Homeخبرونهنصیراحمد اندېشه، له سویس نه د پښتنو کډوالو د ایستلو په اړه...

نصیراحمد اندېشه، له سویس نه د پښتنو کډوالو د ایستلو په اړه وضاحت غوښتی

تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۱۵مه】د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمی استازی نصیر احمد اندېشه وايي، له سویس څخه یې د هغې طرحې په اړه وضاحت غوښتی، چې له مخې یې په دې هېواد پښتانه کډوال د قومیت پر اساس ایستل کېږي.

د سویس هېواد یو شمېر داخلي اسناد چې ځینو سویسي رسنیو هم خپاره کړي، ښيي چې ښايي پښتانه کډوال له دې هېواد بېرته افغانستان ته واستول شي.

د معلوماتو له مخې د سویس دا طرحه په ډاګه کوي، چې د طالبانو له حکومت سره د ژبې او قوم له مخې د نږدېوالي له امله، پښتنو پناه غوښتونکو ته په افغانستان کې ښايي خطر کم وي.

که څه هم د سویس هېواد چارواکو د یادې طرحې خلاف غبرګونونو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازولۍ د غوښتي وضاحت په اړه څه نه دي ویلي، خو د سویس د اخراج څانګې چارواکو د دغه هېواد کډوالۍ دفتر ته لیکلي، چې د پناه غوښتنې برخه کې د سیاسي ستراتیژۍ له بدلون سره د قوم پر بنسټ اخراج باندې غور کېدای شي.

د سویس کډوالۍ دولتي دفتر له لوري دا پرېکړه د افغانستان د بشري حقونو مدافعینو له خوا د کډوالۍ او بشر حقونو قوانینو خلاف عمل بلل شوې ده.

د کډوالۍ نړیوال قوانین او حقوق دا بیانوي چې د هېوادونو وګړي پرته له کوم تبعیض او نژادي توپیر کولای شي، نورو هېوادونو کې د پناه غوښتنې او نړیوال خوندیتوب ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...