جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهتحریک انصاف ګوند د هند، پاکستان پر کړکیچ مشورتي غونډه کې له...

تحریک انصاف ګوند د هند، پاکستان پر کړکیچ مشورتي غونډه کې له ګډون انکار کړی

تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۱۵مه】په پاکستان کې د تحريک انصاف ګوند د هند، پاکستان ترمنځ د روان وضعيت په تړاو د حکومت له لوري په راغوښتل شوې غونډه کې د نه ګډون خبر ورکړی.

د ياد ګونډ غړو ويلي، چې حکومت ملي اجماع ته ژمنتيا نه لري او نه يې هم د دې ګوند مشر عمران خان په څېر مهم ملي شخصيت ته په غونډه کې د ګډون برخه ورکړې ده.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پاکستان ګوند د حکومتي پاليسيو په تړاو نیوکې کړې او په ياده غونډه کې يې هم د مشرتابه په نه بلنه خپل غبرګون ښودلی دی.

د یاد ګوند مشري عمران خان کوي چې دا مهال د پاکستاني پوځ په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي.

تحریک انصاف ګوند داسې مهال په یاده غونډه کې له ګډون نه انکار کوي، چې تازه د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې سختې کړکیچنې شوې دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د هند تر ولکې لاندې کشمیر پهلګام کې پر هندي سیلانیانو تر برید وروسته کړکېچنې شوې.

په یاد برید کې ۲۵ هندي سیلانیان ووژل شول او تر ۲۰ نور ټپیان شول.

تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف هم له دواړو هېوادونو غوښتي، چې رامنځته شوی کړکېچ له دیپلوماتیکو لارو حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب