شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeادبکره کتنهد شریفې شریف له تصویرونو مالامال کیسه/اجمل پسرلی

د شریفې شریف له تصویرونو مالامال کیسه/اجمل پسرلی

که موږ ولیکو « شپه وه»، یو زمان زموږ سترګو ته دریږي، خو که ولیکو:« د کرړي غږ و، پر کړکۍ د سپوږمۍ شغلې غوړیدلې وې» دا تصویر دی چې هم یې په سامعه حس درکوو، هم په باصره حس.

تصویر یوه حسي تجربه ده چې د یوه حس یا څو حواسو په مرسته یو څوک، ځای یا شي  درک کیږي. په کیسه کې د تصویر پنځول ښایي سخته نه وي خو هنري تصویر هغه دی چې  له محتوا سره سم مجازي معناوې رانغاړي.

له څو محدودو شیانو چې یوه کیسه د لوستونکي په ذهن کې جاویدانه کوي یو هم تصویر دی. د ارواپوهنې له مخې د یوه تصویر له لیدو سره د انسان د مغزو ځانګړې حجرې فعاله کیږي چې له دې سره د انسان توجه زیاتیږي.

د « پل » په نوم د شریفې شریف کیسه په مونولوګ شروع شوې ده:

« ٫٫هره ورځ پر همدې یوې لارې ځم راځم . نن به لاره بدله کم ،،

رڼا له ځانه سره وویل او د دوو پلونو په منځ کې چې یو یې  د ګلانو  پارک ته  او بل یې د اوبو تر غاړې د قدم وهلو  نرۍ خو اوږدې لارې ته نښتی و ، تم شوه  . پلونو  له جهیل څخه د بیلې شویو اوبو دوې وچې خواوې نښلولې  .  پر  دواړو پلونو   خلک  تله راتله . څوک یوازې  ،  څوک جوړه  ،  څوک پیاده ، څوک په بایسکل او څوک په سکیت ،  څوک له سپیو سره  ، ځینې  د کورونو خوا ته او ځینې  پارک یا اوبو خواته روان وو ».

دغه ځای چې هم جهیل ته لاره تللې هم د پارک لور ته، ښایي نورې لارې هم ولرې خو لیکواله موږ له دوه لارې سره دروي. دا د دې حق دی چې چیرته لوستونکی بیایي خو هرځای چې د لوستونکي ذهن ته منسجموي هغه باید له ټولې کیسې سره ارتباط ولري کنه په همدې ځای کې چې « رڼا» دریدلې ده د ډيرو نورو شیانو د موجودیت اټکل کولی شو، لکه واښه، د لمر رڼا، وریځ، ممکن هلته چوکۍ وي، هلته لاره پخه وي، یو نیم ګل وي…..

دلته لارې  دوې دي، پلونه دوه دي، یوه رڼا ده بل نور خلک دي چې دا هم دوه شوو. په پيل کې بدله لاره یاده شوې بیا په تصویر کې دې ته اشاره شوې ده دا تکرار د تاکیید په معنا دی چې دا موضوع مهمه ده، په کیسه کې رڼا کډواله ده او ځایي خلک دي یعني هلته هم دوه ډوله خلک.

د کیسې د اصلي څيرې( رڼا)  عکس موږ دلته نه وینو، د رڼا رسم هم نه شته چې د دې سترګې وګورو، خوله، پوزه، ویښته ….راښکاره شي خو دلته په دې تصویر کې د رڼا تجربه موږ ته انتقالیږي او د کیسې یوه اساسي وظیفه همدا ده چې لوستونکی په خپله تجربه کې شریک کړي.

د کیسو د تصویر کمال دا وي چې د لوستونکي خیال پاروي. د لوستونکو خیال سره ورته نه وي نو تصویر هم هرچاته ښایي بیخي یو رنګ ښکاره نه شي چې له دې کبله یې اغیزې پراخیږي.

په هنري کیسه کې لیکوال ټولې خبرې لوستونکي ته نه کوي. لیکوال او لوستونکی په ګډه کیسه بشړوي. د همدې لپاره هنري کیسه ښایي لوستونکی بیا بیا ولولي او هرځل ممکن بل ډول خوند ترې واخلي. په کیسه کې د لوستونکي د شراکت یوه مهمه وسیله تصویر ده.

د (پل) د کیسې بل پاراګراف یو لنډ تصویر دی:

« رڼا د ښي لاس خواته پر  لرګین پله روانه شوه . لرګو باندې د ګامونو غږ  خوند ورکړ. خوشاله شوه چې نوې  لاره يې موندلې ده . . »

زموږ په ډيرو کیسو کې تصویرونه یوازې عیني دي. سمعي تصویرونه لږ کاروو. دلته اغلې شریف له سامعه حسه استفاده کړې او  د لرګیو له پله راوتلی غږ یې یاد کړی دی چې کرکټرې ته یې خوند ورکړی دی. د کیسې په لومړي تصویر کې  کرکټره دوه زړې وه چې په کومه لاړه شي دلته یې لار موندلې ده.

پولنډی- بریتانیایی لیکوال Joseph Conrad ۱۸۵۷-۱۹۲۴ په دې نظر دی چې ( د لیکل شویو کلماتو قدرت په دې کې دی چې تاسو یې واورئ، احساس یې کړئ او مخکې تر ټولو یې تاسو ووینئ» ۱

پرته له څه شکه چې په ژوند کې ډير څه په سترګو ګورو  او په کیسو کې تر نورو حواسو باصره حس ډير کاروو،  خو د کیسو تصویرونه هغه وخت ژور  تاثیر کوي چې له اړتیا سره سم په نورو حواسو هم اتکا شوې وي. د کیسې په بل پاراګراف کې لیکواله له یوه بل حسه استفاده کوي:

« رڼا د اوبو تر ِغاړې ورو ورو روانه وه او اوبو ته یې کتل .  په یاد یې شو چې یو وارې ژمې کې په همدې لاره راغلې وه . اوبه کنګل شوې وې او مرغان ، هیلۍ او قازان  به یو نیم ولاړ یا د کنګلو پر مخ  داسې ارامه ګرځېدل لکه پر کلکه  ځمکه چې روان وي .  اوس  ټولې  تکې شنې اوبه  وې . هیلیو او قازانو پکې جوړه جوړه غوټې   وهلې  او سرونه يې  کله اوبو کې دننه پټول او کله به یې د پاسه هسک نیول . رڼا ته د قازانو  هسکې اوږدې غاړې او جګ سرونه شاهانه ښکارېدل . داسې چې اوبه د دوی ملک دی او څنګه چې یې زړه غواړي پکې ګرځي . کله دننه ، کله د پاسه . کله ژور ، کله په  سطحه»

په دې تصویرونو کې چې کله لیکواله کنګل شویو اوبو ته اشاره کوي د کنګل کلک والی لوستونکی د لامسه حس په مرسته درک کوي. په دې برخه کې د کیسې د پيل د تصویر په څير ځیني شیان دوه دوه دي،( هیلۍ او قازانو به جوړه جوړه غوټې وهلې…سرونه یې کله اوبو کې پټول….کله هسک نیول). رڼا ته هم د قازانو دوه شیان شاهانه ښکارې ( هسکې غاړې، جګ سرونه). د تصویر په اخره کې بیا جوړه شیان یادیږي ( کله دننه، کله دپاسه)، ( کله ژور، کله په سطحه).

لکه دغه جوړه تصویرونه د کیسې  محتوا هم جوړه ده ( کډواله او ځایي خلک) همدغه علت دی چې مهاجرې رڼا ته په تصویر کې ځایي قازان شاهان ښکارې.

د کیسې په لومړۍ برخه کې موږ نه پوهیدو چې (رڼا) د ګلانو خواته ځي که د جهیل خواته، اوس معلومه شوه چې د اوبو په لور تللې ده. ولې د ګلانو په لور نه ده روانه شوې؟

اوبه د ژوند سیمبول دي، ګلان موقتي ژوند دی. په پردي وطن کې کډواله رڼا په دایمي ژوند پسې روانه ده.

شریفه جانې یو وخت راته ویل چې زه یو تصویر هغه وخت کیسې ته انتقالولی شم چې په خپله یې وګورم. دلته په دې کیسه کې هم همداسې شوې دي. ګومان کوم ځیني لیکوال یو تصویر ویني بیا د خیال په مټ نور تصویرونه خپلوي او که دا تجربه تکرار شي ممکن بریالۍ وي، خو اکثر کره کتونکي د تصویر په برخه کې د عمیق درک لاره په عمل کې ویني. رابرټ اولین بټلر په خپل کتاب From Where You Dream  کې لیکوال هڅوي چې تصویر په خپلو سترګو وګوري. د  لنډو کیسو دا معاصر امریکایی لیکوال نورو ته دا لارښوونه کوي چې په یوه تیاره کوټه کې د شپې په مخه کښینئ، شمې بلې کړئ یا اور ولګوئ، سندره چالانه کړئ، د یوه یا دوو ساعتونو په مخه هلته کښینئ بیا دا تصویر درک کړئ. بټلر بیا لیکي چې دغه خپل کړی تصویر دستي کیسې ته مه لیږدوئ، چې کله مو سم خپل کړ بیا یې پریږدئ چې د لیکلو په وخت له درک کړیو تصویرونو ځيني په طبیعي شکل لیکنې ته لاره وکړي. لکه د شریفه جانې په کیسه کې په ژمي کې جهیل ته د مرغانو تګ.

د پل کیسه دومره په تصویر ولاړه ده چې مکالمې یې هم لکه د پيل یوه  او نورې ټولې د لوستونکي په ذهن کې تصویرونه جوړوي:

«د مرغانو  د ازادې  او هوسا لمبا تر څنګ د لرګیو  ټوټې  وې چې بیواکه پر اوبو  زنګیدلې  او تر ډېره  په یوه ځای څرځیدلې  .

«بادونو  د ونو د تنو نه بیلې کړي او  اوبو ته يې  غوځار کړي . »

په کیسو کې د تصویر پنځول د شعر په څیر نه دي چې شاعر د وزن او اهنګ له امله ممکن له محدودو کلماتو استفاده وکړي. په کیسه کې د لیکوال لاس خلاص دی، خو محدودیت یې دا دی چې تصویر باید یوازې تصویر نه وي، تصویر باید کیسه مخته یوسي.

تر دې دمه چې د (پل) کیسې تصویرونو ته اشاره وشوه له یوه مکان سره اشنا شو، یوه کرکټره مو وپیژندله چې په پيل کې دوه زړې وه بیا خوشاله شوه. د ( پل) کیسه د کرکټر کیسه ده، له همدې امله یې تصویرونه د (رڼا) له روحیاتو سره ارتباط لري که داسې نه وای دا به بیا عیب و.

زموږ د ګڼو کیسو د تصویرونو ستونزه دا ده چې یو څه وایوو ښکاره کوو یې نه او تصویر هغه وسیله ده چې له ویناو مو راګرځوی په تیره بیا متحرک تصویرونه:

«غټ ، او واړه لرګي د اوبو پر سر نا بلدو لارویانو ته ورته وو  . له وطنه بیل شوی مهاجر چې نوي وطن ته لویدلی .نه سم لمبیدلای شی ، نه ډوبیږي .په  څنډو کې  تر هغو څرخي چې لمبا يې زده شي او د مرغانو تر شا ، یا تر څنګ ولامبي  . یا  همالته د اوبو په څنډو کې  پاتې شي ،   مات  او ورک شي .. »

د کیسو د تصویر وسیله کلمات دي، کله چې تصویر عمیق شي الفاظ توضیح ته اړتیا پيدا کوي. د دې لپاره  چې له تفصیلاتو ډډه وشي یوه اغیزمنه لاره دا ده چې د بیان علم ته مخه کړو. په کیسو کې تر ډيره له تشبیه او استعارې استفاده کیدای شي لکه پورته چې د اوبو پر سر غټ او واړه لرګي له مهاجر سره پرتله شوي چې په نوي کلتور کې نه سم لمبیدلی شي، نه ډوبیدلی شي او  په څنډو کې تر هغو څرخي چې لمبا یې زده شي یا په همدې څنډو کې پاتې شي او  تري تم شي.

په پردي هیواد کې د کډوالو د ژوند په اړه که یوه اوږده مقاله ولیکو ښایي تر یوه حده دغه درد انځور کړو چې کډوال د اوبو د ژۍ لرګي دي چې یا به په بل ملت کې محوه کیږي یا به ځای پرځای ورکیږي. دلته په تصویر کې د انګریز ناول لیکوونکي او نقاد جورج اوویل ۱۹۰۳-۱۹۵۰ پر لارښوونې هم عمل شوی دی « کله هم استعاره، تشبیه یا د بیان نور انواع چې تاسو مخکې پر پاڼو لیدلي وي مه استعمالوئ» ۲

د کیسو تصویر یو شی نه ثابتوي، د یوه شي له عمقه مو خبروي. هغه تصویرونه چې له کیسې سره یې ارتباط کمزوری وي هغه د کیسې بار نه وړي، په خپله پر کیسې باریږي.

« لاره د شخصي  کورنو د دروازو نه لږ مخکې بندېدله  ها خوا نور کورونه وو او د اوبو غاړې یې شخصي ملکیت ګڼل کیده .  عامو خلکو ته د قدم وهلو اجازه هاخوا نوره نه  وه . همدلته لویې تیږې وې او خمکه لږه لوړه وه چې ټول جهیل ترې ښکارېده . »

په دې تصویر کې  د ( رڼا) لاره بنده ده، وړاندې د ځایي خلکو کورونه دي د قدم وهلو اجازه نه شته. رڼا له پيله د جهیل په لور سفر پيل کړی و، په جهیل کې اوبه وي، اوبه د ژوند سیمبول دي، دلته مځکه لوړه ده، لویې تیږې دي، ټول جهیل ښکارې خو رڼا ته لاره نه شته. په ورته وخت کې مو لیکواله  په دې تصویر کې له یوې فاصلې سره مخامخوي، که چیرته لیکوال یوه واټن ته اشاره کوي او نه پوهیږي چې څومره دی د کره کتونکو په باور لیکوال کولی شي چې د کیسې تر لیکلو وروسته عملا دا فاصله وګوري او د خپل اټکل له مخې کیسه تصحیح کړي. شریفه شریف همدې ځای ته چې زموږ سترګو ته یې درولی په خپله ورغلې ده په خپلو سترګو یې لیدلی دی او دا خبره یې ماته کړې ده که یې نه وای کړې بیا هم ما د یوه لوستونکي په صفت له متن څخه همدغه اټکل کولی شوای.

د پل کیسه د تصویرونو کیسه په تصویرونو ختمیږي :

« د جهیل بلې خوا ته …………  یې سترګې پر یوې اوږدې او لویې ونې ولګیدې چې د دوو وچو او تیږو په منځ کې  داسې اوږده غځیدلې وه چې پل ترې جوړ شوی و . ریښې یې د بوټو غونډارې غوندی ونې پورې نښتې وې او د اوبو په څنډو کې پرتې وې . . »

دلته د ونې ریښې هم د اوبو په څنډو کې دي لکه مخکې چې د اوبو پر سر لرګي له کډوالو سره تشبیه شوي وو. د کیسې کرکټره رڼا وایي:

« ګوره باد (ونه) له ریښې سره شکولې بېځایه کړې ، پردیو اوبو ته یې راوړې ، خو نه  ده ماته شوې .  تر ځان هم خوشې نه زنګیږي. له ځانه يې ښه ، ټینګ ولاړ پل جوړ کړی .   مور غوندې مې ده . یا د ټولو میندو غوندې  . »

له مور سره د ونې تشبیه په پښتو کیسو کې زما نه ده ترسترګو شوې. په کیسه کې دا تشبیه رڼا نارامه کوي:

« نه یې غوښتل چې مور باندی فکر وکړي . مور یې په ژوند کې ډېره ځوریدلې وه .    که يې د مورځوریدل یادیدل  ،  پلاريې مخې ته دریده  چې څومره يې  مور ځورولې وه . د دې خبرې منل سخت وو .  . . په رڼا باندی پلار  ګران و . دیته مهربانه او مینه ناکه پلار و . بې عیبه دادا و . خو مور ته يې سخت ګیره میړه و چې که یوه ورځ یې د وتلو اجازه ورکوله بیا یوه میاشت یې نه پریښوده چې له کوره ووځي .

«دادا جان ډېر ښه سړی و خو ….» رڼا تل له دې ذهنۍ نارامۍ نه تښتیدله . اوس یې هم  ونې ته يې شا کړه او د کور خواته روانه شوه . لا څو قدمه نه وه تللې ، یو وار یې  بیا  شاته لویدلې ونې ته  وکتل. .

یوه  ښایسته کوچنۍ مرغۍ د ونې پرغځېدلې تنې   ناسته وه  او پاس یې کتل .»

پلار و مور د انساني ژوند د پایښت د فلسفې له مخې بنیادي جوړه ده. دلته دا جوړه هم د نورو جوړو په څير سره جوړه نه ده خو رڼا دغه اختلاف نه شي زغملی یو والی یې غواړي لکه چې په پردي وطن کې بیلتون نه غواړي، دا د کیسې په پيل کې د اوبو په لور یعني د ګډ ژوند په لور درومي، هلته دیوال د دې مخې ته دریږي او په اخره کې لکه مرغۍ، لکه کوچنۍ مرغۍ یوازې پاتیږي.

هنري تصویرونه هغه دي چې ژوندي وي. د ژوندي تصویرونو لپاره کره کتونکي له لیکواله غواړي چې یو څه ښکاره کړي راته ونه وایي، که شریفه جانې لیکلي وای چې ښایسته جهیل و، ژور و، اوبه یې ډيرې وې، دا ځای ښکلی و…. دا ولاړ تصویر دی خو کله چې د اوبو پر سر د لرګیو حرکت ته اشاره شوې ده تصویر متحرکه شوی دی. له تحرک څخه مطلب دا نه دی چې یو شی وخوځي دا ونه چې په اوبو کې غځیدلې ده دا په خپله متحرکه ده ځکه چې هرځای په اوبو کې ونې نه وي پرتې، ونې ولاړې وي.

د (پل) په کیسه کې د پيل له ( ځم راځمه) نیولې د کیسې تر وروستۍ مرغۍ چې ( پاس ) ګوري پر هغو فعلونو اتکا شوې ده چې تحرک رامنځته کوي. همداراز د هنري تصویرونو لپاره کره کتونکي تر صفتونو د اسمونو پر اسعتمال ډير ټنیګار کوي. د پل په کیسه کې هم صفتونه د اسمونو په پرتله خورا کم کاریدلې دي.

کیسه لیکوال کولی شي چې هرڅه ته په ژوند کې ځیر شي، که رسامي وي، که منظره وي، که یو تش واټ وي، که یوه زړه ونه وي، لکه شریفه جانه چې په اوبو کې یوې پرتې ونې ته په خپله کیسه کې دقیقه شوې ده. په رسامي کې یا په طبیعت کې یوه تصویر ته دقت دا مرسته له لیکوال سره کوي چې د همدې تصویر هغه پټې خواوې کشف کړي. عادي تصویر هرڅوک ښایي په ذهن کې ولري ځکه چې زموږ سترګې لکه کمره هر تصویر اخلي او لاشعور ته یې انتقالوي  زموږ سامعه حس هر غږ ثبتوي، شامعه حس ممکن هر بوی وارزوي، لامسه حس یو پوست او ځيږ شی درک کړي، خو د لاشعور له پراخې کڅوړې هم هغه وخت لیکوال دا تصویرونه په دقت راایستلی شي چې پرله پسې لیکل کوي. د دې لپاره چې شریفه شریف پرله پسې لیکل نه کوي مجبوره کیږي چې یوازې پر حقیقي تصاویرو اتکا وکړي.

د حقیقي تصویر ستونزه دا ده چې ممکن د کیسه لیکوالې یا لیکوال ذهن د کیسې د لیکلو پرمهال تصویر جذب کړي او تصویر پر کیسه برلاسه شي چې دا هم هنري ضعف بلل کیږي. ځیني لیکوال ممکن ووایي چې خپل تصویر خوندي کوي بیا به یې وروسته د کیسې د بیا لوستو پرمهال هغه برخه چې برلاسه شوې ده لرې کړي خو داسې نه ده له کیسې د خپل شي لرې کیدل اسانه نه دي د ډيرو زړه نه پرې کیږي چې ویې غورځوي خو د کره کتونکو دا خبره باید هیره نه کړو چې سمه بیا کتنه دا ده چې له کیسې هغه برخې هم لرې کړو چې ډيرې ښې راته ښکاره شوې دي خو له کیسې سره یې ارتباط کمزوری راته معلوم شوی دی.

د ( پل) په کیسه کې داسې تصویر زما ترسترګو نه شو چې د کیسې له محتوا پردی وي. دې کیسې د تصویرونو په مټ موږ د کرکټرې  رڼا له خیال، فکر او درد سره اشنا کړو. د کیسې د پيل له جملې نیولې چې یوه کډواله یې په پردي هیواد کې په دوه لاره کې درولې، تر دې وروستۍ مرغۍ ټوله په تصویرونو ولاړه ده. د دې پرځای چې لیکواله ( ښایسته مرغۍ ) ولیکي ښایي ښه به و چې په یوه رنګ یې رنګولې وای چې هغه هم د رڼا له کلتوري پریښانۍ سره اړخ لګولی.

1-Clark Roy Peter, Writing Tool, P-72 Little Brown and Company 237 Park Avenue, New York, NY 10017-2008

2-P-80, Writing Tool , New York, NY 10017-2008

دا هم د پل کیسه

پل

٫٫هره ورځ پر همدې یوې لارې ځم راځم . نن به لاره بدله کم  . ،،

رڼا له ځانه سره وویل او د دوو پلونو په منځ کې چې یو یې  د ګلانو  پارک ته  او بل یې د اوبو تر غاړې د قدم وهلو  نرۍ خو اوږدې لارې ته نښتی و ، تم شوه  . پلونو  له جهیل څخه د بیلې شویو اوبو دوې وچې خواوې نښلولې  .  پر  دواړو پلونو   خلک  تله راتله . څوک یوازې  ،  څوک جوړه  ،  څوک پیاده ، څوک په بایسکل او څوک په سکیت ،  څوک له سپیو سره  ، ځینې  د کورونو خوا ته او ځینې  پارک یا اوبو خواته روان وو .

رڼا د ښي لاس خواته پر  لرګین پله روانه شوه . لرګو باندې د ګامونو غږ  خوند ورکړ. خوشاله شوه چې نوې  لاره يې موندلې ده . .

دې خوا هم هماغسې د خلکو ګڼه ګوڼه وه . زاړه ، ځوانان ، یوازې ، جوړه ، پیاده ، پر بایسکل ، …په منډو ، ورو  روان وو .

رڼا د اوبو تر ِغاړې ورو ورو روانه وه او اوبو ته یې کتل .  په یاد یې شو چې یو وارې ژمې کې په همدې لاره راغلې وه . اوبه کنګل شوې وې او مرغان ، هیلۍ او قازان  به یو نیم ولاړ یا د کنګلو پر مخ  داسې ارامه ګرځېدل لکه پر کلکه  ځمکه چې روان وي .  اوس  ټولې  تکې شنې اوبه  وې . هیلیو او قازانو پکې جوړه جوړه غوټې   وهلې  او سرونه يې  کله اوبو کې دننه پټول او کله به یې د پاسه هسک نیول . رڼا ته د قازانو  هسکې اوږدې غاړې او جګ سرونه شاهانه ښکارېدل . داسې چې اوبه د دوی ملک دی او څنګه چې یې زړه غواړي پکې ګرځي . کله دننه ، کله د پاسه . کله ژور ، کله په  سطحه .

د مرغانو  د ازادې  او هوسا لمبا تر څنګ د لرګیو  ټوټې  وې چې بیواکه پر اوبو  زنګیدلې  او تر ډېره  په یوه ځای څرځیدلې  .

«بادونو  د ونو د تنو نه بیلې کړي او  اوبو ته يې  غوځار کړي . »

دل خبرې د رڼا زړه ته لاره وکړه  او د پسرلي راتګ یې  ورپه یاد کړ . . د پسرلي راتګ د  ژمي  پای .

غټ ، او واړه لرګي د اوبو پر سر نا بلدو لارویانو ته ورته وو  . له وطنه بیل شوی مهاجر چې نوي وطن ته لویدلی .نه سم لمبیدلای شی ، نه ډوبیږي .په  څنډو کې  تر هغو څرخي چې لمبا يې زده شي او د مرغانو تر شا ، یا تر څنګ ولامبي  . یا  همالته د اوبو په څنډو کې  پاتې شي ،   مات  او ورک شي ..

لاره د شخصي  کورنو د دروازو نه لږ مخکې بندېدله .  ها خوا نور کورونه وو او د اوبو غاړې یې شخصي ملکیت ګڼل کیده .  عامو خلکو ته د قدم وهلو اجازه هاخوا نوره نه  وه . همدلته لویې تیږې وې او خمکه لږه لوړه وه چې ټول جهیل ترې ښکارېده .  . د جهیل بلې خوا ته د کشتیو د پارک کولو ځای یا یاخت و .  رڼا کشتیو ته وکتل. لاندې اوبو ته  یې وکتل سترګې یې پر یوې اوږدې او لویې ونې ولګیدې چې د دوو وچو او تیږو په منځ کې  داسې اوږده غځیدلې وه چې پل ترې جوړ شوی و . د ونې تنه یا څانګه نه وه . درسته ونه وه . له ریښو سره . ریښې یې د بوټو غونډارې غوندی ونې پورې نښتې وې او د اوبو په څنډو کې پرتې وې . .

«څنګه سخت باد به و . ونه يې له ټولې هستۍ سره شکولې . اوبو کې یې لاهو کړې او تر دې ځایه یې رسولې .  له بادونو سره د ځنګله د ماتې نښه . »

رڼا تر ډېره ونې ته کتل .هر څومره چې یې ورته کتل  هماغومره يې  ستایله . « ګوره باد له ریښې سره شکولې بېځایه کړې ، پردیو اوبو ته یې راوړې ، خو نه  ده ماته شوې .  تر ځان هم خوشې نه زنګیږي. له ځانه يې ښه ، ټینګ ولاړ پل جوړ کړی .   مور غوندې مې ده . یا د ټولو میندو غوندې  . )

په دې  فکر رڼا ناارامه شوه  . .

نه یې غوښتل چې مور باندی فکر وکړي . مور یې په ژوند کې ډېره ځوریدلې وه .    که يې د مورځوریدل یادیدل  ،  پلاريې مخې ته دریده  چې څومره يې  مور ځورولې وه . د دې خبرې منل سخت وو .  . . په رڼا باندی پلار  ګران و . دیته مهربانه او مینه ناکه پلار و . بې عیبه دادا و . خو مور ته يې سخت ګیره میړه و چې که یوه ورځ یې د وتلو اجازه ورکوله بیا یوه میاشت یې نه پریښوده چې له کوره ووځي .

«دادا جان ډېر ښه سړی و خو ….» رڼا تل له دې ذهنۍ نارامۍ نه تښتیدله . اوس یې هم  ونې ته يې شا کړه او د کور خواته روانه شوه . لا څو قدمه نه وه تللې ، یو وار یې  بیا  شاته لویدلې ونې ته  وکتل. .

یوه  ښایسته کوچنۍ مرغۍ د ونې پرغځېدلې تنې   ناسته وه  او پاس یې کتل .

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب