Homeخبرونهاقتصادي خبرونهروسیې افغانستان ته د ایران له لارې د ۵ زره ټنه سون‌توکو...

روسیې افغانستان ته د ایران له لارې د ۵ زره ټنه سون‌توکو لومړۍ جوپه ولېږله

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) ایراني رسنیو د کسپین په غاړه د خپل هیواد د انزلي آزادې سیمې د ادارې مشر، مصطفی طاعتي‌مقدم، له قول راپور ورکړ چې له روسیې څخه د ۵ زره ټنه سون‌توکو لومړۍ جوپه د کسپین سمندر له لارې د ایران انزلي بندر ته رسېدلې او ټاکل شوې د رېلګاډي په وسیله افغانستان ته ولېږدول شي.

نوموړي ویلي چې د دې ترانزیتي بهیر دوام به د انزلي آزادې سیمې اقتصادي ودې ته وده ورکړي.

د ایران د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، طاعتي‌مقدم وویل چې د کسپین بندر د پراختیايي پروګرامونو په چوکاټ کې به ډېر ژر دا امکان برابر شي چې بارونه په مستقیم ډول له بېړیو څخه د رېلګاډي واګونونو ته ولېږدول شي. د هغه په وینا، دا اقدام به د قانوني اسانتیاوو او د انزلي آزادې سیمې له امتیازونو سره یو ځای د سون‌توکو د ترانزیت لګښتونه راکم او د نړیوالو دهلېزونو په سیالۍ کې د ایران موقعیت پیاوړی کړي.

هغه زیاته کړه چې د دې رېللارې له بشپړه فعالېدو سره به د کسپین بندر له لارې د سون‌توکو کلنی ترانزیت زیات شي، چې نه یوازې د انزلي آزادې سیمې اقتصادي پرمختګ ته ګټه رسوي، بلکې د سیمې د لوژستیکي مرکز په توګه به د ایران رول هم پیاوړی کړي.

د نوموړي په وینا، د دې ترانزیتي لارې پراختیا به له منځنۍ اسیا او یوروایشیا (اروپايي- اسیايي) هېوادونو سره سوداګري اسانه کړي او د سمندري او رېللارې ګډ ترانسپورټ به د نورو توکو، لکه د پتروشیمي محصولاتو او غلو دانو د لېږد لپاره هم زمینه برابره کړي.

طاعتي‌مقدم وویل چې د ګاومنډیو هیوادونو له رېللارو سره د دې لارې نښلول اقتصادي فعالانو ته د لا پراخو بازارونو د لاسرسي فرصتونه برابروي.

دا نوې لار له دې کبله هم مهمه ده چې د پاکستان پر لارو د افغان سوداګرو باور ختم شوی دی او دا لارې له څو میاشتو راهیسې عملاً بندې هم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

متروپولیس؛ هغه فلم چې د اوسني وخت وړاندوینه یې کړې وه

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) میتروپولیس Metropolis، چوپ یا بې خبرو فلم، چې په ۱۹۲۷ کال جوړ شوی او د جرمني د...