پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+په دې ورځ کانګریس پر عراق یرغل ته اجازه ورکړه

په دې ورځ کانګریس پر عراق یرغل ته اجازه ورکړه

تاند- له نن څخه ۲۱ کاله پخوا د ۲۰۰۲ کال د اکتوبر په ۱۱ مه د امریکا کانګریس په لوی اکثریت یوه لایحه تصویب کړه چې ولسمشر جورج ډبلیو بوش ته یې پراخ واک ورکاوه چې د عراق پر ضد له قوې کار واخلي.

په ۲۰۰۳ م کال امریکا په دې پلمه چې صدام حسین د ډله ییزې وژنې وسلې لري او نړۍ ته خطر پېښوي، پر عراق یرغل وکړ، په ۲۰۰۳ کې د صدام حسین رژیم وپرزول شو.

له امریکا سره په دې جګړه کې بریتانیا او یو شمېر نور لوېدیځ هیوادونه هم ملګري وو.

صدام حسین د ۱۹۳۷ کال د اپریل په ۲۷ د تکریت په العوجه کلې کې په یوه شپنه کورنۍ کې زېږېدلی، له ۱۹۷۹ تر ۲۰۰۳ پورې د عراق ولسمشر و.

دی د بعث ګوند یو مهم غړی و او د دغه ګوند له لوري د ۱۹۶۸ کال په کودتا کې یې کلیدي رول درلود.

صدام حسین، چې د امریکا له حملې وروسته پټ و، د ۲۰۰۳ د دسمبر په ۱۳مه په یوه کور کې ونیول شو.

د ۲۰۰۶ کال د دسمبر په دېرشمه، چې د لوی اختر ورځ وه، په بغداد کې په دار وځړول شو.

د عراق د ملي امنيت سلاکار موافق الروبي چې د اعدام پر وخت حاضر و، وويل صدام حسين تر سپيده چاود مهال وړاندې زندۍ شو او دغه چاره د ويډيويي فلم له لارې ثبت شوه.

که څه هم امریکا د صدام حسین رژیم وپرزاوه خو په عراق کې یې د ځان خلاف مقاومت ختم نه کړای شو. نه یوازې عراق په سور اور بدل شو چې بالاخره امریکا ورڅخه په وتلو پیل وکړ، بلکې عراق ته د ډېرې پاملرنې او د افغانستان د هیرولو له کبله په افغانستان کې د طالبانو مقاومت ورځ تر بلې پراخ او پیاوړی شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب