تاند/پنج شنبه د وږي ـ سنبلې ۵مه/ هرات کې د طالبانو د حکومت والي، نوراحمد اسلامجار وايي چې، تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به په دې ولایت کې د ټاپي پروژې چارې بشپړې او دغه پروژه به ګټنې ته وسپارل شي.
د هرات د والي په وینا، ترکمنستان په هرات کې د ټاپي پروژې اړوند کارونه پر مخ وړي او ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې یې مسوولیت سیمهییزو چارواکو ته وسپاري.
اسلامجار له فابریکهدارانو او خلکو غوښتي چې، د ټاپي له ګازو د استفادې لپاره لازم چمتووالی ونیسي.
ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د طبیعي ګازو د لېږد یوه ستره سیمهییزه پروژه ده.
د دې پروژې له لارې به د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدول شي.
افغانستان د دې پروژې له لارې د ټرانزیټ عوایدو ترڅنګ، د خپل کورني مصرف لپاره هم د طبیعي ګاز د ترلاسه کولو تمه لري.
اقتصادي شنونکي وايي، که ټاپي پروژه په بشپړه توګه عملي او فعاله شي، افغانستان ته به د ټرانزیټ له عوایدو سربېره د انرژۍ په برخه کې هم مهمې اقتصادي ګټې ولري.
د دوی په باور، د فابریکو او صنعتي مرکزونو لپاره د طبیعي ګاز برابرول کولی شي د تولید لګښتونه راکم، د صنعت د پراختیا زمینه برابره او د کارموندنې فرصتونه زیات کړي.
اقتصادپوهان ټینګار کوي چې د پروژې د عملي ګټو لپاره یوازې د پایپلاین جوړېدل بسنه نه کوي؛ بلکې د ګاز د وېش مناسب سیستم، د بیو روڼتیا، د خصوصي سکټور لپاره اسانتیاوې او د پروژې امنیت او دوام هم مهم دي.
اقتصاد پوهان وایي، که شرایط برابر شي، ټاپي کولی شي د افغانستان د اقتصاد او سیمهییزې سوداګرۍ لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه وګرځي.