Homeخبرونهلغمان کې د کډوالو د موټر چپه کېدو له امله ۱۸ تنه...

لغمان کې د کډوالو د موټر چپه کېدو له امله ۱۸ تنه مړه او ۲۹ ټپيان شول

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا 9مه)  لغمان ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ تنه مړه شوي دی.

لغمان کې د طالبانو د ولایت ویاند عبدالمالک نیازي تاند وېب پاڼې وویل چې، دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۵:۳۰ بجې د کابل ـ جلال‌آباد پر عمومي لویه لاره، د لغمان ولایت اړوند د سرخکانو چوک ته څېرمه پېښه شوې ده.

نیازی زیاتوي چې، په دې پېښه کې د کډوالو یو لارۍ ډوله موټر چپه شوی چې، له امله یې ۱۸ تنه مړه شوي او ۲۹ تنه زخمیان دي.

نوموړي ویلي، د مړو شویو کسانو په منځ کې ۱۰ ماشومان، ۵ ښځې او ۳ نارینه شامل دي.

نیازي زیاته کړې، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د طالبانو د ترافیکو مسؤلان او د مهاجرینو کمېټې مسؤلان سیمې ته رسېدلي او د ژغورنې هڅې پیل کړې.

سرچینه زیاتوي چې، ټپیان د لا ښې درملنې لپاره د ننګرهار ولایت روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو ورځ او د يو پوهنتون پښتون کول / بصيرالحق عادل

د جمهوريت په وروستي کال چې کابل ته د ماسټرۍ د زده‌کړو لپاره ولاړم، د ماسټرۍ له پيل څو مياشتې وروسته مې کابل کې...