Homeخبرونهپه فیض‌آباد کې د ښاري پلان جوړونې لپاره له بې‌پیلوټه الوتکو هوايي...

په فیض‌آباد کې د ښاري پلان جوړونې لپاره له بې‌پیلوټه الوتکو هوايي تصویرونه اخیستل کېږي

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۹ مه) په بدخشان کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت تخنیکي ډله د تلې له ۱۸مې څخه په فیض‌آباد ښار کې د ځمکې د توپوګرافیکې سروې او د ښاري پلانونو د جوړولو لپاره د بې‌پیلوټه الوتکو له لارې د هوايي تصویرونو اخیستل پیلوي.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس احمد ظاهر کبیري په یوه خبرتیا کې ویلي، چې دا بهیر به د سروې تر بشپړېدو پورې دوام وکړي او هدف یې د جغرافیايي معلوماتو راټولول او د ښار د پراختیا لپاره د پلان جوړول دي.

د خبرتیا له مخې، د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې به د ښار جوړونې او ښاري پلان جوړونې د تخنیکي او مسلکي چارو لپاره ترسره شي. چارواکو له ښاریانو غوښتي چې له دې بهیر څخه خبر وي او همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا اعدام ودروئ!

ډایلاګ: نانا پاټیکر- ژباړه: غني حسن تاسو نن ټول راغلي یاست، چي زما د مرګ ننداره وکړئ!  اوس به ما په دار وځړوي؛ ژبه به...