Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد تایوان د بېړۍ چلونې یوې کمپنۍ افغانستان او منځنۍ اسیا ته...

د تایوان د بېړۍ چلونې یوې کمپنۍ افغانستان او منځنۍ اسیا ته د بارونو لېږد درولی

تاند( سې شنبه، د تلې/ میزان ۲۸ مه) تخصصي خپرونې «لوجستیک اینسایډر» راپور ورکړی چې د تایوان د کښتۍ‌چلونې شرکت «وان های لاینز» د پاکستان د بندرونو له لارې افغانستان، ازبکستان، قزاقستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته د سوداګریزو بارونو منل د نامعلومې مودې لپاره درولي دي.

د راپور له مخې، دا پرېکړه هغه بارونه هم رانغاړي چې پېرودونکو یا درېیمګړو شرکتونو یې د ځمکنۍ لارې د لېږد چارې په خپلواکه توګه تنظیم کړې وي.

د راپور پر اساس، چې پرون (دوشنبې) خپور شوی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو دوامداره بندېدا او سیمه‌ییزې ترینګلتیاوې د دې پرېکړې له عواملو څخه دي. پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۲مې، چې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۰مې سره سمون خوري، له افغانستان سره د تورخم او سپین بولدک – چمن په ګډون، خپلې سوداګریزې لارې، د نښتو له امله تړلې دي.

«وان های لاینز» د لېړۍ چلونې لومړنی شرکت نه دی چې افغانستان ته د بارونو لېږد محدودوي. تر دې مخکې هم ځینو نورو شرکتونو په پاکستان کې د زرګونو کانتینرونو د بند پاتې کېدو له امله د نویو بارونو د منلو په اړه خبرداری ورکړی و.

راپور د پاکستان د «ډان» ورځپاڼې شمېرو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان له لارې د افغانستان د ترانزیتي سوداګرۍ کچه د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې له شاوخوا ۸۹ زرو کانتینرونو څخه د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ مالي کال په ترڅ کې ۱۱ زره او ۵۹۲ کانتینرونو ته راټیټه شوې ده. د دغو کانتینرونو ارزښت ۳۶۷ میلیون ډالره ښودل شوی دی.

په همدې حال کې، افغانستان د خپلو وارداتو لپاره د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته مخه کړې ده. راپور د نړیوال بانک شمېرو ته په اشارې زیاته کړدې چې د ۲۰۲۶ کال په اګست کې د افغانستان شاوخوا ۴۸ سلنه واردات د منځنۍ اسیا او ۴۶ سلنه د ایران له لارې ترسره شوي، په داسې حال کې چې د پاکستان ونډه نژدې صفر ته راټیټه شوې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ ترانزیتي سوداګري له خنډ سره مخ کړې ده. د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې غړي خانجان الکوزي ویلي، پخوا له کراچۍ څخه افغانستان ته د یوه کانتینر د لېږد لګښت شاوخوا دوه زره ډالره و او نژدې لس ورځې یې وخت نیوه؛ خو اوس په بدیلو لارو د لېږد لګښت ښايي لس زره ډالرو ته ورسېږي او شاوخوا دوه میاشتې وخت ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د «زاړه میرزایان او زلمي لیکوال» کتاب ته یوه کتنه

د کتاب نوم: زاړه میرزایان او زلمي لیکوال لیکوال: ملوک رغون خپرندوی: د افغانستان ملي تحریک، فرهنګي څانګه د چاپ کال: ۱۳۹۴ لمریز کال ـ ۲۰۱۵ میلادي...