تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۵ مه) د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو د لویې مرستیالۍ د درستیزوالۍ رئیس حزبالله افغان په بامیان ولایت کې له یو شمېر شیعه دیني عالمانو او قومي مشرانو سره لیدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د امنیت، ملي یووالي او متقابلې همکارۍ په اړه خبرې وشوې.
د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، شیعه علماوو او قومي مشرانو د امنیت او سولې په ټینګښت کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو رول مهم وباله.
حزبالله افغان وویل، امنیتي ځواکونه له خلکو سره د همکارۍ لپاره چمتو دي او ټینګار یې وکړ چې شیعه او سني ټول افغانان د یوې کورنۍ غړي دي. هغه زیاته کړه چې د ټولو وګړو د ځان او مال ساتنه د طالبانو د امنیتي ځواکونو مسوولیت دی.
تر دې مخکې د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني هم بامیان ته د سفر په ترڅ کې ویلي وو چې د هزارهوو او شیعهوو مشروع غوښتنې باید وڅېړل شي او هېڅوک باید په افغانستان کې ځان پردی احساس نه کړي.
له رقص مرده خو تردې ځایه ورسيدو، د جهاني صاحب د منظومې دوعا يوه برخه خو اسمان ومنله. نور به هم ورحمېږي، انشاالله.
نور به مې خپل يې له آمو تر ارغستانه پورې
مځکې دې زما دي له هلمند تر بدخشانه پورې
که پشتانه که هزاره دي تر بامیانه پورې
د “جهاني” پيغام به يوسي تر اسمانه پورې
چې د سرتاج به د آسیا يې د افغان وطنه
که هرڅو درته په قهر دی اسمان وطنه