تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) د دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد، له مسکو څخه تر راستنېدو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې وویل چې طالبان به په نژدې راتلونکي کې داسې اقدامات وکړي چې پاکستان نور د افغانستان پر خاوره د برید جرئت ونه کړي.
هغه خبریالانو ته وویل چې د طالبانو او روسیې ترمنځ د لاسلیک شوې پوځي ـ تخنیکي همکارۍ هوکړهلیک عملي چارې به په راتلونکو ورځو کې پیل شي.
مجاهد ټینګار وکړ چې دا هوکړهلیک دفاعي یا امنیتي ائتلاف نه دی او باید د نورو هېوادونو د اندېښنې سبب نه شي.
هغه څرګنده کړه چې د دې هوکړې اساسي موخه په افغانستان کې په روسيې کې د جوړو شویو وسلو او تجهیزاتو ترمیم او ساتنه ده.
«تاسو وینئ چې په افغانستان کې ډېر روسي جوړ هلیکوپترونه او الوتکې شته چې ترمیم ته اړتیا لري. موږ اړ یو له هغو هېوادونو سره هوکړې وکړو چې دا وسلې یې جوړې کړې دي، څو وکولای شو له دغو تجهیزاتو څخه ښه استفاده وکړو.»
«له امریکا سره هم ورته هوکړې کولی شو»
دفاع وزیر هڅه وکړه د دې هوکړې په اړه نړیوالې اندېښنې راکمې کړي او ویې ویل چې دا تړون د هېڅ هېواد پر ضد نه دی، بلکې د سیمې د امنیت د پیاوړتیا لپاره دی.
هغه زیاته کړه:
«موږ کولی شو له امریکا سره هم ورته هوکړې ولرو، ځکه چې دلته لا هم ډېر امریکايي وسایل او تجهیزات پاتې دي.»
مجاهد وویل چې افغانستان د هوايي دفاع یو اغېزمن سیستم ته اړتیا لري او د دوی حکومت به په راتلونکي کې په دې غور وکړي چې دغه سیستم له کومو هېوادونو ترلاسه کړي.
پاکستان ته خبرداری
یعقوب مجاهد په خپلو څرګندونو کې د پاکستان اندېښنو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې اسلامآباد د طالبانو او روسیې ترمنځ د پوځي همکارۍ له هوکړې ناخوښ دی.
هغه په خبرداری ورکوونکي لحن وویل:
«موږ هڅه کوو چې په نژدې راتلونکي کې پاکستان نور د افغانستان پر خاوره د برید جرئت ونه کړي.»
مجاهد دا څرګندونې د پاکستان له څو خونړیو بریدونو وروسته وکړې.
په کابل کې د معتادانو پر روغتون د پاکستان په هوايي برید کې تر ۴۰۰ زیات ناروغان او نور ملکیان ووزل شول. همداراز په کونړ کې لسګونه ملکیان د پاکستان په بریدونو کې وژل شوي دي.