تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۹ مه) د طب د برخې څېړونکو او تغذیې متخصصانو په یوه نوې څېړنه کې څرګنده شوې چې هره ورځ د رومي بانجنو خوړل د ځیګر د جدي ناروغیو، په ځانګړي ډول د ځیګر د غوړ کېدو، په مخنیوي کې مرسته کوي.
دا څېړنه چې د ایټالیا د روغتیا وزارت په همکارۍ ترسره شوې، په «Nutrients» طبي مجله کې خپره شوې ده. په څېړنه کې څرګنده شوې چې هغه کسان چې هره ورځ یو رومي بانجن خوري، په ځیګر کې یې د غوړ اندازه د پام وړ کمه وي.
رومي بانجن د «لایکوپین» په نوم یو پیاوړی انټياکسیدنټ لري، چې د ځیګر له حجرو سره د ساتنې په برخه کې مرسته کوي او په دغه غړي کې د اضافي غوړ د زېرمه کېدو مخه نیسي.
د څېړنې موندنې ښيي چې په منظم ډول د رومي بانجنو خوړل د ځیګر التهاب کموي او د بدن میتابولیک سیستم له ښه فعالیت سره مرسته کوي.
د طبي متخصصانو په وینا، د ځیګر د غوړېدو یا د ځیګر په شاوخوا کې د وزاګې د راټولېدو په څېر د یوې عامې او پټې ناروغۍ د مخنیوي لپاره په ورځني سلاد یا خوړو کې د یوه تازه یا پوخ شوي رومي بانجن شاملول د خوړو یو ساده انتخاب کېدای شي.