Home+له روسيې سره د افغانستان اړيکې: فرصتونه او ننګونې

له روسيې سره د افغانستان اړيکې: فرصتونه او ننګونې

عبدالوحید وحيد

د روسیې او افغانستان ترمنځ د وروستیو اړیکو پراختیا باید یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ د عادي ډیپلوماتیک تعامل په توګه ونه ارزول شي، بلکې د روسيې په نوښت دغه نوى رامنځته شوى او پراخيدونکى تحول د سیمې او نړۍ په کچه د بدلېدونکو جیوپولیټیکي، جیوستراتیژیکي او جیو اقتصادي معادلو په چوکاټ کې د پام وړ اهمیت لري. له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته دغه هېواد د نړیوالو او سیمه‌ییزو ځواکمنو هېوادونو د نويو محاسباتو یوه برخه ګرزيدلې او روسیه هڅه کوي چې د مرکزي اسیا د امنیت، د سويلي اسیا د اتصال او د لویدیځو هیوادونو د نفوذ محدودولو په برخه کې خپل رول پیاوړی کړي. له همدې امله، مسکو له کابل سره د اړیکو د پراخولو له لارې غواړي هم خپلې امنیتي اندېښنې مدیریت کړي او هم په یوه ارزښتناک جغرافیایي موقعیت کې خپل حضور وساتي.

له جیوستراتیژیک پلوه، افغانستان د روسیې لپاره د مرکزي اسیا د امنیتي کمربند یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. د داعش خراسان فعالیتونه، د افراطي ډلو احتمالي پرمختګونه، د نشه يي توکو قاچاق او د منځنۍ اسیا جمهوریتونو امنیت هغه موضوعات دي چې د روسیې په ستراتیژیکو محاسباتو کې مهم ځای لري. مسکو په دې باور دی چې له کابل سره عملي تعامل د امنیتي خلا رامنځته کيدو او بې‌ثباتي د پراخېدو مخه نیولای شي. په ورته وخت کې افغانستان هم هڅه کوي چې د نړیوالې انزوا له حالت څخه راووزي او له ځواکمنو هېوادونو سره د اړیکو له لارې خپلې سیاسي او اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

له اقتصادي اړخه، دواړه هېوادونه د متقابلو ګټو فرصتونه ویني. روسیه د انرژي، نفتو، غنمو او سوداګري په برخه کې مهم ظرفیتونه لري، په داسې حال کې چې افغانستان د مرکزي اسیا، روسیې، جنوبي اسیا او منځني ختیځ ترمنځ د اتصال یوه طبیعي څلورلاره ده. که مناسب امنیتي او سیاسي شرایط رامنځته شي، نو شک نشته چې افغانستان د سیمه‌ییزو ترانزیټي او سوداګریزو دهلېزونو په یوه مهم محور بدليداى شي. په همدغه دلیل، د روسیې او افغانستان اړیکې یوازې د سیاسي نږدېوالي موضوع نه ده، بلکې د اقتصادي اتصال او سیمه‌ییزو بازارونو د پراختیا لیدلوري پربنسټ هم ستر اهمیت لري.

د دغو پرمختګونو په وړاندې د لویدیځ غبرګون تر ډېره محتاط دی. لویدیځ هېوادونه اندېښنه لري چې د روسیې نفوذ به په افغانستان کې پراخ شي او مسکو به وکولای شي د افغانستان له لارې خپل سیمه‌ییز او نړیوال دریځ پیاوړی کړي. البته په عین وخت کې امريکا او نوره لويديځه نړۍ درک کوي چې افغانستان د بشپړې انزوا له لارې نشي اداره کېدای او سیمه‌ییز قدرتونه به په هر صورت خپل تعاملات له کابل سره پرمخ وړي.

چین عموماً دغه تحول ته په مثبت نظر ګوري، ځکه د افغانستان ثبات د چین د اقتصادي او امنیتي محاسباتو یوه مهمه برخه ده. ایران هم ممکن د سیمه‌ییز ثبات او اقتصادي اتصال په موخه د روسیې او افغانستان د نږدېوالي هرکلی وکړي، خو  هڅه به وکړي چې د نفوذ توازن وساتل شي. پاکستان او د مرکزي اسیا هېوادونه هم دغه وضعیت له نږدې څاري؛ هغوى ممکن د ديپلوماسي په چوکاټ کې د اقتصادي فرصتونو او ثبات هرکلی وکړي، خو له بلې خوا د هغوى د خپل تعبير له مخې د خپلو امنیتي او ستراتیژیکو ګټو د خوندي ساتلو ترعنوان لاندې څه ملاحظات ولري.

په دغه شان حساسو شرایطو کې د افغانستان لپاره تر ټولو مهمه اړتیا د انډوليز او څو اړخیز بهرني سیاست تعقیبول دي. د افغانستان معاصر تاریخ ښيي چې کله دغه هېواد د کوم ځانګړي نړیوال یا سیمه‌ییز محور برخه ګرزيدلې، نو ډېر ځله د قدرتونو ترمنځ د رقابتونو او نیابتي سیالیو ډګر ګرزېدلی دی. له همدې امله، د کابل واکمنان باید  له روسیې سره د اړیکو د پراختیا ترڅنګ له چین، ایران، پاکستان، د مرکزي اسیا هېوادونو، خلیجي دولتونو او حتی له لویدیځ سره، نه يوازې دا چې د تعامل دروازې پرانیستې وساتي، بلکې په عملي ډګر کې په دغه استقامت رغنده ګامونه پورته کړي. د متوازن سیاست موخه دا نه ده چې ټول اړخونه خوشحاله وساتل شي، بلکې دا ده چې افغانستان د قدرتونو ترمنځ د رقابتونو پر ځای د همکاریو او اتصال په  نقطه بدل شي.

افغانستان له انزوا څخه د راوتلو په موخه د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې له ولس او نړيوالې ټولنې سره په اړيکو جوړولو کې د انعطافي دريز خپلولو لپاره خورا پراخ ډګر لري. ګڼ اړخیزه ډیپلوماسي په عملي ډول دا معنا لري چې افغانستان خپلې اړیکې یوازې په دوه اړخیزو مناسباتو پورې محدودې نه کړي، بلکې په سیمه‌ییزو او نړیوالو چوکاټونو کې هم فعاله ونډه ولري. له روسیې سره د انرژي او سوداګري په برخه کې همکاري، له چین سره د زیربناوو او پانګونې پروژې، له ایران سره د ترانزیټ او سوداګري پراختیا، له پاکستان او مرکزي اسیا سره د اقتصادي دهلېزونو جوړول، او له خلیجي هېوادونو سره د پانګونې او مالي همکاریو پراخول د همدغې تګلارې برخه کېدای شي. همدارنګه د شانګهاى د همکاريو سازمان په ګډون له نورو نړيوالو سياسي او اقتصادي سازمانونو سره فعال تعامل افغانستان ته دا فرصت ورکوي چې خپلې ګټې د یوه ځواکمن اړخ پر ځای د څو اړخیزو چوکاټونو له لارې ترتیب او تعقیب کړي.

د افغانستان د بهرني سیاست بنسټ باید پر څلورو اصولو ولاړ وي: نه محوریت، اقتصاد محوره تګلاره، متوازن تعامل، او د اتصال رول باندې تمرکز کول. هېواد باید د هېڅ نړیوال بلاک یا داسې سیاسي محور تړون برخه نه شي چې مقابل اړخ غبرګون ته وپاروي، بلکې له ټولو ځواکمنو هېوادونو سره د خپلو ملي ګټو پر بنسټ اړیکې تنظیم کړي.

که موږ غواړو چې افغانستان د سترو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د رقابتونو ډګر نشي، نو بهرنی سیاست باید د ملي ګټو په چوکاټ کې له اقتصادي موخو لکه  سوداګري، ترانزیټ، انرژي او پانګونې سره تړاو لري ولري. په عين وخت کې له یوه لورې سره د اړیکو پراختیا باید د بل لوري د اندېښنو لامل نشي. افغانستان کولای شي خپل جغرافیایي موقعیت د ګاونديانو او زبرځواکونو ترمنځ د سیالي د کرښې پر ځای د اقتصادي اتصال په څلورلارې ته بدل کړي ترڅو د مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، روسیې، چین او منځني ختیځ ترمنځ د اقتصادي اړیکو جوړولو لپاره د اسانتیاو رامنځته کوونکي هېواد رول ولوبوي.

که په پايله باندي راوګرزو نو د روسیې او افغانستان د اړیکو پراختیا کابل ته مهم فرصت برابروي، خو دا فرصت هغه وخت ستراتیژیکه لاسته راوړنه کېدای شي چې افغانستان له احساساتي یا يو اړخ محوره سیاست څخه ډډه وکړي او د ملي ګټو پر بنسټ متوازنه او څو اړخیزه ډیپلوماسي پرمخ یوسي. د افغانستان اصلي بریا به په دې کې نه وي چې د کوم ځواکمن هېواد نږدې متحد شي، بلکې په دې کې ده چې له روسیې، چین، ایران، پاکستان، خلیجي هېوادونو، مرکزي اسیا او لویدیځ سره د متوازنو اړیکو په ساتلو خپل موقعیت د رقابت له ډګر څخه د اقتصادي اتصال، سیمه‌ییز ثبات او متقابلو ګټو په مرکز بدل کړي. دغه تګلاره کولای شي افغانستان د اوږدمهاله ثبات، اقتصادي ودې او ستراتیژیک ارزښت پر لور رهبري کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کور ته د اختر سودا د شپې راوړی

دا بیت د ټولنې د اقتصادي نابرابرۍ، انساني درد او د اختر د خوښیو تر شا د پټو محرومیتونو ژور انځور وړاندې کوي:  کور ته...