Homeخبرونهنورستان کې سیند ته د سېلانیانو د لوېدلي موټر ۴ تنه سپرلي...

نورستان کې سیند ته د سېلانیانو د لوېدلي موټر ۴ تنه سپرلي بې‌درکه ده

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا 9مه)  نورستان کې د طالبانو د حکومت سیمه‌ییز مسوولان وایي چې، دغه ولایت ته پر لار د سېلانیانو یو موټر تېره شپه په مرکز پارون کې له سړک تر اوښتو وروسته سیند ته غورځېدلی دی.

سرچینې زیاتوي چې، د دې پېښې له امله څلور کسان لا هم نادرکه دي او موټر چلوونکی ژوبل شوی او ژغورل شوی دی.

مسوولان زیاتوي چې سیلانیان د فراه اوسېدونکي دي او د اختر مېلې لپاره نورستان ته تللي وو.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې، نورستان په زیات شمېر سېلانیان ور مات شوي او دغه ولایت ته تللې لار بیا له خطرونو ډکه ده.

بل لورته بیا د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار لغمان ساحه کې د کډوالو یو موټر چپه شوی چې، له امله یې ۲۲ تنه مړه شوي او ۳۵ نور ژوبل شوي دي.

په دې پېښه کې ۱۰ ماشومان هم  شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سوله دوست څمکني!| سپين‌روان نورزی

د جدي مياشت وه، په ګرديز کې سخته واوره ورېده، داسې وچ کلک ساړه و چې د تعريف لپاره يې الفاظ نه شم موندلی،...