پوهندوی آصف بهاند
د ستونزو او تیارو په منځ کې یوه رڼا
د یوه پلار هیله
د نــوي نسل د روزلو له پاره هــر پل چې اوچــتـیـږي، زه یـې داسې انگیرم چې د نـوي ژوند د کلا پر دیواله یوه نــوې او زریـنه خښته ایښودل کیږي.
*****
د هغو خلکو او قوم تباهي ډیره نږدې ده چې له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځي او پوهنځي نه ځان لرې ساتي!
میډیا داسې وايی چې د افغانستان په جنوب، ښرنه کې یو نالوستی پلار خپلو دریو لوڼو سره ښوونځي ته د تگ په برخه کې تر اټکل وتلې مرسته کوي. دا پلار هره ورځ له خپل کور نه دولس کیلومتره واټن پر موټرسیکل وهي او خپلې درې واړه لوڼې د تعلیم له پاره بیايي، څلور ساعته هغوی ته انتظار وي چې له ښوونځي را خلاصې شي، بېرته یې کور ته بیايي.
«د دې سړي پر سر په صحیح مانا شمله لکه ده، میاخان کاکا لاسونه دي مچوم» (نثار صالح)
دې کار ته په کتو سره ویلای شم چې: اوس که خدای کول زموږ د مشرانو قلموالو او د اوسني نسل روڼ اندو د بې پایه هلو ځلو او خواریو ثمر په ښکارېدو دی او نور به زموږ کوچنیان د زدکړو وخت په شپني، فزیکي کارونو، جگړو او… باندې نه تېروي او د ښوونځي او زدکړو چیغه او رڼا به تر هر کور پورې رسېږي.
زموږ د هېواد افغانستان پر فضا او فکري قلمرو باندې له ډېر پخوا نه یو ډول غیر مريي فکر حاکم و اوس هم تر یوې اندازې پورې حکومت پرې کوي، چې له تعلیم، ښوونځي، پوهنځي او د مدرنو پوهنو له زدکړې سره ــ چې د اوسني ژوند له اساسي ارکانو څخه شمېرل کېږې ــ د مخالفت او حساسیت غـږ اورېدل کېده او ډېر ځلې یې د سواد، ښوونځي، پوهنځي او مدرنو زدکړو په لمن پورې د کفر ټاپې لگولې دي او رنگارنگ نور تورونه یې ورپورې نښلولي دی، خو اوس که خدای کول د دې تیاره فکر لمن په ټولېدو ده چې ډېره غوره بېلگه یې له تعلیم سره د همدې نالوستي پلار مینه ده.
د دې پلار دې کار ته که د یو مثال په ډول وگورو، باید وویل شي چې: دا پلار یوازې د خپلو لوڼو ـ کورنۍ ـ کلي او ولایت له پاره نه، بلکې د ټول افغانستان له پاره او د ټولو افغانانو له پاره گام اوچتوي او د دې زحمتونو په گاللو سره، ټولو هېوادوالو او نړیوالو ته دا ښیي چې افغانان له پوهې او تعلیم سره څومره مینه لري او دا په ډاگه کوي چې دوی د راتلونکي ژوند په فکر کې دي.
د دې پلار دې نیک عمل ته په میډیا کې په پراخه پیمانه عکس العملونه ښودل شوي دي چې زه به یې دلته څو بېلگې راواخلم:
ښاغلی سرور ستانكزي داسې لیکلي دي:
«داسې خلک بايد وستايل شي، تر څو نور پلرونه هم وهڅيڔي.
دا سړی میاخان نومېږي. د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې اوسېدونکی دی. هره ورځ پر خپل موټر سایکل باندې لوڼې ۱۲ کیلو میتره لېرې ښوونځي ته بیایي او څو ساعته دباندې انتظار ورته کوي، تر څو بیا یې کور ته راورسوي. ارمان یې دا دی، چې لوڼې یې لوستې شي او د هېواد ملالې شي.
ښاغلی نثار صالح خپل نظر داسې څرگند کړی دی:
«زه پوهیږم چي تاسو به فکر کوی چي بیا به یو لوی سپـږن مَلَک یوه پېغلوټې په شل لکه رانیولې وي، خو دا وار داسي نده. دا سړی په پوره مانا انسان دئ، ځکه څنګ ته ولاړه یې لور ده او په ټول افتخار یې روزمره دولس کیلومتره لیري یوې ښوونځي ته پر موترسیکل بیایي او راولي.
په دې وطن کي ناوړه رواجونه دومره په اوج کي دي، چي د یو عادي او فردي مکلفیت تر سره کول هم موږ ته لایتناهي خوښۍ را اهداء کوي.
د دې سړي پر سر په صحیح مانا شمله لکه ده،
میاخان کاکا لاسونه دي مچوم
وطن دي زنده باد وي»
په دوی پسې زموږ بل وطنوال Masihullah Noori بیا داسې لیکلي دي:
«خبر دی چې د پکتیکا دغه اوسېدونکی میاخان، خپلې لوڼې هر ورځ ۱۲ کیلومتره پر موټرسایکل ښوونځي ته رسؤی او بیا تر رخصتۍ پورې همالته ورته تم کېږي، تر څو یې بېرته کور ته راورسؤي، په داسې حال کې چې خپله بېسواده دی.
زمونږ رسنیو او د سوشل مېډیا فعالانو ته پکار ده چې دغسې خبرونو ته ښه په درز کې انعکاس ورکړي. پر ټویټر او فېسبوک دې ټرېنډونه ورته جوړ شي او دغه شان اتلولۍ دې نړیوالو ته وروښودل شي. ګټه یې دا ده چې نړیواله ټولنه به په خپلو مرستو نه پښېمانه کېږي او د تعلیم په برخه کې چې دغسې لېوالتیا وویني، ښایي مرستې زیاتې هم کړي. دغسې خبرونه د بهرنیانو غوږونو ته رسؤل، مونږ سره مرسته کوي چې د نړۍ د سترګو پر وړاندې خپل موجوده تصویر (د ترورېزم ځاله) اېډېټ کړو، او مونږ هم مدنیت او پرمختګ ته لېواله ملت ثابت شو. په هېواد دننه هم د دغسې اتلانو تشهیر، ډېرو خلکو ته د تعلیم د لېوالتیا یؤ سمبول کېدای شي.
خو بدمرغي دا ده چې مونږ د منفي خبرونو خپراوي ته تږي یو. د لوګر د ښوونځیو قضیه، د ښوونځیو سوځېدل او تړل کېدل په نړیواله کچه مطرح کوو، خو دغسې حماسې رانه د فېسبوک د یؤې ورځې سوژه پاتې شي او بس!»
د دې کار په کولو سره په لوړه کچه باید د درانه میا خان کاکا ښه پوره درناوی وشي. زه یې په زړورتیا سره ویلی شم چې ما په دې لاره کې د نورو قلموالو تر څنگ خپله دنده او مسؤلیت په پوره اندازه تر سره کړې دی او نه غواړم چې د ځینو تېرو مقالو په څېر د خپلو لیکلو مقالو فهرست او لینکونه دلته وړاندې کړم؛ یوازې به د تعلیم د عامېدو په برخه کې د خپل یوه کار یادونه وکړم:
د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ مې «د تعلیم ډیوه او د نوي نسل روزنه» تر سر لیک لاندې خپل یو کتاب ټولو لوستونکو ته د رسېدو په پار په انلاین ډول خپور کړ. د دې کتاب په مقدمه کې د تعلیم د مهموالي په باب ما لنډې خبرې کړې دي چې د دې بحث د ښه پای له پاره به بې گټې نه وي:
«پر افغانستان باندې د جگړې له سونامي نه رازیږیدلې، گڼې نورې سونامي گانې راغلې، زموږ ټولنه او خلک یې له هره اړخه ځپلي دي. زموږ د ټولنې او هیواد د ټولو برخو بنسټونه یې ویجاړ کړي، په تیره ښوونه او روزنه او د نوي نسل د روزلو لړۍ، چې پایله یې زموږ د هیواد د څلورو نسلونو له تعلیمه سره مرورېدل، بې سواده یا کم سواده پاتې کیدل دي؛ خو له دې ټولو نا خوالو سره، سره زموږ نوی نسل زدکړو ته لیوال و او دی، هر کله او هر چیرې چې ډیر لږ امکانات هم ورته برابر شوي دي، له هغو نه په استفادې سره یې، پر ځان هر رنگ زحمتونه گاللي دي او د نوي عصر نویو زدکړو ته یې د خپل ټـټر او ذهن کتاب پرانستی دی او زدکړې یې کړې دي.
ما څو ځلې په ټینگار سره ویلي دي:
ــ د هغو خلکو او قوم تباهي ډیره نږدې ده چې له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځي او پوهنځي نه ځان لرې ساتي!
ــ دا ښه په یاد ولرئ: تر څو نوی نسل په نوې او مدرنه بڼه په سمه توگه و نه روزل شي، هیڅکله د سمون تمه و نه کړئ. د نوي نسل له روزلو پرته به تل له ستونزو او بدمرغیو سره لاس گریوان اوسئ!
ــ د نــوي نسل د روزلو له پاره هــر پل چې اوچــتـیـږي، زه یـې داسې انگیرم چې د نـوي ژوند د کلا پر دیواله یوه نــوې او زریـنه خښته ایښودل کیږي.
ــ که په یوه ټولنه کې زدکړي لږ او د گوتو په شمېر وي یا هیڅ نه وي، هغه ټولنه او هغه خلک هره ورځ لا هر ساعت له لسگونو ستونزو سره په عملي ډول لاس گریوان وي.
ــ په ټوله نړۍ کې دا یوه منل شوې خبره ده چې: چیرې چې ښونکی وي، هلته ډیوې وي، هلته رڼا وي او چیرې چې ښونکی نه وي، هلته نه ډیوې وي او نه د رڼا څرک.
ــ زه په دې عقیده یم چې د نوي نسل سمه روزنه، د ژوند نیالګي ته اوبه ورکول دي. که نوی نسل په علمي ډول، د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم و نه روزل شي، د ژوند چینه او د راتلونکي نسل ونه مو وچه وګڼئ!
په افغانستان کې د ورستیو څلورو لسیزو د ستونزو هر اړخ ته چې نظر واچول شي، د رامنځ ته کیدو عوامل او منفي پایلې یې موږ ته وايي چې د تعلیم نشتوالی د ټولو ستونزو د رامنځ ته کیدو مور او لامل ده. نو پر دې بنا د هر ډول تحلیل پایله دا وايي چې په افغانستان کې یو ژور تعلیمي بدلون ته اړتیا لیدل کیږي.
ډیری روڼ اندي په دې فکر دی چې څو په ټولنه او خلکو کې بنیادي فکري بدلون را منځ ته نه شي، په ټولنه او عیني عملي ژوند کې د مثبت بدلون تمه یو نا سم کار دی. په مثبت لوري د خلکو د ژوند د هر اړخیز بدلون له پاره یوازینۍ لار تعلیم دی، د همدې دلیل له مخې باید په تعلیم او زدکړه باندې ډیر ټینګار وشي، که ډیر په ابتدايي بڼه هم وي څو د تعلیم د نهضت کارکونکي او لارویان نور هم تشویق او وپالل شي.
ما د همدې نیک کار د یو لاروي په توگه له ډېرې مودې را په دېخوا د تعلیم د نهضت ملا تړلې، عملي او تبلیغي کار مې ورته کړی دی او د دې عملي کار په لړ کې مې د مطالعې د کلتور د عامېدو له پاره د خپل عملي کار په لړ کې لسگونه مقالې لیکلې او خپرې کړېدي.
د تعلیم د نهضت د پیاوړو او مخکښو غړو د زدکړو او عملي کارونو د معرفۍ له پاره مې گڼې مقالې د هغوی او نورو د لا تشویق په پار لیکلې دي او په وار ـ وار سره مې پر دې خبره ټينگار کړی دی چې:
زه ټوپکوال، وژونکی او قاتل قهرمان نه گڼم، زما له پاره قهرمان هغه څوک دی چې د خرافاتو پر ځای د علم پلوي او لاروی وي، د سواد زدکړې ـ ښوونځي او پوهنځي پلوی وي، د پوهې د تر لاسه کولو او نوي نسل په روزلو کې عملي کار وکړي، زما قهرمانان هغه څوک دي چې د راکټونو په ځای کتابونه ویشي، ښونځي پرانیزي، په نوې بڼه د نوي نسل د روزلو په فکر کې وي او عملي کار ورته کوي.
«که یو کلن ثمر غواړئ، غنم وکرئ،
که مو لس کلن ثمر په کار وي، ونه کینوئ
او که غواړئ د سلو کلنو له پاره حاصل ولرئ، نوی نسل وروزئ!»
(کنفوسیوس)
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته
زه د تاند د وبسایت دایمی لوستونکی یم او ډیر ګټه می تری پورته کړی ده
د دی باتوره پلار زیار ډیر د قدر وړدی او غواړم له هغه سره اړیکه ټیګنه کړم او که خدای کول دهغه سره همکاری وکړم
زه اوس په نیوزیلند هیواد کی اوسیږم الحمد لله اولادونه په ثمر رسیدلی .
لطف وکړی د دی باتوره پلار د موبایل شمیره ماته راکړی
زما د ایمیل آدرس
په درناوی فرید کاکړ
تاسو ته مو د هغه شمېره درولېږله
کاشکې دا نور دلګان یې هم داسې شي خپلې لوڼې خرڅې نکړي
تعلیم او زدکړه پرې وکړي او په خپله خوښه واده وکړي !