جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهله هند او پاکستانه د روسیې غوښتنه؛ رامنځته شوی کړکېچ د دیپلوماسۍ...

له هند او پاکستانه د روسیې غوښتنه؛ رامنځته شوی کړکېچ د دیپلوماسۍ له لارې حل کړئ

تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۱۵مه】د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د هند او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ د حل لپاره دیپلوماتیکه لاره غوره بولي.

نوموړي له دواړو هېوادونو غوښتي چې له دیپلوماتیکو لارو دې رامنځته شوی کړکېچ حل کړي.

لاوروف په دغه برخه کې له اسلام‌آباد او نوي‌ ډېلي غوښتي چې په زغم سره، کړکېچ راکم کړي.

بل لورته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي لاوروف دا څرګندونې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال یو ځل بیا د هند له لوري پر پاکستان لګېدلي تورونه “بې‌بنسټه او پاروونکې لهجه” بللې او ویلي یې دي چې پاکستان د سیمې سولې ته ژمن دی؛ خو کله چې اړتیا وي، د خپل حاکمیت او ملي ګټو دفاع به په قاطعیت سره وکړي.

د پاکستان او هند ترمنځ کړکیچ د هند تر ولکې لاندې کشمیر پهلګام کې پر هندي سیلانیانو تر برید وروسته توند او زیات شو.

په یاد وسله وال برید کې تر ۲۶ هندي سیلانیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې هند یې مسوولیت پر پاکستان ور اچوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب