Homeخبرونهتورخم دروازه له ۴ورځني ځنډ وروسته د کډوالو پرمخ بېرته پرانیستل شوه

تورخم دروازه له ۴ورځني ځنډ وروسته د کډوالو پرمخ بېرته پرانیستل شوه

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا 9مه)  د لوی اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته د تورخم دروازه یو ځل بیا افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو او کورنیو پرمخ پرانیستل شوه.

د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر، ویلي چې اوسمهال د بېرته ستنېدو بهیر عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

د وزیر په وینا، هغه موټر چې افغان کډوال لېږدوي او همدارنګه تش موټر چې له افغانستان نه بېرته پاکستان ته ستنېږي، خپل عادي تګ راتګ پیل کړی دی.

هغه زیاته کړې چې د اړوندو ادارو تر څارنې لاندې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ په منظم ډول روانه ده.

انعام الله وزیر ویلي چې د لوی اختر د رخصتیو له امله د مې له ۲۶مې تر ۲۹مې نېټې پورې د تورخم دروازه د ستنېدونکو کډوالو پر مخ تړلې وه او د بېرته ستنېدو بهیر د څلورو ورځو لپاره ځنډېدلی و.

دا په داسې حال کې ده چې د تورخم دروازه له نږدې یو کال راهیسې د ترانزیټي او عادي تګ راتګ پر مخ تړلې ده، خو له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې یوازې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره له یوه لوري خلاصه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

متروپولیس؛ هغه فلم چې د اوسني وخت وړاندوینه یې کړې وه

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) میتروپولیس Metropolis، چوپ یا بې خبرو فلم، چې په ۱۹۲۷ کال جوړ شوی او د جرمني د...