چهارشنبه, جون 18, 2025
Home+د پروین ملال څو شعرونه

د پروین ملال څو شعرونه

یوقلم غواړم

هرڅه واخله ټول دې ستا وي

یوه پاڼه راکړه

سپینه شپه، سپوږمۍ باندې لیکمه

د اسمان د خم رنګونه

ورځ، نجلۍ باندې لیکمه

نیلي سیند باندې بیړۍ باندې لیکمه

د څپو د څوکو شور باندې لیکمه

د وږمو پر وزرونو یې شیندمه

هرڅه واخله، سپینه پاڼه راکړه

لار پر جوړومه

د سپېدو رخسار،

او پلونه د سهار پر جوړمه

عیش دې ستا عشرت دې ستا وي

ژړې سرې پیالې دې ستا وي

د غنمو درمندونه دې هم ستا وي

زه ترټلي د غنم په څو دانو یم

زه یوه ټوټه د لمر غواړم

روڼا په لمبومه

د اوبو ډ کې سائې راټولومه

زه یوه لپه اوبه غواړمه

څوکې د قلم، قلم کرمه

 د شوګیراو د محفل څراغ دې ستا وي

زه یم ستړې د پیړیو

ځان ته خوب باندې لیکمه

هوسايي او سړیتوب باندې لیکمه

د چنار د پاڼو شرنګ

قد د سپرلی، سپرلی جانان

باندې لېکمه

تاته حورې اوغلمان باندې لیکمه

هرڅه واخله، ټول دې ستا وي

یو کتاب راکړه، ګلونه پاڼې، پاڼې

سره اورونه پکښې لولم

په کوڅو د کهکشان کې

مزلونه پکښې لولم

د کتاب پاڼو کې شپې سبا کومه

څووړې، وړې شیبې  لکه یتیمې ماشومانې

د تیروخت راټولومه

د خوښۍ ذرې، ذرې د لمر د ساه څه ټولومه

د خپل روح پر محسوساتو یې ټومبه

هرڅه واخله، یو کتاب راکړه

سندرې د څو تورو پکښې لولم

کلمې د نګهت لپې

د بوډۍ ټال کې ټالونه

د اوریځو وزرونه پکښې لولم

د جنت، جنت مرغېو

اوازونه پکښې لولم

 هرڅه واخله ټول دې ستا وي

یوقلم غواړم روڼا باندې لیکمه

د کړکۍ غیږ ته هوا باندې ليکمه

په څو ستورو ملامته

د سپوږمۍ یم شرمساره

د سپېدو یم پوروړي

بې ځوابه ښکلو، ښکلو پلوشو ته

هرڅه واخله، ټول دې ستا وي

تخت دې ستا وي تاج دې ستا وي

ملکي او خاني ستا ده

سرداري او منصب ستا دی

نازولې نرمې، نرمې وږمې واخله

د بابا او د نیکه د لاس زرینې تسپې واخله

هرڅه واخله

زه یوه پیاله د چایو، غوړپ اوبه

یوې ډوډۍ باندې معموره

زه د یو ښکلی کلام دپاره

شونډې د اغزو په ستن ګنډمه

زه د څو پلوشو هیله

په تصویر د کائیناتو کې ليکمه

د پلار نوم او، وراث تا ته روا دي

د کلا د هسک برجونو ستوري ستا دي

د سپوږمۍ د چېنو سپینې شیدې ستا دي

ستا غرور او زور دې تا ته مبارک وي

زما قلم بیرته وماته را روا کړه

چې یوسف ماه تابان په ولیکمه

نوم د ګران افغانستان په وليکمه

نوم د ګران افغانستان په ولیکمه

۲۰۲۵ / ۵ / ۴

—————

ستا د ږغ سره…

چوپتیا درنه ده

د ښار ستړي دیوالونه یې نور وړلای نه شي

د شپو خوب وړي سترګې

لفظونه، نه لري د ستورو او سپوږمۍ په لاس

د روڼا ږغ بلوي

د ستورو ږغ دې د اسمان پر جبین

د څاڅکو، څاڅکو د جمال سفر

د وړانګو، وړانګو د کمال سفر

شونډې دې وسپړه، چوپتیا ما ته کړه

چې شپه د ستورو ښکالو ښکل کړي

څاڅکي، څاڅکي ستوري

تیارو ته غسل د روڼا د نجابت ورکړي

سترګې دې پرانیزه د عشق کوڅو ته

لا ډیر سفر پاته دی

چوپتیا درنه ده

د سهار د بلوغ ږغ نشته

روڼا د ورځو په لټون ستړې شوه

په لوړو څوکو کې د ونو

ځنګلي مرغېو سندرې هیرې کړلې

په سر او تال باندې یې

 د ظلمت تورو تیارو، کوډې وکړې

چوپتیا دې پریږده

د سهار سره خبرې وکړه

ستا د خبرو څخه د پلوشو د راتګ

سپینې چینې رازیږي

ستا په اواز سره

د وړانګو مست او طلايي اسان

د خوب پاڅیږې

د فتحي لاس اوچت کړه، په مړوندونو کې دې

د روڼا ډکې سپیني، سپیني سلسلې راځي

د شین اسمان پر شونډو

د ګلابي سپېدو، څپې راځي

ستا د مړوند ترکمان

سپیدې رازیږي د لمرونو سیند کې

لکه څپې لمبیږي

چوپتیا درنه ده د شېبو اوږې، تنکۍ دی

نور یې وړلای نه شي

د ښار د ښځو د دردونو ژړا

د ر یښتني پسرلي

د نګهتونو پښو ته درد لیږدوي

غرونه یوازي دي

 چوپه چوپتیا یې د ډبرو حافظو کې شنه شوه

غرور یې تږو  وچکالیو یووړ

شونډې دې پرانیزه وږمې راوله

چې د اوریځو په څپو کې زنګیدلې راشي

د لوړو غرونو غرور

د تږو، تږو، وچکالیو پښو کې

د بارانونو اوږدې لارې څارې

۲۰۲۵ / ۵ / ۴

ژونده که له تانه مو یو څو لوبې ګټلې دي

ډېرې مو وېکټې د یارانو پرې بایللې دي

پیرمحمد کاروان

ډیر دروند ورور کاروان صاحب د پورته بیت پوره غزل خپل د وټساپ سټوري ته پورته کړی و له لوستلو وروسته مې لاندې څو بیتونه د هغه په اقتفا کې ولیکل.

        غزل

عشقه دا منمه چې ستا لارې واړې ښکلې دي

وصل که بیلتون دې ټولي چارې دې منلې دي

شرنګ مې د پاولو یوه شیبه وه وږمو یووړله

سره او شنه بنګړي مې په قمار د وخت بایللې دي

زخم بلوم د چا خیالونو ته ماښام راغلي

شپې د تنهائې مې په دیوال، دیوال ګنډلې دي

ستوري مې کرلي دي د اوښکو وایم شنه به شي

ډک، ډک اسمانونه مې خوبونو کې لیدلې دي

هغه (پروین) نشته چې جبین کې یې سحر خندل

سپین، سپین اننګي یې اوس تیارو د وخت زبیښلې دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...