Homeخبرونهد اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د انرژۍ په نړیوال فورم کې...

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د انرژۍ په نړیوال فورم کې د ګډون لپاره ریاض ته تللی

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۹ مه) د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخوندزاده د انرژۍ په اوولسم نړیوال فورم کې د ګډون او د افغانستان د انرژۍ سکتور د پراختیا لپاره د لا زیاتو همکاریو د جلبولو په هدف د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته تللی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت د شنبې په ورځ وویل چې په دې نړیواله غونډه کې به د کابو ۱۰۰ هېوادونو استازي د انرژۍ د سکتور پر مهمو موضوعاتو، شته ستونزو او د همکاریو پر فرصتونو خبرې وکړي او خپلې تجربې به سره شریکې کړي.

افغانستان اوس هم د خپلې اړتیا د برېښنا ډېره برخه له ګاونډیو هېوادونو څخه پوره کوي. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام تر دې مخکې ویلي و چې په افغانستان کې شاوخوا ۹۷ سلنه وګړي د لسیزو جګړو او د زېربناوو په برخه کې د پانګونې د کمښت له امله د برېښنا له کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د هر وګړي د انرژۍ کلنی مصرف په منځنۍ کچه شاوخوا ۷۰۰ کیلوواټه‌ساعته دی، چې د نړۍ له منځني اندازې سره نژدې ۳۰ برابره توپیر لري.

له بلې خوا، په وروستیو کلونو کې سعودي عربستان ته د طالبانو د چارواکو سفرونه محدود پاتې شوي دي. سعودي عربستان د سیمې د ځینو نورو هېوادونو خلاف، د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او له دغه حکومت سره یې سیاسي اړیکې هم محدودې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...