تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۲۸ مه) د جرمني د حکومت د کډوالو، په ځانګړې ډول د افغانانو، د ایستلو له پلان سره د کډوالو د حقونو د فعالانو مخالفت زیات شوی دی. د کډوالو د حقونو مدافع ډلې غواړي د شنبې په ورځ، د تلې په دوهمه، د جرمني په اوو هوايي ډګرونو کې راټولې شي او د کډوالو د شړلو د بهیر د درولو غوښتنه وکړي.
د جرمني د خبري اژانس د راپور له مخې، د لایپزیګ/هاله په هوايي ډګر کې به د اعتراضونو اصلي تمرکز افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته لېږلو لپاره د ځانګړو چارټر الوتنو پر ضد وي. دغه هوايي ډګر تر دې مخکې هم څو ځله د هغو الوتکو د الوتنې ځای و چې افغانان یې افغانستان ته لېږدول.
د اعتراضونو د تنظیموونکي ائتلاف ویاند، لوکا مولر، د افغان کډوالو د ایستلو لپاره له طالبانو سره د جرمني د حکومت پر همکارۍ نیوکه کړې ده. هغه ویلي: «دا چې د کډوالو شړل د طالبانو په همکارۍ ترسره کېږي او یو هوايي شرکت له دې وحشتناک اقدام څخه ګټه ترلاسه کوي، یوه رسوايي ده. دوی د خلکو د ژوند په بربادولو پیسې ګټي.»
دا اعتراضونه به د «د کډوالو د ایستلو د لېونتوب پر ضد سراسري اعتراض» تر شعار لاندې ترسره شي. اعتراض کوونکي نه یوازې د هغو کډوالو له بېرته لېږلو سره مخالفت کوي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي، بلکې د شړلو په موخه د کډوالو له نیولو او د دې بهیر لپاره د مرکزونو او نورو اسانتیاوو له پراخولو سره هم مخالفت لري.
د اعلان شوي پلان له مخې، اعتراضونه به د لایپزیګ/هاله، فرانکفورت، کولن، مونشن، دوسلدورف، هانوفر او برلین په هوايي ډګرونو کې ترسره شي.
د اعتراضونو تنظیموونکو د جرمني د حکومت د بودجې پر لومړیتوبونو هم نیوکه کړې ده. د هغوی په وینا، په داسې حال کې چې فدرالي حکومت د ټولنیزو او روغتیايي خدمتونو د بودجې د کمولو په اړه غور کوي، د کډوالو پر شړلو او د دې بهیر لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو بې ځایه پیسې لګوي.