پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+د احمدشاه بابا ۲۵۱ تلین

د احمدشاه بابا ۲۵۱ تلین

د اکتوبر ۱۶ مه د اوسني افغانستان د موسس او د ستر امپراتور احمدشاه بابا د وفات ۲۵۱ کاله پوره کېږي. د احمدشاه بابا د وفات په مناسبت د ښاغلي سیستاني دا لاندې لیکنه، ښاغلي سیلاني ژباړلې ده. تاند یې د دغه ستر امپراتور په یاد بیا خپروي:
ليکوال: کاندید اکادمیسین م.ا سيستاني
ژباړن: سيلانی
روح دې ښاد! احمد شاه بابا، چې افغانستان دې موږ ته پۀ میراث پرېښود.
 کله چې وینو لږ و ډېر ۶۰ میلیونه کُردان د نړۍ پۀ څلورو هېوادونو؛ عراق، سوریه، ایران او ترکیې کې خواوشا سل کاله د خپلواکۍ د ترلاسه کولو او د کوردستان پۀ نوم د یو خپلواک هېواد دجوړولو لپاره وسلواله مبارزه کوي. تر دې دمه پۀ دغۀ مبارزه کې لۀ ۴۰۰ زرو زیاتو کردي نرینه، ښځینه، پېغلو، ځوانانو او ماشومانو سر ښندنې ورکړي، مګر دوی لا تر اوسه د يو خپلواک هېواد پۀ جوړولو او د خپلواکۍ پۀ تر لاسه کولو بریالي شوي نۀ دي. زۀ د هغۀ ۲۵ کلن ځوان او د افغانستان د بنسټ اېښودونکي پۀ سوچ کې شم چې هېڅ نظامي او حربي پوهنتون یې نۀ و لوستی، مګر لۀ نظامي او سیاسي زړورتیا څخه برخمن ؤ.
احمد خان ابدالي د کندهار لۀ سدوزیو څخه ؤ، دی ۱۷۲۲ ز کال پۀ هرات ولایت کې دې نړۍ ته سترګې وغوړولې. پۀ ۱۷۳۱ ز کال کله چې ددۀ مشر ورور ذوالفقار خان د نادر افشار لۀ خوا ماتې وخوړه، دی خپل پلرني ټاټوبي کندهار ته راستون شو، هلته د شاه حسین هوتکي لۀ خوا زنداني شو او ۸ کاله یې پۀ زندان کې تېر کړل. کله چې نادر افشار پۀ ۱۷۳۸ ز کال د کندهار ښار فتح کړ، دی او مشر ورور یې ذوالفقار خان لۀ زندان څخه د ایران مازندران ته تبعید کړل. احمد خان ابدالي پۀ ۱۸ کلنۍ کې د نادر افشار د پوځ لیکو ته د ننه شو او لۀ ۱۷۴۰ – ۱۷۴۷ ز کال پورې د نادر افشار پۀ یرغلونو او جګړو کې یې د افغاني پوځ سره ګډون درلورد او پۀ جګړو کې بریالی را ستون شو.
موږ بايد د رب ستاينه وکړو او لۀ احمد شاه بابا څخه مننه وکړو، هغه دا چې  دنادر افشار لۀ وژل کېدو وروسته، هغۀ د ايران لۀ خبوشان ( قوچان) څخه کندهار ته لۀ افغان جنګياليو سره يوځای  راستون شو. هغۀ ددې پرځای چې جنګيالي رخصت کړي تر څو خپلو کورونو ته ولاړ شي، خو برعکس نوموړی د خپلو هېواد والو پۀ سوچ کې شو ترڅو هېواد وال يې د تل لۀ پاره د پرديو لۀ تېريو او ظلمونو څخه پۀ کراره شي. دی د افغاني لښکرو لۀ مشرانو سره وغږېدۀ او دوی يې پۀ شېرسرخ سیمه کې د لويې جرګې لپاره را وبلل، تر څو لۀ خپل منځ څخه يو کس د پادشاه يا زعيم پۀ توګه وټاکي، چې  لۀ دې وروسته ددې خاورې او افغانانو د مشرتوب مسؤوليت پۀ غاړه واخلي، چې بلاخره د اتو ورځو خبرو اتر او مذاکراتو وروسته پۀ جرګه کې ښکېل افغانان د پادشاه پۀ ټاکلو او د يو خپلواک هېواد پۀ جوړلو بريالي شول.
وروسته لۀ ۶۰۰ کلونو د پخواني خراسان پر کڼدوالو د افغانستان منځته را تلل او  د يرغلګرو خوارزمشاهیانو، مغولانو، تيموريانو، د هند بابريانو، تيموريانو، ايراني صفويانو او پۀ ځانګړې توګه د نادر افشار  هغه ظلمونه چې د خلکو لۀ سرونو څخه يې منارونه جوړول پۀ هر ځای کې و. هر ملي او با احساسه کس  دې ته اړ کوي تر څو دې ستر انسان (احمد شاه بابا) ته د درناوي سر ټيټ کړي او لۀ هغه څخه مننه وکړي، چې مونږ ته يې د افغانستان پۀ نامۀ هېواد پۀ ميراث پرېښود.
کلۀ چې موږ پۀ منځنۍ آسيا کې د کٌردي او فلسطيني وګړو بې سارې مبارزې او سرښندې  وينو، نو بايد ځانونه خوشبخته وګڼو، چې ۲۷۰ کاله وړاندې د اکتوبر پۀ مياشت کې ددې هېواد د يو زړور او پر وطن مين بجي پۀ مشري مو، پرته لۀ زيانونو او تلفاتو پۀ ۱۷۴۷ ز کال  د يو خپلواک هېواد بنسټ کېښود، تر څو لۀ دې وروسته هېڅ پردی صوبه دار، والي او حاکم زموږ پر وګړو واکمن نشي او خپلۀ د خپل برخليک واکمنان شو. یعنې خپله يې وکرو او خپله يې ورېبو او پۀ فردي او ټولنيزو لارو کې د هغه مصروفولو واک ولرو.
رښتيا هم که احمد شاه بابا نه وی،نن به مو د افغانستان پۀ نوم هېواد نه درلود چې بچيانو يې پۀ نوم وياړلي وی. احمد شاه بابا د يو زړور، سرښندونکي او د برخلیک ټاکونکو جګړو د فاتح او د یو افغان رهبر پۀ توګه، پۀ سفرونو کې د ربړو  او نورو ډېرو بېلابېلو حياتي او حیثيتي ګواښونو پۀ زغملو سره افغانانو ته وياړ ور پۀ برخه کړ.
احمد شاه بابا هېڅ کله خپل هېواد ته خيانت نۀ دی کړی او خپل هېواد وال يې خوار و حقير نۀ دي ګڼلي. هېڅکه يې ځان لۀ خپلو هيواد والو لوړ نۀ دی ګڼلی. هېڅکله يې پۀ عيش و نوش او خوش ګذرانۍ وقت نۀ دی تېر کړی.  هېڅکله يې لۀ کوم بهرني ځواک څخه امر نۀ دی تر لاسه کړی، چې پرخپلو هېواد والو ظلم وکړي. احمد شاه بابا پرته د هيواد لۀ خپلواکۍ او د هېواد والو لۀ هوساينې او سوکالۍ څخه بله هيله او آرمان نۀ درلود. دا پۀ داسې حال کې ده،چې نوموړي خول اخيسته او خول به يې نورو ته وربښه، خو دۀ هېڅ کله پۀ خپل سر خول نۀ کېښود، بلکې د نورو هېواد والو پۀ شان يې لونګۍ پر سر کېښوده، لۀ هغوی سره به پر فرش کړې ځمکې کښېناستۀ او د هغوی ستونزو ته به يې غوږ نيو، ترڅو دمظلومانو غږ واوري. احمد شاه بابا د يو زړۀ سوانده پلار پۀ شان لۀ خپلو هېواد والو سره ناسته ولاړه درلوده، همدا لامل و، چې خلکو هغه ته «بابا» ويل.
 انګليسي د پلومات او تاريخ ليکوونکی الفنستون ليکلي: « پۀ رښتيا سره که چېرې پۀ آسيا کې کوم شاه د خپل ملت لۀ خوا د درنښت وړ وي، هغه پرته لۀ احمد شاه  بل څوک نۀ دی.» ( الفنستن، افغانان، ترجمه فکرتن، ۳۸۱ مخ)
روح يې ښاد او يادونه يې تلپاتې !

1 COMMENT

  1. د پورته لیکنی د محترم لیکونکی او ژباړوونکی څخه په مننی سره؛
    زه د ځوانۍ څخه تر نن ورځی پوری د احمد شاه بابا د نوم او کارنامو سره سخته مینه لرم چی البته ددې مینی نیمائی برخه له مذهبی انګېزې سره ریښه لری ضمناً امان الله خان هم د پزی او غوږو تر کلکی څنډنی وروسته پر تندی مچوم.
    احمد شاه بابا د افغانستان بنسټګر او امان الله خان د سیاسی استقلال بانی ګڼل کیږی خو د بده مرغه لکه څنګه چی ښائی همهغسی نه د وولسی سلیقې او نه د حکومتی سلیقې په کچه ددې دوو اشخاصو قدر نه دئ سوئ.
    یو بل ځوروونکئ واقعیت هم د لمس وړ دئ:
    د امان الله خان ستائنه د مسکو له فکری ادرس څخه تر سره کېده
    او
    د احمد شاه بابا ستائنه د لاهور د حاکمانو له فکری ادرس څخه تر سره کېده او تر سره کیږی.
    د دواړو خواوو ددې تبلیغاتی – موسمی ستائنو تر شا نور غیر افغانی اهداف نغښتی وه او نغښتی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب