Homeخبرونهپه کابل کې د امریکا پخوانی سفیر وايي، امریکا باید افغانستان...

په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر وايي، امریکا باید افغانستان ته شا وانه ړوي

تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۵ مه) په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر خبرداری ورکړی چې د افغانستان پرله‌پسې له پامه غورځول ښايي د امریکا او نړیوال امنیت لپاره جدي منفي پایلې ولري.

نوموړي په واشنګټن کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، امریکا په ۱۹۹۰مو کلونو کې د افغانستان ته د شا اړولو دروند قیمت ورکړی و، نو باید دا ستراتیژیکه تېروتنه بیا تکرار نه شي.

هغه د افغان مدني ټولنې، بشري حقونو او د رسنیو د کارکوونکو د دوامدار ملاتړ غوښتنه وکړه.

دې ته ورته څرګندونې کانګریس ته تازه بریالۍ شوې افغان الاصله استازې عایشه وهاب کړي دي. هغې هم ویلي چې امریکا باید افغانستان ته شا وانه ړوي او هر څوک چې په افغانستان کې واک په لاس کې لري، تعامل ورسره وشي چې افغانستان د سیمه ییزو قدرتونو په غېږ کې ونه لوېږي.

کراکر د طالبانو پر پنځه کلنې واکمنۍ هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ښځو محکومول، د نارینه‌وو واکمني او د یوه غیرمنتخب امیر خپل‌سري پرېکړې پر ټولنه تپل کېږي. خو نوموړي ټینګار وکړ چې د ۲۰۰۱ کال پرتله د افغانستان اوسنۍ نسل ډېر لوستی او له دیموکراتیکو ارزښتونو او ازادو رسنیو سره بلد دی؛ له همدې امله به طالبان د خلکو د شعور او د مقاومت د روحیې په له منځه وړلو کې بریالي نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له افغان کیسه‌لیکوال عبدالوکیل سوله‌مل سره ادبي ناسته

تېره یکشنبه د اګست پر ۲۳ نېټه په بېلجیم کې د یو شمېر افغان فرهنګیانو  له خوا دله پیاوړي کیسه لیکوال ښاغلي عبدالوکیل سولهءمل سره  فرهنګي...