامه نوې کلمې او نوي معنوي توکي او ارزښتونه رامنځته کوي، چې دغه نوي ارزښتونه اږ توکي د انسان د ذهني ودې او پراختیا له تجربو رامنځته شوي دي.

نو کله چې د ژبې فرهنګ ته مخ ور اوړي نو طبعي ده چې د انسان د تېر ژوند او اوسني ژوند تر منځ ګډ ارزښتونه څرګند شي، هغه ګډ ارزښتونه کولتور دی. د کولتور د څرګندولو او بیان لپاره ژبه ده، ژبه له لیک، وینا (ګړنۍ) او د غړیو له حرکته بڼه مومي، دغه بڼې په کولتور بدلېږي. د ژبې همدغه کولتوري بیان وګړي او ټولنه را پېژني چې همدغه اصل بیا په کولتوري ژبپوهنه بدلېږي.

نو: ژبه د د پوهولو را پوهولو یا ګړېدو (افهام او تفهیم) تر څنګ، هغه ژبنی غږیز نظام دی چې په اساسي توګه د خلکو فرهنګ یا کلچر راښيي او پخپله یو کولتوري عمل او ارزښت دی. په ټوله کې د خلکو فرهنګ یا کولتور دی چې له یو نسل نه بل نسل ته مفاهیم لېږدوي، نو: ژبه د کولتور یوه برخه ده او د وسیلې په توګه کارېږي.

۲ ـ ۱ـ ۱: ژبه او کولتور
ژبه د کولتور برخه او یو اصل دی، ژبنی فرهنګ ټولنې او وګړي را پېژني. د ژبې شتون په ټولنه کې د وګړو او کایناتو بېلابېلو توکیو تر منځ بریدونه ټاکي، دغه بریدونه له دنیا سره د یوې ټولنې حدود هم راښیي.

ژبني مسایل او توکي په نړۍ کې د یوه قام کولتور څرګندول دي، د ژبې مرګ د یوه قام مرګ دی، د ژبې کولتوري ارزښت ته نه کتل، له دنیا سره د اړیکو پرېکون او خاتمه ده.
ژبه د کولتور د ښودلو یوه لاره یا وسیله ده چې له مخې یې د یوه قام ارزښتونه، باورونه، فکري او ذهني کچه څرګندېږي. ژبه د یو قام یا ولس ژوند او فکري شتمني ده چې قامونه پرې ددنیا چارې مخته وړي، که ژبه د مرګ پر بستر پرېوته، نو بیا نه سوداګري، نه ژوند، نه راکړه ورکړه او نه د دنیا له نورو قامونو او ملتونو سره را شه درشه شته.

ژبه د سوداګرۍ، د یوه قام د ارزښتونو دبیان، راشه درشې، یو تر بله د پالنې، ټولنیز نظام او … یو اصل دی، ژبه یوازې د وینا تر کچې محدوده نه ده او نه یوازې د افهام و تفهیم وسیله ده، بلکې یو لوړ کولتوري ارزښت هم دی چې د ټولنې وګړي، بېلابېل توکي او مادي او معنوي ارزښتونه را پېژني.

نو: ژبه په ټوله کې یو فرهنګ او ټولنیزه پدیده ده چې وګړي او ټولنې یو له بله سره په ارزښتونو یو ځای کوي او پالي یې.

د انسان اړیکه له طبعیت او توکو سره عاطفي او روحاني ده، دده روان د طبعیت د توکو له اغېزه خړوب شوی دی، دده پر طبع او روح د طبعیت توکو د رنګونو او غږونو اغېز پروت دی او له هغه ځایه خړوبېږي.

په کولتور کې دغه رواني او روحي اړیکه لا ښه جوتېږي چې کله لرغونې دور کې چې د روحاني یا روحي اغېز کولتور برلاسی و، نو هلته د انسان ذهن له بېلابېلو غږونو او مفاهیمو خړوبېده. دغه غږونه، کلمې او مفاهیم د یوې ټولنې د خلکو په فکر واوښتل، فکر دود شو، له دوده وروسته په فرهنګ یا کولتور بدل شو. دلته ځینې کلمې په منفي او ځینې په مثبته مانا او مفهوم وکارېدې، د بېلګې په توګه (بډې، فساد …) هغه کلمې وې چې په ټولنه کې د زیات فساد او بډو له مخې رامنځته او دود شوې، فساد او بډې کلمې بالاخره په سیمه کې په یو کولتور یا فرهنګ بدلې شوې. دغه کلمې په بېلابېلو مفاهیمو کې انځور شوې، ددې کلمو له ګڼو مفاهیمو نه د ژبې فرهنګ غني شو.
کولتوري ژبپوهنې همدغه کلمې د خلکو د کولتور له مخې څرګندې کړې.

پایله دا راوځي چې: کولتوري ژبپوهنه په ټوله کې د یوې ټولنې د وګړو هغه پوهه یا د پوهې وړاندې کول دي چې هغه د ټولنې د وګړو سلوک، خوی، چلن او له طبعیت سره دده اړیکه راڅرګندوي.

د دې پوهې ژبه هغه څه راته وایي چې هغه د یوې ټولنې اخلاق، سلوک، راشه درشه، شعور، چلن، دین، پوهه او د ژوند هغه اړخونه راښیي چې د ټولنې د وګړو ذهني او نفسي چلن ورسره تړلی دی.

کولتوري ژبپوهنه له ټولنیز شخصیت او اړیکو رامنځته کېږي، په دې کې د شعور او شعوري پوهې اثر ګورو.

هغه اغېزمنتیا او اغېزناکتوب راښيي چې هغه زموږ د شعور برخه ده، هغه مهال چې ټولنه لا شعور ته نه وه راغلې او د شعور لور ته یې مزلونه کول، نو تر دې وړاندې چاره یې هم په کولتور کې مطالعه کېدلی شي. هغه ته بې شعوره چلن هم وایو. بې شعوره چلند هغه لومړنۍ، ابتدایي یا بدوي پوهه ده چې د انسان په مغزو کې یې بڼه موندلې، خو ذهني او فکري تجربې پرې نه دي شوي.

شعوري پوهه بیا هغه ده چې هغه د یوه تفکر په نتیجه کې راڅرګنده شي. ناشعوري پوهه (Sub Conscious knowldage) نېغ په نېغه له مغزو راوتې او شعوري پوهه د ټولنیز شخصیت له دریڅې راوتې ده. کولتوري ژبپوهنه د بې شعوره پوهې (Sub Conscious knowldage) مانا هغه لومړنۍ یا له مغزو څخه نېغ په نېغه راوتې پوهه ده چې هغه د وګړو سلوک، چال چلن، خوی، اخلاق، دین، مذهب او … وښيي. کولتوري ژبپوهنه د یوې ژبې د ویونکو سلوک، اخلاق، خوی او ذوق په ځانګړو اصطلاحاتو او مفاهیمو کې راښیي. دلته د کلمو د اصلي مانا تر شا ځینې نور مفاهیم یا کانسپټونه سر راښکاره کوي چې هغه په کولتور پورې تړلي دي. دغه ژبپوهنه په ټوله کې د انسان او چاپیریال تر منځ اړیکه راپېژني.

کولتوري ژبپوهنه په طبعیت کې د هغو ویونو، مفاهیمو او اصطلاحاتو سپړنه او څرګندونه ده چې پر انسان یې رواني اغېز ښندلی، رواني اغېز د خلکو له عاداتو او روانه ښکاري. په کولتوري ژبپوهنه کې لفظونه په سېمیولي بڼه راڅرګندېږي، دلته سېمبولونه له ټولنې سره د تفکر او ذهني اړیکو له فعالیته راڅرګندېږي.

دلته اوس اړینه ده چې کولتوري سېمبولونه چې د انسان او طبعیت ترمنځ له اړیکو رامنځته شوي، هغه وپېژنو:

((Cultural symbols encode a connection between a signifying form and a signaled meaning” ، کولتوري سېمبولونه د نښه کولو بڼه او د نښه شوې مانا تر منځ اړیکه کوډ کوي… کولتور د بېولوژیکي میراث پر وړاندې یو ډول ټولنیز میراث دی، همدغه ټولنیز میراث د ده د شعور په بیدارۍ او شعور ورکولو کې ونډه اخلي. ژبه د کولتوري سېمبولونو یو مهم فکټور دی.)) (CULTURAL LINGUISTICS، D.U. ASHUROVA، M.R. GALIEVA) د انسان ژوند د هغه د ژبې په کارولو کې دی، ژبه دده تفکر، ذهنیت او تجربې وړاندې کوي، دی د خپلو تجربو، ذهنیت او تفکر له مخې له ټولنې سره وصلېږي، د انسان تجربې د هغه سلوک او چلند راښیي، چې د همدې تجربو او سلوک ښودانې لپاره وسیله ژبه ده.

دغه سلوک او چلند ورو ورو په ټولنه کې دودېږي، دودیزه بڼه یې په کولتور اړوي، نو کولتور یا ژبپوهنه دلته همدغه دود څېړي. ((د ژبې او کولتور تر منځ اړیکې په رواني اړخ تمرکز کوي))(.8p CULTURAL LINGUISTICS، D.U. ASHUROVA، M.R. GALIEVA) دلته ژبه له هغو کولتوری اړخونو بحث کوي چې هغه د یوې ټولنې له روان سره تطابق کوي. ژبه او کولتور یو له بله نه جلا کېدونکي دي، ژبه د کولتور برخه ده.

ژبپوهنه له تاریخپوهنې، کولتورپوهنې، ارواپوهنې، وګړپوهنې، ټولنپوهنې او … سره یو ډول نه یو ډول تړاو لري او ورسره یوځای کېږي. ژبپوهنه په ټولنه کې موږ ته د یوې ټولنې د وګړو رواني، ټولنیز او ادبي بهیر بیانوي. دغه بیان د کولتوري ژبپوهنې یو مهم اړخ دی. د کولتوري ژبپوهنې د غوړېدا او تاسیس موده د شلمې پېړۍ له څلورمې برخې وروسته راپیل شوې ده، له کولتوري ژبپوهنې سره توکمي ژبپوهنه (Ethnoligusitic) مرستندوی ده.

کولتوري ژبپوهنه په ټوله کې هغه مفاهیم چې د یوې ټولنې یا قام په اتنیکي ریښو پورې تړلي وي، هغه راسپړي او شني یې.

یوه کلمه پر یوې مانا سربېره نور ګڼ مفاهیم هم وړاندې کوي. په دغو مفاهیمو کې چې ځینې یې په کولتور پورې تړاو لري، هغه کولتوري ژبپوهنه را پېژني.

په دغو کلمو او مفاهیمو کې چې کولتوري ارزښتونه وړاندې کوي، یوه سیمه، قام یا ملت ګورو.

ګړنې، محاورې، لنډې لنډې ویناوې، متلونه، ولسي ادبیات… دا هغه څه دي چې د یو قام یا ولس کولتوري اړخونه راسپړي او په همدغو ویناوو یو قام او توکم راپېژندل کېږي. نو دا به څنګه پېژنو!؟

ددغو ویناوو د پېژندنې لپاره یوه غېږه د ادب او بله هم په ټولیزه توګه د کولتور ده. د ادب برخه یې له تخیل او تصور سره تړلې، په دې برخه کې هم کولتور خپله ونډه لري ځکه کولتور د یوې مشخصې جغرافیې خلکو، قام او سیمې ارزښتونه د خلکو له اند و واند، سلوک، چال چلن، ناستې ولاړې، اخلاقو او… راښيي. په کولتور کې دغه ټولې خواوې شاملې دي، کولتور د ګڼو ارزښتونو ټولګه ده.

کولتوري ژبپوهنه| دوکتور لعل پاچا ازمون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب