په نړۍ کې هېڅ داسې انساني ارزښت نشته چې له زدهکړې او پوهې نه لوړه مانا ولري. دا هغه رڼا ده چې انسان ته د خپل وجود، خدای، ټولنې او راتلونکي د درک کولو توان ورکوي. هر ماشوم، که هلک وي که نجلۍ، دا فطري، شرعي، او انساني حق لري چې وده وکړي، تعلیم ترلاسه کړي، خپل ذهن خلاص کړي او د خپل ژوند پرېکړې په خپله وکړي.
خو له بده مرغه، په افغانستان کې دا حق له زرګونو ماشومانو، په ځانګړي توګه له نجونو، اخیستل شوی دی. د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ نه منع شوې. دا بندیز د وخت په تېرېدو نه یوازې نرم نه شو، بلکې نور هم پراخ شو – د پوهنتونونو، حرفوي مرکزونو، او حتی د نړیوالو خیریه بنسټونو د فعالیتونو مخه هم ونیول شوه. دا یوه ټولنیزه بدمرغي ده چې یوازې پر یو نسل نه، بلکې پر ټول ملت به اوږدمهاله اغېز ولري.
له ۱۵ اګست ۲۰۲۱ څخه تر ۴ مې ۲۰۲۵ پورې:
کالونه: ۳ کاله
میاشتې: ۸ میاشتې
هفته: ۱۹۲ هفتې
ورځې: ۱۳۴۴ ورځې
ساعتونه: ۳۲،۲۵۶ ساعتونه
دقیقې: ۱،۹۳۵،۳۶۰ دقیقې
کیږي چې افغان نجونې له خپل انساني حق زده کړې څخه محرومې دي،حال دا چې تعلیم د انسان د ودې او شعور بنسټ دی. زدهکړه ماشوم ته تحلیل، تفکر، اخلاق، د انسانیت ارزښت، د ټولنیز ژوند اصول، او د خپل حق او وجایبو شعور ورکوي. که یو ملت غواړي روڼ، فعال او مسؤل وګړي ولري، نو تعلیم باید د هر چا لپاره مساوي، دوامدار او خوندي وي.
نجونې چې د ټولنې نیمایي جوړوي، نه یوازې د ځان لپاره تعلیم ته اړتیا لري، بلکې د ټول نسل روزنه هم د دوی له لاسه کېږي. که یوه نجلۍ زدهکړه وکړي، یوه کورنۍ، یوه ټولنه، او یو راتلونکی روښانه کېږي. د هغوی محرومول یوازې د دوی نه، بلکې د ټول ملت د وروستهوالي سبب ګرځي.
اوس مهال زرګونه افغان نجونې له زدهکړې بېبرخې دي. په ښاري او کلیوالو سیمو کې دا امکان صفر ته رسیدلی، ماشومان د خفګان، بېهدفۍ، او رواني فشار ښکار دي. هغه عمر چې باید د کتابونو، تخیل او هیلو ډک وای، اوس د وېرې، فشار، بندیزونو او ډبرينو امرونو تر واک لاندې تېرېږي.
د ملاکراسۍ د واکمنۍ له امله نجونې نه یوازې له زدهکړې منع شوې، بلکې له ټولنیز ژوند، کار، تفریح، او حتی له عامه فضاوو هم ایستلې شوې دي. دا یو فزیکي او رواني زنداني کولو دي چې د ښځو بشپړ محوه کولو هدف لري – دا یو منظم “اجتماعي حذف” دی.
که څه هم دا بندیز د نجونو پر وړاندې مستقیم دي، خو په حقیقت کې دا ټول ملت ته یو دروند تاوان رسوي. یو ملت چې خپله نیمایي وګړي، یعنې ښځې، له فعاله ګډون نه محروموي، هیڅکله نشي کولی پیاوړی، پرمختللی او متوازن شي.
دا حالت د فقر دوام، د ذهني ناروغیو زیاتوالی، د ماشومو ودونو ډېروالی، د تاوتریخوالي کچه لوړوالی، او د ناوړه دودونو بیا ژوندي کېدل راولي. بېسوادۍ د نسل په نسل انتقالي بڼه غوره کوي، او دا د یوې ټولنې د روحي او علمي وژنې مانا لري.
سره له دې چې نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو ملاتړو، او یو شمېر هېوادونو دا بندیزونه په کلکه غندلي، خو تر اوسه واکمنې ادارې کوم عملي، دوامدار، او اغېزناک اقدام نه دی اخستی. د غندنې بیانونه نور بسنه نه کوي. افغان ملت باید پوه شي چې د نجونو لپاره تعلیم یو لوکس یا سیاسي امتیاز نه، بلکې د بقا، عزت او ژوند اړتیا ده.
ملت باید ژر تر ژره د حل لاره ولټوي. د ټولنې مشران، دیني عالمان، لیکوالان، هنرمندان، میندې او پلرونه باید د خپلو اولادونو د زدهکړې لپاره غږ پورته کړي. پټ کورني مکتبونه، انلاین تدریس، او نړیوالو بورسونو ته لاسرسی یوه لنډمهاله لاره ده، خو اوږدمهاله حل نه دی.
زدهکړه د انسان حق دی، نه یوه جایزه. دا د ژوند سا ده، نه یوه ګناه. دا چې د یو ملت ماشومان او نجونې د زدهکړې له نعمته محرومیږي، دا یوازې د هغوی محرومیت نه دی – دا د انسانیت شرم دی. د ښوونځي دروازه باید خلاصه شي، او هر بند ذهن باید روڼ شي. نجونې یوازې قربانیانې نه دي، هغوی د سبا معمارانې دي. دا حالت به ډېر ونه زغمل شي خو د تاریخي عدالت لپاره مهمه ده چې دا ناره مو هېره نه شي:
هره ماشومه او ماشوم د زدهکړې
ودې
او
پرمختګ حق لري
٤-مۍ-٢٠٢٥
لیکوال:شاه زلمی