Homeخبرونهد لغمان، ترافیکي پېښه کې د مړو شمېر۲۲ ته پورته شو؛ ذ...

د لغمان، ترافیکي پېښه کې د مړو شمېر۲۲ ته پورته شو؛ ذ مجاهد هم خواخوږي ښودلې

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا 9مه)  افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار د لغمان په سرخکانو ساحه کې د کډوالو د موټر د چپه کېدو پېښه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

ذبیح الله مجاهد، د ترافیکي پېښې له قربانیانو د کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

مجاهد نن په خپل اېکس (X) حساب کې مړو ته ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د ژر روغتیا او د قربانیانو کورنیو ته د صبر او زغم دعا کړې ده.

نن سهار شاوخوا ۵:۳۰ بجې، د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار یو موټر چې بېرته راستنېدونکي کسان یې لېږدول، له سړک څخه واوښت او چپه شو.

د دې پېښې له امله ۱۸ تنه، چې ۱۰ ماشومان هم پکې شامل وو، مړه شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

ټپیان ټول د ننګرهار حوزوي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

خو تازه ځینو سرچینو تاند وېب پاڼې ته وویل چې، په دې پېښه کې د مړو شمېر ۲۲ ته پورته شو او لاهم د ځینو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د کابل ـ جلال اباد لار دهېواد له خونړیو لارو څخه شمېرل کېږي چې، هره ورځ د لسګونه مسافرو ژوند اخلي.

د ټولنیزو رسنیو فعالان بیا له دې امله د طالبانو پر نظام نیوکه کوي چې، په تېرو ۵کلونو کې د  دوی د بې غورۍ له امله د کابل ـ جلال اباد دوهم لین سړک نه دی رغول شوی او لا یې هم کارونه سست روان دي.

دوی وایي، که دوهمه لار ونه رغول شي نو دا ډول خونړۍ پېښې به همداسې چټکې په زیاتېدو وي.

1 COMMENT

  1. ډیري داسي ناخوالي لاتر اوسه په افغانستان کي سته چي لا دامکاناتودنه درلودلوپه خاطررسیدګي نده ورته سوي دمثال په ډول سړکونه چي دانه په یوه میاشت یا یوکال کي جوړیږي اونه ئی امکان سته خصوصآ په دغه مالي امکانات چي حکومت ئی په لاس کي لري، داډیره اوږده پروژه ده حتي په هغه ډیروپر مخ تللو هیوادو کي هم چي پریماني مالي سرچینی لري ،خوهغه څه چي اوسنی حکومت ئی ترپخوانیو ښه کولای سي هغه دقوانینو تطبیق دی چي که دغه ته نوره هم توجوه وکړي نولږترلږبه ئی ددغه قسم واقعاتو مخه نیولي وي. کافي پرسونل لري پرهر[ کوچني اولوي سړک دي دترافیکو فني مسولین ودروي او دموټروانانولایسنسونه دي وګوري اودهغه دصدوردصحت ایطمنان دي ځان ته حاصل کړي اوورسره دي دموټرانو وسرعت ته پاملرنه وکړي او هغه چاته چي دوضعه سوي قوانینوڅخه تخلف کوي سختي جزاوي ورکړي] که داکارتریوه وخته هره ورځ وکړي انشا آلله چي ددغه قسم واقعاتو مخه به ئی تریوه حده پوري نیولي وي . باوروکړي چي غوږونه ددغه واقعاتوداوریدلوڅخه ستړي سوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب