Homeخبرونهټرمپ د کابل هوايي ډګر د ۲۰۲۱ کال د چاودنې پړه پر...

ټرمپ د کابل هوايي ډګر د ۲۰۲۱ کال د چاودنې پړه پر بایډن واچوله

تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۵ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» د خونړۍ چاودنې پړه پر پخواني ولسمشر جو بایډن واچوله او د ۲۰۲۱ کال د تخلیې بهیر یې «ناورین» وباله.

د سپینې ماڼۍ له خبرپاڼې سره سم، ټرمپ د هغو ۱۳ امریکايي سرتېرو درناوی وکړ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه په ځانمرګي برید کې ووژل شول. نوموړي له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو د څرنګوالي په خاطر د بایډن پر حکومت سخته نیوکه وکړه او ویې ویل چې امریکايي ځواکونه «بې دفاع» پرېښودل شوي وو.

د کابل هوايي ډګر د ابي ګېټ چاودنه د امریکا په مشرۍ له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په وروستیو کې وشوه. د داعش خراسان څانګې (داعش-خ) د برید مسوولیت ومانه. د امریکا د پوځي ارزونو له مخې، په برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.

ټرمپ له دې وړاندې هم له افغانستان څخه د وتلو پر مدیریت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د بایډن ادارې د وتلو بهیر ناسم مدیریت کړی و.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا دفاع وزارت د ابي ګېټ د برید او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د وروستیو پړاوونو په اړه جلا ارزونه کوي.

بایډن مخکې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړې دفاع کړې، خو منلې یې وه چې د تخلیې بهیر ګډوډ و او له تمې څخه په چټکۍ ترسره شو. نوموړي ټینګار کړی و چې تخلیه د ۲۰۲۰ کال د هغه تړون په اساس ترسره شوه چې د ټرمپ د لومړۍ ادارې او طالبانو ترمنځ شوی و. خو دا په داسي حال کې ده چې د دوحې تړون په اصل کې د ټرمپ د حکومت په لومړۍ دوره کې لاسلیک شوی و.

1 COMMENT

  1. امریکا د طالبانو سره په دوحه کوم تړون چې لاسلیک مسولیت د پمپیو او ملابرادر وو نو دا چې د امریکا هر حکومت چې نوی راځی د تیر نظام تړون تطبیق مسولیت لری نو ځکه زیاتره دیمکرات سیاسیون د جمهوریت خواه د پالیسیو او پلانونو تطبیق په غاړه لری نو ټرمپ په کوم اساس یاد تړون لاسلیک کړ چې اوس ملامت بایډن شو ولی ځان ملامت نه ګڼی ځکه خو تر نن ورځی په سیاست کې چین ایران او روسیی په وړاندې ضعیف ښکاره شول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سارا علي خان: کله مې چې د اداکارۍ پرېکړه وکړه، وزن مې ۱۰۰ کیلوګرامه و

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) د بالیووډ اداکارې سارا علي خان ویلي، کله چې دې په فلمونو کې د کار کولو پرېکړه...