چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد پښتو، دري او ترکي ژبو د پوښتنيزو نومځرو سپړنه او پرتلنه

د پښتو، دري او ترکي ژبو د پوښتنيزو نومځرو سپړنه او پرتلنه

ليکوال : تمهيد سيلاني

د تېرو ليکنو په شان مې په دغه ليکنه کې هم، لومړی د يادو ژبو  د پوښتنيزو نومځرو سپړنه تر سره کړې او وروسته مې د درېيو واړو ژبو د نومځرو په پرتلنې کار کړی دی. ځينو لوستونکو سره کېداشي دا پوښتنه مطرح شي، چې د نومځرو سپړنې ته څه اړتيا وه، چې لومړی مو د نومځرو سپړنه کړې او وروسته مو پرتلنه تر سره کړې ده. ما د نومځرو سپړنه ځکه ترسره کړې، چې زموږ په دواړو ژبو ( دري او پښتو ) کې د نومځرو  ډلبندي، سپړنه او د کارونې ځايونه په بشپړه او بنسټيزه توګه نه دي ښودل شوي. نو ما په خپلو ټولو ليکنو کې دا هڅه کړې، چې د نومځرو ډلبندي، سپړنه او دکارونې ځايونه يې په سمه توګه وسپړم. دغه ليکنه هم د يادو آرونو په نظر کې نيولو سره تر سره شوې ده. 

  1. څوک – چا: دا نومځری د وګړي يا وګړو ( نارينه و ښځينه ) له پاره کارول کيږي. ياد نومځری د جنس له مخې ګردانيږي. کله نا کله همدا نومځری د مبهمو نومځرو استازيتوب هم کوي. پوښتنيز نومځري  هم د نورو نومځرو په شان اصلي او اوښتې بڼې لري. د « څوک » اوښتې بڼه چا ده. په نومځرو کې د اوښتو يا غير اصلي بڼو درلودل، د يادو نومځرو په کارونه کې يو لړ قواعد او اصول را منځته کوي، چې موږ کولی شو د نوموړو قواعدو په رڼا کې د پښتو ژبې نومځري په سمه توګه وکارو. « څوک – چا » د لاندې قواعدو پر بنسټ کارول کيږي.
  • څوک: له لازمي فعل سره د فاعل په توګه په ټولو مهالونو کې د کارونې وړ دی. د بېلګې په توګه: څوک ځي. څوک ولاړل/ولاړ/ ولاړه. څوک به ولاړ/ ولاړه شي. 
  • له متعدي فعل سره د فاعل په توګه  په اوس او راتلونکي مهالونو کې کارول کيږي. لکه : څوک خط ليکي؟ څوک به خط وليکي؟ څوک درس لولي؟ څوک به درس ولولي؟
  • چا: د فاعل په توګه يوازې په تېر مهال کې د کارونې وړ دی. د بېلګې په توګه: چا خط وليکه؟ چا درس ولست؟ چا ډوډۍ وخوړه؟ 
  • د « چا » نومځری د اضافت توري ترڅنګ، له يو شمېر اداتو سره هم کارول کيږي. لکه : د چا قلم مات شو؟ له چا سره سور قلم شته؟ له چا سره مو کار بند دی؟ تر چا کم ياست؟
  • « څوک او چا » کله نا کله د مبهمو نومځرو استازيتوب هم کوي. لکه: نن به يې يو څوک وګټي. يو څوک به وي. يو چا ته يې به ويلي وي. يوچا وويل. يو چا به مات کړی وي.
  • ياد نومځري د جملې په پيل، منځ او پای کې کارول کيږي. لکه : څوک درس وايي؟ چا درس وويل؟ احمد چا سره خبرې کوي؟ تاسو څوک ياست؟ د ننګرهار پوهنتون رئيس څوک دی؟ زما لکچر نوټونه له چا سره شته؟
  1. « کوم – کومه، کومې – کومو » : د وګړي يا وګړو، څيزونو تر مخه راځي او دهمدغو څومره والي، څرنګوالي، چارو نقش يا نور څه پوښتي. کوم  د دوو نورو پوښتنومځرو پر خلاف نه تش سربېره د نوږې له مخې هم اوړون لري. دا نومځری له څيزونو او ناټيکنومځرو سره يا په بله وينا، نا پېژندند ( نکرې ) دنده هم را خپلوي.بېلګې يې په لاندې جملو کې لوستلی شئ:
  • کوم: په اصلي حالت کې د جنس له مخې د مذکرو نومونو او څيزونو له پاره کارول کيږي. لکه: کوم هلک درس وايي؟ کوم ميز پاک دی؟ کوم ښار کې ژوند کوئ؟….
  • کومه : په اصلي حالت کې د جنس له مخې د مونث نومونو او دهغه څيز نومونو له پاره کارول کيږي، چې د ګرامري جوړښت له مخې، مونث بلل کيږي. لکه : کومه ښځه کار کوي؟ کومه مور کار کوي؟ کومه نجلۍ کار کوي؟ کومه تخته نا پاکه ده؟ کومه مڼه خوږه ده ؟….
  • کومې: د ياد نومځري دا بڼه، په تېر مهال کې د شکي يا احتمالي   يا مغيره حالتونو همدارنګه د ښځينوو نومونو او څيز نومونو له پاره کارول کيږي، لکه : کومې مور نصيحت وکړ؟ کومې نجلۍ خبرې وکړې. کومې پيالې کې چای و څښم؟ کومې انجلۍ به دا کار کړی وي؟ کومې تختې کې به خط ليکلی وي؟
  • کومو: د ياد نومځري دا بڼه هم په تېر مهال کې، د احتمالي يا مغيره حالتونو کې د نارينوو او ښځينوو نومونو له پاره کارول کيږي. همدارنګه د ياد نومځري دا بڼه په تېر مهال کې کارول کيږي. لکه: کومو انجونو ټولګي کې حاضري ورکړه؟ کومو هلکانو لوبه وکړه؟ کومو کتابونو کې د ګرامر په هکله ليکنې پيدا کيږي؟ کومو مېزونو کې کمپيوتر شته؟ کومو ميندو خپلو زامنو ته نصيت وکړ؟ د بي بي عايشې لېسې کومو ټولګيو به لوړې نمبرې اخيستې وي؟
  • دا نومځري کله نا کله د ټاکندويانو او مبهمو نومځرو په توګه کارول کيږي. لکه : د مبهمو نومځرو په توګه: کوم چا وويل. کوم چا به ويلي وي. کوم کس به ويلي وي. په دغو جملو کې کوم چا، کوم کس … د مبهمو نومخرو په توګه کارول شوي دي. د ټاکندويانو په توګه لکه : کوم احمد وويل؟ د کوم احمد په کور کې ستونزه وه؟ په دغو جملو کې کوم د پوښتنيزو نومځرو تر څنګ د ټاکندويانو استازيتوب هم کوي.
  1. کله : ددغه نومځري په واسطه موږ د وخت پوښتنه کولی شو. د نارينه او ښځينه له پاره يو ډول کارول کيږي. لکه : محمود کله راغی؟ پلوشه کله راغله؟ کله به راشي؟ کله راغله؟ کله دا پېښه را منځته شوه؟ کله مات شو؟… ياد نومځری د اشخاصو ( مذکر او مونث)، څيزونو او ځايونو له پاره يو ډول کارول کيږي يا په بله وينا نوموړی نومځری ګردان نه لري.
  2. چېرته، چېرې : د دغه نومځري په واسطه موږ د ځای پوښتنه کولی شو. دا نومځری ګردان نه لري او د مذکر و مونث، څيزونو او ځايونو له پاره په يوه بڼه کارول کيږي. لکه: چېرته کار کوې؟ چېرې ځي؟ چېرته دی؟…. ياد نومځري کله نا کله د مبهمو نومځرو استازيتوب هم کوي. لکه : يو چېرته وم. يو چېرته به وي. يو چېرته به پيدا شي…. د هېواد په ځينو ځایونو کې (( چېرې يا چېرته )) د (( کله )) پر ځای هم کاروي. لکه: احمد به چېرې دا کار وکړي. ( احمد به کله دا کار وکړي)…
  3. څه: ددغه نومځري په واسطه موږ د يو شخص او څيز په هکله پوښته کو، کله ناکله اندازه هم ښيي. لکه : څه کوې؟ احمد څه کوي؟ دا څه دي؟… يو څه را سره شته. يوڅه به درته درکړم…. همدرانګه ځينې وخت د مبهمو نومځرو استازيتوب هم کوي، لکه : يو څه به درکړم. يو څه مې ورکړل. يو څه مې وخوړل…. موږ په پښتو ژبه کې ځينې نور نومځري هم لرو چې زموږ ژبپوهانو بېل او خپلواک پوښتنيز نومځري بللي دي، خو که چېرې ورته ځير شو نو هماغه نومځري د (( څه )) له نومځري سره د فونيمونو په نښلو سره جوړ شوي او په کارونه او معنا کې د (( څه )) له نومځري سره توپیر لري. مګر د جوړښت په لحاظ د (( څه )) له نومځري څخه جوړ شوي دي. د بېلګې په توګه:

څو: د اشخاصو، څيزونو شمېر پوښتي، ځکه تل د جمع په بڼه کارول کيږي. لکه : څو هلکان راغله؟ څو قلمونه لري؟ افغانستان څو ولايتونه لري؟… که چېرې دغه نومځري ته ځير شو، نو زورکی ترې حذف شوی او پرځای يې د (( و )) فونيم ور زیات شوی دی، چې د کارونې له مخې بيا بېله معنا افاده کوي، مګر د جوړښت په لحاظ د (( څه )) څخه جوړ شوی دی.

څومره : د اشخاصو او څيزونو شمېره ښيي او د جنس د څرنګوالي او کيفيت مقدار او درجه ښيي. لکه : څومره زده کوونکي ازموينې ته راغلي و؟ څومره پيسې درسره شته؟ څومره لوبيا دې واخيسته؟ دغه نومځری ځينې وخت د پوښتنې له پاره نه کارول کيږي. لکه : څومره آرامه فضا ده. کله هم د مبهمو نومځرو استازيتوب کوي. لکه : څومره چې غواړې شته…. د دغه نومځري جوړښتیزه بڼه او ريښه د (( څه )) نومځری دی، لومړی د (( و )) پر زیاتولو او د (( زورکي )) په له منځه وړلو سره (( څو )) او وروسته د (( مره )) روستاړي په يوځای کولو سره د (( څومره )) نومځری رامنځته کيږي، چې  د کارونې له مخې بېله معنا افاده کوي. موږ دې ورته نورې بېلګې هم جوړ ولی شو. لکه: څه ډول، څه رنګ، څه قسم، څرې، څه شان، څېر…

څنګه : د يو شخص،څيز او عمل څرنګوالی پوښتي. لکه : څنګه دې ویزه ترلاسه کړه؟ څنګه دلته راغلې ؟ څنګه مات شو؟ څنګه يې؟… دا نومځری هم د پورته نورو نومځرو په شان د جوړښت په لحاظ د  (( څه )) له نومځري څخه رغېدلی دی. د ياد نومځري جوړښتيزه بڼه ( څه + نګه ) دی. د پورته بېلګو په شان يوازې د (( نګه )) روستاړی ور پسې اضافی شوی دی…. دا ډول نومځري چې له نورو اشتقاق شوي وي، موږ په دري او ترکي ژبه کې هم لرو، چې په خپل ځای کې به پرې بحث وشي.

  1. ولې : د کړنې او يا پېښې لامل او علت پوښتي. لکه : ولې ولاړې؟ ولې ولاړه؟ ولې مات شو؟ ولې دې داسې خبرې وکړې؟ دا نومځری د مذکر، مونث او څيزونو له پاره يو ډول کارول کيږي او ګردان نه لري.
  2. کله : د پوښتنيز نومځري په توګه کارول کيږي. دا نومځری د پېښې يا فعل وخت پوښتي. لکه : کله راغلې؟ کله تللی وې؟ دا پېښه کله را منځته شوه؟…

د دري ژبې د پوښتنيزو نومځرو سپړنه

ضمایر پرسشی زبان دری را میتوان در جملۀ مورفیمهای آزاد بیان کرد. این ضمایر دارای جنبه های شخصی و غیر شخصی میباشند. 

  • ضمایر پرسشی شخصی

زبان دری دو ضمیر پرسشی دارد: ( که )، ( کی )،  (( کدام)) که هر دو برای اشخاص به کار میروند.

  1. ضمایر پرسشی غیر شخصی

زبان دری چهار ضمیر پرسشی غیر شخصی دارد: (( چه )) (( چند )) (( کی )) (( کو)). /چه/ و  /کو/ برای اشیای غیر معدود به کار میرود.

/چند/ برای اشیای معدود که دارای افراد باشد، به کار میرود.

(( کی )) [ kay ] برای زمان به کار میرود.

این سه کلمه صورتهای جمع هم دارند:

مفرد                      جمع

چه                         چه ها

چند                         چندان

کی                           کیها

/کو/ صورت جمع ندارد. (الهام، روشی جدید در تحقیق دستور زبان دری. ص: 111-110 )

ضمایر پرسشی ضمایری اند که برای پرسش در مورد شخص و غیر شخص، به کار میرود. / کی / و / کدام kudam / ضمایر پرسشی در مورد شخص است. 

ضمایر / چه  چی، کو، چند ، کی/ در مورد شی، مقدار و زمان پرسش به عمل می آورد. به استثنای / کو، کی / سه صمیر پرسشی دیگر پسوند جمع را میپذیرد: مثال : چه ها، چی ها، چندان. ( شریفی یما، لیلما. دستور زبان دری بخش آواشناسی و صرف. ص: 195 ).

 ضمیرِ پرسشی

ضمیرهایِ پرسشی در پرسش‌هایِ سازه‌ای برایِ آگاهی‌یافتن از پدیده‌ای یا چگونگی‌اش به کار می‌روند.

الف. ضمیرِ پرسشیِ «چه، چی» /ʧe/ (/ʧi/)

ضمیرِ پرسشیِ چه /ʧe/ می‌تواند به عنوانِ پردازه، بندهایِ اسمی را هم‌راهی کند.

نکته‌هایِ زیر در باره‌یِ چنین بندهایِ پردازه‌دارِ پرسشی‌ای چشم‌گیر هستند:

این بندهایِ پردازه‌دار همواره نمودِ شناختیِ ناشناس دارند.

این بندهایِ پردازه‌دار همواره سوم‌شخص هستند.

نمودِ شمارشیِ این بندهایِ پردازه‌دار مطابق با نمودِ شمارشیِ کانون‌ش می‌باشد.

چنین بندهایِ پردازه‌داری می‌توانند به چهره‌یِ ساده یا با پردازه‌یِ شناختیِ /-i/ بیایند.

برایِ نمونه:

سربازان چه کسانی /ʧe kæsɒn-i/ را دستگیر کرده‌اند؟

با چه چیزی /ʧe ʧiz-i/ می‌توان او را فریب داد؟

چه فایده /ʧe fɒjede/ دارد که همه‌یِ پول‌مان را خرج کنیم؟

گمان می‌رود که بندهایِ پردازه‌دارِ پرسشیِ زیر همواره به چهره‌یِ ساده (بی پردازه‌یِ شناختیِ /-i/) به کار می‌روند. در این جای‌گاه، ضمیرِ پرسشیِ چه /ʧe/ در زبانِ امروزی دچارِ دستوری‌سازی شده است و بیشترِ گویندگان، آن را به سانِ پیش‌بست ادا می‌کنند:

چقدر /ʧe-ɣædr/ (/ʧe-ɣædær/):

سیر یک روز طعنه زد به پیاز

که: «تو مسکین چقدر /ʧe-ɣædr/ بدبویی»

پروینِ اعتصامی (سده‌یِ سیزدهم و چهاردهم خورشیدی)

تا شبِ او را چقدر /ʧe-ɣædær/ قدر هست

زهره‌یِ شب‌سنجِ ترازو به دست

نظامیِ گنجه‌ای (سده‌یِ ششم و هفتم خورشیدی)

چگونه /ʧe-gunæ/:

مَهی گذشت که بر دستِ من نیامد می

چگونه باشم از این پارساتر و بهتر؟!

فرّخیِ سیستانی (سده‌یِ چهارم و پنجم خورشیدی)

چه سان، چسان /ʧe-sɒn/:

مر مرا شکّر چه سان وعده کنی

گرْت سنگ‌ست ای پسر در آستین؟!

ناصرخسرو (سده‌یِ چهارم و پنجم خورشیدی)

چطور /ʧe-tævr/:

برادرتان چطور با شما تماس گرفت؟

چه جور /ʧe-ʤur/:

او را چه جور راضی کردی؟

چه کار /ʧe-kɒr/، اگر مفعولِ مستقیمِ فعل‌هایِ مصدرهایِ کردن /kærdæn/ و داشتن /dɒʃtæn/ باشد:

جواب داد که: «من ملک الموت‌م.» گفت: «چه کار کنی؟» گفت: «جانِ تو بر کنم.».

ابواسحاقِ نیشابوری (سده‌یِ پنجم خورشیدی)

گنجی که چنین حصار دارد

نقّاب در او چه کار دارد؟

نظامیِ گنجه‌ای (سده‌یِ ششم و هفتم خورشیدی)

پس می‌توان چه کار /ʧe-kɒr/ را هم‌چنین به عنوانِ نهاد هم‌راه با مفعول‌هایِ دارایی آورد:

با دوات و قلم و شعر چه کار‌ست تو را؟

خیز و بر دار تش و دستره و بیل و پشنگ!

اسکافیِ غزنوی (سده‌یِ پنجم خورشیدی)

ماه را با زُفتی و زاری چه کار؟

در پیِ خورشید پوید سایه‌وار

مولوی (سده‌یِ ششم و هفتم خورشیدی)

اگر چنین بندِ پردازه‌داری بر انسان‌ها، زمان‌ها و جاها دلالت نکند، می‌توان کانون‌ش را (به قرینه‌یِ ذهنی) افکند. در این شکل ضمیرِ پرسشیِ چه، چی /ʧe/ (/ʧi/) تنها سازه‌یِ بندِ پردازه‌دار‌ست و با اسم‌شدنِ ضمیرِ پرسشی رو به رو هستیم:

داری چه می‌خوانی؟

از جانِ من چی می‌خواهی؟

دنبالِ چه می‌گردی؟

برایِ چی با او دعوا کردی؟

رقیب‌م سرزنش‌ها کرد که: «از این باب رخ بر تاب!»

چه افتاد این سرِ ما را که خاکِ در نمی‌ارزد؟

حافظ (سده‌یِ هشتم خورشیدی)

اگر این ضمیرِ پرسشی بر چند پدیده دلالت کند، باید جمع‌بسته شود. از این راه ضمیرِ پرسشیِ چه‌ها، چی‌ها /ʧehɒ/ (/ʧihɒ/) به دست می‌آید (با چسباندنِ پس‌وندِ /-hɒ/ به ضمیرِ پرسشیِ چه، چی /ʧe/ (/ʧi/)):

گردون زِ شفق چه‌ها گرفته؟

زالی بر مو حنا گرفته

زلالیِ خوانساری (سده‌یِ یازدهم خورشیدی)

صبا! بگو که چه‌ها بر سرم در این غمِ عشق

زِ آتشِ دلِ سوزان و دودِ آه رسید

حافظ (سده‌یِ هشتم خورشیدی)

چی‌ها خریدی؟

نمونه‌یِ دیگری از دستوری‌سازی، به کار گیریِ پس‌نهشتِ «را» /rɒ/ به گونه‌یِ پی‌بست در بندِ برنهشتیِ چرا /ʧe-rɒ/ است
(= ا[NPا[PPضمیرِ پرسشیِ چه /ʧe/] [Pپس‌نهشتِ «را» /rɒ/]]). این بندِ برنهشتی در اصل قیدِ هدف‌ست (= «برایِ چه؟»)، ولی می‌تواند جانشینِ قیدِ سبب نیز بشود (‌هم‌چنین نگاه کنید به جستارِ ۱۸×۲×ج. دستوری‌سازیِ بندِ جستاری به بندِ سبب):

هم به زیرِ لگدت هم‌چو هبا کردم

بی‌گنه بودی، این جرم چرا کردم؟

منوچهریِ دامغانی (سده‌یِ پنجم خورشیدی)

اگر محوّلِ حـالِ جهانیان نه قضاست

چرا مجاریِ احوال بر خلافِ رضاست؟

انوریِ ابیوردی (سده‌یِ ششم خورشیدی)

در گویش‌هایِ کهن، می‌شده ضمیرِ پرسشیِ چه /ʧe/ را هم‌چنین بدونِ پس‌نهشتِ «را» /rɒ/ برای پرسیدنِ قیدِ هدف یا سبب به کار برد:

ساقی! غمِ فردایِ حریفان چه خوری؟!

پیش آر پیاله را! که شب می‌گذرد

خیّامِ نیشابوری (سده‌یِ پنجم و ششم خورشیدی)

چه بنـدی دل اندر سرایِ سپنج؟!

چه نازی به گنج و چه نالی زِ رنج؟!

فردوسی (سده‌یِ چهارم خورشیدی)

ب. ضمیرِ پرسشیِ «که، کی» /ke/ (/ki/)

که، کی /ke/ (/ki/) ضمیرِ پرسشیِ اسمی‌ای‌ست که جانشینِ بندهایِ اسمی‌ای می‌شود که نمودِ شناختیِ ناشناس دارند بر کسان دلالت می‌کنند.

خودِ این ضمیرِ پرسشی هم نمودِ شناختیِ ناشناس دارد و سوم‌شخصِ مفرد‌ست:

که داند چو در بنـدِ حق نیستی

اگر بی‌وضو در نماز ایستی؟!

سعدی (سده‌یِ ششم و هفتم خورشیدی)

که گفتت: «برو دستِ رستم ببند!»؟

نبندد مرا دست چرخِ بلند

فردوسی (سده‌یِ چهارم خورشیدی)

بده! تا بگویم به آوازِ نی

که جمشید کی بود و کاووس کی!

حافظ (سده‌یِ هشتم خورشیدی)

اگر این ضمیرِ پرسشی بر چند کس دلالت کند، باید جمع‌بسته شود. از این راه ضمیرهایِ پرسشیِ زیر به دست می‌آیند:

کی‌ها /kihɒ/ (با چسباندنِ پس‌وندِ /-hɒ/ به ضمیرِ پرسشیِ کی /ki/).

کیان /kiɒn/ (با چسباندنِ پس‌وندِ /-ɒn/ به ضمیرِ پرسشیِ کی /ki/):

خون می‌رود از جسمِ اسیرانِ کمندش

یک روز نپرسد که: «کیان‌ند و کدامان؟»

سعدی (سده‌یِ ششم و هفتم خورشیدی)

پ. ضمیرِ پرسشیِ «کجا» /koʤɒ/

کجا /koʤɒ/ ضمیرِ پرسشیِ اسمی‌ای‌ست که جانشینِ بندهایِ اسمی‌ای می‌شود که نمودِ شناختیِ ناشناس دارند و بر جاها دلالت می‌کنند.

خودِ این ضمیرِ پرسشی هم نمودِ شناختیِ ناشناس دارد و سوم‌شخصِ مفرد‌ست:

هنر نمی‌خرد ایّام و بیش از این‌م نیست

کجا روم به تجارت بدین کساد‌متاع؟!

حافظ (سده‌یِ هشتم خورشیدی)

نگه کن که ما از کجا رفته‌ایم

نه مست‌یم و بر آرزو خفته‌ایم

فردوسی (سده‌یِ چهارم خورشیدی)

اگر این ضمیرِ پرسشی بر چند جا دلالت کند، باید جمع‌بسته شود. از این راه ضمیرِ پرسشیِ کجاها /koʤɒhɒ/ به دست می‌آید (با چسباندنِ پس‌وندِ /-hɒ/ به ضمیرِ پرسشیِ کجا /koʤɒ/):

دل درونِ سینه و ما رو به صحرا می‌رویم

کعبه‌یِ مقصد کجا و ما کجاها می‌رویم!

صائبِ تبریزی (سده‌یِ دهم و یازدهم خورشیدی)

ت. ضمیرِ پرسشیِ «کی» /kæj/

کی /kæj/ ضمیرِ پرسشیِ اسمی‌ای‌ست که جانشینِ بندهایِ اسمی‌ای می‌شود که نمودِ شناختیِ ناشناس دارند و بر زمان‌ها دلالت می‌کنند.

خودِ این ضمیرِ پرسشی هم نمودِ شناختیِ ناشناس دارد و سوم‌شخصِ مفرد‌ست:

همی گفتم که: «کی باشد که خرّم روزگار آید؟

جهان از سر جوان گردد، بهارِ غم‌گسار آید؟»

فرّخیِ سیستانی (سده‌یِ چهارم و پنجم خورشیدی)

گفتم: «کی‌م دهان و لب‌ت کام‌ران کنند؟»

گفتا: «به چشم! هر چه تو گویی چنان کنند»

حافظ (سده‌یِ هشتم خورشیدی)

اگر این ضمیرِ پرسشی بر چند زمان دلالت کند، باید جمع‌بسته شود. از این راه ضمیرِ پرسشیِ کی‌ها /kæjhɒ/ به دست می‌آید (با چسباندنِ پس‌وندِ /-hɒ/ به ضمیرِ پرسشیِ کی /kæj/):

تو کی‌ها به باغ سر می‌زنی؟

ث. ضمیرِ پرسشیِ «کدام» /kodɒm/

ضمیرِ پرسشیِ کدام /kodɒm/ می‌تواند به عنوانِ پردازه بندهایِ اسمی را هم‌راهی کند.

نکته‌هایِ زیر در باره‌یِ چنین بندهایِ پردازه‌دارِ پرسشی‌ای چشم‌گیر هستند:

این بندهایِ پردازه‌دار بر عضوهایی از مجموعه‌ای شناس دلالت می‌کنند.

این بندهایِ پردازه‌دار همواره نمودِ شناختیِ ناشناس دارند، با این که پردازه‌یِ شناختیِ /-i/ به خود نمی‌گیرند.

این بندهایِ پردازه‌دار همواره سوم‌شخص هستند.

نمودِ شمارشیِ این بندهایِ پردازه‌دار مطابق با نمودِ شمارشیِ کانون‌شان می‌باشد.

برایِ نمونه:

کدام لباس‌ها /kodɒm lebɒshɒ/ را فروختی؟

کدام آهن‌دل‌ش /kodɒm ɒhæn-del/ آموخت این آیینِ عیّاری؟

که‌از اوّل چون برون آمد رهِ شب‌زنده‌داران زد

حافظ (سده‌یِ هشتم خورشیدی)

همانندِ شماره‌هایِ ترتیبی می‌توان این ضمیرِ پرسشی را با پس‌وندهایِ زیر نیز آورد. سازه‌هایِ پس‌وندیِ به دست آمده همان کاربردِ ضمیرِ پرسشیِ کدام /kodɒm/ را دارند:

پس‌وندِ /-in/ (= کدامین /kodɒmin/):

کدامین برادرت /kodɒmin bærɒdær-æt/ را بیشتر از همه دوست داری؟

آن شبِ قدری که گویند اهلِ خلوت امشب‌ست

یا رب! این تأثیرِ دولت از کدامین کوکب /kodɒmin kævkæb/ است؟

حافظ (سده‌یِ هشتم خورشیدی)

در گویش‌هایِ کهن، پس‌وندِ /-i/ (= کدامی /kodɒmi/):

چو روزِ زندگانی با سر آید

بداند که‌از کدامی در /kodɒmi dær/ در آید

امیر خسروِ دهلوی (سده‌یِ هفتم و هشتم خورشیدی)

کانونِ پرداختِ چنین بندهایِ پردازه‌دار را می‌توان (به قرینه‌یِ ذکری یا ذهنی) افکند. در این شکل ضمیرِ پرسشی تنها سازه‌یِ بندِ پردازه‌دار‌ست و با اسم‌شدنِ ضمیرِ پرسشی رو به رو هستیم:

تو زین چار گوهر کدام‌ی؟ بگوی!

دل‌م را رهِ شادمانی بجوی!

فردوسی (سده‌یِ چهارم خورشیدی)

کدامین پسند آیدش زین دو راه؟

به فرمان رود هم بر آن ره سپاه

فردوسی (سده‌یِ چهارم خورشیدی)

اگر این ضمیرِ پرسشیِ اسم‌شده‌ای بر چند پدیده دلالت کند، باید جمع‌بسته شود. از این راه ضمیرهایِ پرسشیِ زیر به دست می‌آیند:

کدام‌ها /kodɒmhɒ/ (با چسباندنِ پس‌وندِ /-hɒ/ به ضمیرِ پرسشیِ کدام /kodɒm/):

از این کلاه‌ها کدام‌ها را بیشتر دوست داری؟

کدامین‌ها /kodɒminhɒ/ (با چسباندنِ پس‌وندِ /-hɒ/ به ضمیرِ پرسشیِ کدامین /kodɒmin/):

نمی‌توان به آسانی باز شناخت که از این دوبیتی‌ها کدامین‌ها از بابا طاهرست.

کدامان /kodɒmɒn/ برایِ جان‌داران (با چسباندنِ پس‌وندِ /-ɒn/ به ضمیرِ پرسشیِ کدام /kodɒm/):

خون می‌رود از جسمِ اسیرانِ کمندش

یک روز نپرسد که: «کیان‌ند و کدامان؟»

سعدی (سده‌یِ ششم و هفتم خورشیدی)

از سویِ دیگر، به کار گیریِ ضمیرهایِ پرسشیِ اسمیِ زیر نشان‌دهنده‌یِ این‌ست که تنها با یک پدیده رو به رو هستیم (نگاه کنید به جستارِ ۷×۱۱.):

بندِ پردازه‌دارِ کدام یک /kodɒm jek/
(= ا[DetPا[NPضمیرِ پرسشیِ کدام /kodɒm/] [NP شماره‌یِ ساده‌یِ «یک» /jek/]]):

از کدام یک یاری بخواهم؟

بندِ پردازه‌دارِ کدامین یک /kodɒmin jek/
(= ا[DetPا[NPضمیرِ پرسشیِ کدامین /kodɒmin/] [NP شماره‌یِ ساده‌یِ «یک» /jek/]]):

کدامین یک از کشورهایِ آسیا بیشترین جمعِیّت را دارد؟

ج. ضمیرِ پرسشیِ «چند» /ʧænd/

ضمیرِ پرسشیِ چند /ʧænd/ می‌تواند به عنوانِ پردازه یا اسم جانشینِ شماره‌هایِ آمارشی شود:

این فروشگاه روزی چند تا کتاب می‌فروشد؟

چند کشور عضوِ سازمانِ اوپک هستند؟

ساعت چند‌ست؟

از سویِ دیگر در گویش‌هایِ کهن، این ضمیرِ پرسشی می‌توانسته ادات باشد و برایِ پرسیدنِ قیدهایِ روانی نیز به کار رود:

چند خرامیّ و تکبّر کنی؟

دولتِ پارینه تصوّر کنی؟

سعدی (سده‌یِ ششم و هفتم خورشیدی)

در هوا چند معلّق زنی و جلوه کنی؟

ای کبوتر نگران باش! که شاهین آمد

حافظ (سده‌یِ هشتم خورشیدی)

چند پری چون مگسی بهرِ قوت

در دهنِ این تنه‌یِ عنکبوت؟

نظامیِ گنجه‌ای (سده‌یِ ششم و هفتم خورشیدی)

د. ضمیرِ پرسشیِ «چون» /ʧun/

چون /ʧun/ ضمیری پرسشی‌ست که خویِ اسمی یا پردازه‌ای به خود نگرفته و هنوز ادات مانده است. این ضمیرِ پرسشی جانشینِ قیدهایِ چگونگی یا بازبسته‌ها (اگر چگونگی را نشان بدهند) می‌شود:

از او پرسیدند که: «آن چه بود که دیروز می‌خوردی؟ و خویش‌تن را چون می‌دیدی؟»

خیّامِ نیشابوری (سده‌یِ پنجم و ششم خورشیدی)

تو پای به راه در نه و هیچ مپرس!

هم‌راه بگویدت که چون باید رفت

عطّارِ نیشابوری (سده‌یِ ششم و هفتم خورشیدی)

چون‌ست حـالِ بستان، ای بادِ نوبهاری؟

که‌از بلبلان بر آمد فریادِ بی‌قراری

سعدی (سده‌یِ ششم و هفتم خورشیدی)

این ضمیرِ شمارشی کهن در گویش‌هایِ امروزینِ پارسی کاربردی ندارد. ( فاضل، نويد. دستور زبان پارسی. بخش ۷ )

د ترکي ژبې د پوښتنيزو  نومځرو سپړنه (Soru zamirleri )

Soru zamirleri

Soru yoluyla isimlerin yerini tutan zamirlerdir. Cümledeki soru anlamı soru zamirleriyle de sağlanır.

“ne, kim, hangisi, nere, kaçı”

هغه نومځري دي، چې د اشخاصو او څيزونو هويت د پوښتنې له لارې معلوموي. د ترکي ژبې تر ټولو پېژندل شوي  پوښتنيز نومځري عبارت دي له : (( ne = څه/ چه ، kim = څوک/ کی، =hangi کوم/ کدام، kaç= څو/ چند، nere= چېرته / کجا )). پورته ليکل شوي نومځري د جمعې بڼې هم لري. چې لاندې يې هر يو په خپل وار سره سپړل کيږي:

  1. Kim : په پښتو ژبه کې ددغه نومځري معادل (( څوک )) او په دري ژبه کې (( کی )) دی. ياد نومځری د جمعې بڼه هم لري. ( kimler  ) په پښتو ژبه کې ورته معادل نومځری (( څوک )) لرو او په دري ژبه کې ورته معادل نومځری (( کيها )) کارول کيږي. ياد نومځری د مذکر او مونث له پاره يو ډول کارول کيږي. همدارنګه د جملې په پيل، منځ او پای کې کارول کيږي.  د بېلګې په توګه : 
  • Kim gelecek ? څوک به راشي؟ کی خواهد آمد؟ 
  •  Kimler gelecek? څوک به راشي؟ کیها خواهد آمدن؟
  • O kim? هغه څوک دی/ ده؟ او کیست؟
  1. Ne  : په پښتو ژبه کې ددغه نومځري معادل (( څه )) او په دري ژبه کې (( چه )) ورته کارول کيږي. ياد نومځری د جمعې بڼه هم لري. ( neler  ) په پښتو ژبه کې ورته معادل نومځری (( څه )) لرو او په دري ژبه کې ورته معادل نومځری (( چه ها)) کارول کيږي. ياد نومځری د مذکر او مونث له پاره يو ډول کارول کيږي. همدارنګه د جملې په پيل، منځ او پای کې کارول کيږي.  د بېلګې په توګه :
  • Bu ne? دا څه دی؟ اين چه است؟
  • Neler istyour sun? څه غواړې؟ چه ها ميخواهيد؟
  • Ne alacaksın? څه شی اخلې؟ چه می خواهی خریداری کنيد؟
  1. Hangi : په پښتو ژبه کې ددغه نومځري معادل (( کوم)) او په دري ژبه کې (( کدام )) ورته کارول کيږي. ياد نومځری د جمعې بڼه هم لري. ( hangiler  ) په پښتو ژبه کې ورته معادل نومځری (( کومو )) لرو او په دري ژبه کې ورته معادل نومځری (( کدامها)) کارول کيږي. ياد نومځری د مذکر او مونث له پاره يو ډول کارول کيږي. همدارنګه د جملې په پيل، منځ او پای کې کارول کيږي.  د بېلګې په توګه :
  • Hangi sandalye? کومه څوکۍ؟ کدام چوکی؟
  • Hangiler kandınler?کومو ښځو؟ کدام زنها
  • Hangi şehir? کوم ښار؟ کدام شهر ؟
  1. Kaç: په پښتو ژبه کې ددغه نومځري معادل (( څو)) او په دري ژبه کې (( چند )) ورته کارول کيږي.. ياد نومځری د مذکر او مونث له پاره يو ډول کارول کيږي. همدارنګه د جملې په پيل، منځ او پای کې کارول کيږي.  د بېلګې په توګه :
  • Kaç yaşında sınız? څو کلن يې؟ چند ساله هستین؟
  • Okul numaran Kaç ? د ښوونځي نمبر دې څو دی؟ نمبر مکتب تان چند است؟
  • Kaç tana arabnız var?څو موټرونه لرې؟ چندا دانه موتر داريند؟
  1. Nere: په پښتو ژبه کې ددغه نومځري معادل ((چېرې يا چېرته)) او په دري ژبه کې ((کجا)) ورته کارول کيږي… ياد نومځری د مذکر او مونث له پاره يو ډول کارول کيږي. همدارنګه د جملې په پيل، منځ او پای کې کارول کيږي.  د بېلګې په توګه :
  • Nere ye gidiyorsun? چېرته ځې؟ کجا مېرويند؟
  • Nere de yatiyorsun? چېرته څملې؟ در کجا ميخوابيند؟

د پورته ليکل شويو نومځرو نورې بېلګې په لاندې جملو کې لوستلی شئ.

  • Yanında ne getirdin?
  • Bunları sana kim anlattı.

Soru zamirleri Özellikleri ve Örnekler

Soru zamirleri cümleye soru anlamı katar, ama bazı durumlarda soru cümlesi yapmaz.

  • Kimin geldiğini bilemem.
  • Hangisini istediğini anlamadım.

“hangi ve kaç” sıfatları iyelik eki alarak zamir olular.

  • Hangisi sizinle geldi?
  • Soruların kaçı cevaplandı?

Soru zamirleri hâl eklerini alabilir.

  • Buraya nereden geldiniz?
    Nereden gelip nereye gidiyoruz?
    Burada kimi bekliyorsun?
    Bu masa neden yapılmış? (tahtadan)

د پښتو دري او ترکي ژبو د نومځرو پرتلنه 

  1. څه/ چه/ ne : نوموړی نومځری د کارونې له مخې په درېيو واړو ژبو کې تر ډېره کچه يو ډول کارول کيږي. چې دا کار د يادو نومځرو ورته والی ښيي، دويم ورته والی يې دادئ: چې په دري ترکي او پښتو ژبه کې د (( څه /چه/ ne)) له نومځري سره نومونه او روستاړي يو ځای کيږي او يو بل ترکيبي پوښتنيز نومځری را منځته کوي لکه : څه رنګه، څنګه، څه ډول، څه شی… په دري ژبه کې چه قسم، چطور، چګونه، چقدر، چرا… په ترکي ژبه کې ،neden neçin ،nedemek… د پښتو ژبې د ياد نومځري يو توپير دادئ؛ چې په دري او ترکي ژبه کې د (( څه )) نومځري د جمعې بڼه هم لري، لکه : (( چه ها او neler ))، خو په پښتو ژبه کې يوازې همدا يوه بڼه (( څه )) لري.
  2. څوک، چا/که، کی/ kim : دا نومځری په پښتو ژبه کې دوه بڼې لري. اصلي بڼه يې له لازمي او متعدي فعل سره په اوس مهال او راتلونکي مهال کې کارول کيږي، د ياد نومځري غير اصلي بڼه په تېر مهال کې له متعدي ګړ ( فعل ) سره کارول کيږي. خو په دري او ترکي  ژبه کې د (( څوک/ چا )) نومځری يو بڼه لري او ټولو مهالونو کې کارول کيږي. دغه نومځری په دري او ترکي ژبه کې د جمعې بڼې لري، مګر په پښتو ژبه کې د جمعې نه لري. نوموړی نومخری د کارونې او جوړښت له مخې په دري او ترکي ژبه کې سره ډېر نږدې والی او ورته والی لري. خو برعکس د پښتو ژبې له (( څوک )) سره ډېر ورته والی او نږې والی نه لري.
  3. چېرته، چېرې/ کجا/ Nere، nerede: دغه نوميز نومځری په پښتو، دري او ترکي ژبه کې د کارونې له مخې يو ډول کارول کيږي. ياد نومځری په دري ژبه کې د جمعې بڼه هم لري، خو په پښتو او ترکي ژبه کې يوازې يوه بڼه لري. 
  4. کله/ کی / ne zeman: دا نومځري په پښتو، دري او ترکي ژبه کې د کارونې له اړخه يو ډول ( ګردان نه لري او د مذکر، مونث او څيزونو) له پاره يو ډول کارول کيږي. يوازې توپير يې په دې کې دی، چې نوموړی نومځری  په دري او ترکي ژبه کې د جمعې بڼه هم لري. 
  5. کوم، کومه، کومو کومې/ کدام، کدامین، کدامی، کدام یک، کدامها/hangi، hangiler: دغه نومځری د کارونې له مخې، په دري او ترکي ژبه کې د مذکر او مونث  او په نورو حالتونو کې په يوه بڼه او يوډول کارول کيږي، مګر په پښتو ژبه کې د مذکر او مونث او همدارنګه په مغيره حالتونو کې ځانته بېلې بڼه غوره کوي. دغه نومځري په درېيو واړو ژبو کې د جمعې بڼې لري.  همدارنګه په درېيو وړاو ژبو کې داصلي بڼې ترڅنګ نورې بڼې هم لري.
  6. څو،چند، kaç: دا نومځری د کارونې له مخې په درېيو واړو ژبو کې يو ډول، په يوې معنا او تقريبآ په يو ډول قواعدو کارول کيږي. په پښتو ژبه کې ياد نومځری کله نا کله د مبهمو نومځرو استازيتوب کوي. 
  7. ولې/ چرا/ neden،niçin، niye : دا نومځری د کار لامل پوښتي او ګردان نه لري. په دري او ترکي ژبه کې دا او دې ته ورته نور نومځري د ( چه او ne ) له نومځرو سره د ځينو فونيمو په نښلولو سره جوړ شوي دي. خو په پښتو ژبه کې خپلواک دی. ياد نومځری د کارونې له مخې په درېيو واړو ژبو کې يو ډول کارول کيږي. خو په ترکي ژبه کې درې بڼه لري، چې په کارونه کې يې توپير کېداشي.
  8. په پښتو ژبه کې پورته ليکل شوي ډېری نومځري د پوښتنيزو نومځرو تر څنګ د مبهمو نومځرو استازيتوب هم کوي. خو پ دري او ترکي ژبو کې برعکس ډېری يوازې د پوښتنو له پاره کارول کيږي.
  9. په دري، ترکي او پښتو ژبو کې ډېر پوښتنيز په ترکيبي بڼه جوړيږي….

اخذ ليکونه 

  1. زيار، مجاور احمد. پښتو پښويه…
  2. خويشکی،محمد صابر. فونولوژي – مورفولوژي…
  3. شريفي یما، ليلما. دستور زبان دری ( آواشناسی و صرف )…
  4. یمين، محمدحسين. دستور زبان پارسی دری…
  5. الهام، محمد رحيم. دستور زبان پارسي دری…
  6. فاضل، نويد. دستور زبان پارسی…
  7. عبيدی، مرتضی. خود آموز ترکی استانبولی
  8. Gökkuşağı turkçe,dil bilgisi 1
  9. https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=420284628599538&id=100018540133078
  10. https://l.facebook.com/l.php?u=https%3A%2F%2Fwww.google.com%2Famp%2Fs%2Fwww.turkdilbilgisi.com%2Fsozcuk-turleri%2Fkisi-zamiri.html%2Famp%3Ffbclid%3DIwAR1TNqMY6kHJhn2FeOZYaf8HSel3tyqSrMMmRo7_sXj5B_ISBre2tZ-BkHw&h=AT0c5wEfaHu2dgQfHobmVWqiDd-S8n_pbZy4PSX6_snseos8p8HTR8IMMNIUP9-krC8cEz4qBnnlJUwsrozQCYpBu51zdHN8xy5FdYpg3sDjFP2-Gmf8MeYQ03xNYJ424eTS

1 COMMENT

  1. تاسو زحمت ډیر ایستلی چی داسی اوږده لیکنه مو کړی ده لاکن لطفا کوشش وکړئ چې د نومځرو په شان الفاظو له کارولو نه ډډه وکړئ ځکه چې یو د ګرامر طبیعي سختي شي او بل بیا ورسره داسې الفاظ هم یوځای شي نو ښه به یې څوک زده کړي. په موجودو الفاظو چې مونږ یی له پاړسي او عربي سره لرو او په خلکو کې عام دي اوس خپل کار روان کړئ بیا به شل دیرش کاله وروسته چی خلک علم ترلاسه کړي بیا به نومځرو، کړوال، کړنټپوس، نوموالتړنګونو په څیر بې خونده ټکي زده کوو. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب