جمعه, مارچ 29, 2024
Home+لمبه/اجمل پسرلی

لمبه/اجمل پسرلی

شپه ده، تیاره ده، کرونا خپره ده. د پراګ د زاړه ښار کوڅې تشې دي. د دې ښار په زړه کې د چارلس د پله له سره ورته ګورم، لاندې په اوبو کې یو اوږد لرګی پروت دی، سیګل مرغان کتار پرې ناست دي. ځینو مرغانو ته لکه چې د ناستې ځای نه شته، پورته دورې وهي، کغیږي.

د مرغانو کغا ورکه شوه، نه پوهیږم چې  چیرته به کښیناستلي وي. لاندې د بل پله په لور روان شوم. د دغو دوو پلونو ترمنځ لاره به تر کرونا مخکې دا مهال له بهرنیو او کورنیو داسې ډکه وه چې پل به دې له پله سره په وار اخیست، خو د ځان په رنګ خلک چې به مې لیدل، ویل به مې لکه چې یوازې نه یم؛ اوس څوک نه وینم.

 د دې بل پله له سره لاندې د سیند په اوږدو د غځیدلي پارک څراغونه همداسې ښکارې لکه هغه پر لرګي د سیګل مرغانو کتار. پارک ته په کږو وږو زینو ورښکته شوم. دا څراغونه د پخوانۍ زمانې شمدانونو ته ورته دي. په منځ کې یې رڼا داسې ده لکه شمال ته چې لمبه کږه شوې وي. پراګ له لرغونو شیانو ډک دی، ودې شي چې دا څراغونه هم پخواني وي. د څراغ تر هرې پایې لاندې چوکۍ ایښې دي. د ستنو ترمنځ به ښایي دیرش متره فاصله وي. له یوې بلې، له بلې بلې ته، همداسې مخته پسې تلم چې یو ځای لږ تیاره شوه، یو څراغ مړ و، ترې لاندې پر چوکۍ یو سړی ناست و. ده لاس خپلې مخې ته تیر کړ:

– ها خواشه

ما شاته سیند ته مخ واړاوه، پورې خواته د سړک د غاړې د څراغونو رڼا پر اوبو پرته وه. دې سړي ته مې وویل:

-ښه ښکارې

په دې خبره پښیمانه شوم ځکه چې د ډيرو چکانو نه خوښیږي چې نا اشنا ورسره وغږیږي، خو ده پوښتنه وکړه:

– ولې ښه ښکارې؟

-اوبه بریښي

– له دې ځایه هاغه ځای ښه ښکارې که هلته ورشې دا ځای به درته ښه ښکارې

ما پورته مړه څراغ ته وکتل، ده په خندا وویل:

« ښه دی چې دې ته یې نه دې پام شوي چې جوړ یې کړي»

د اوبو پر سر د سړک د پورې غاړې د هر څراغ رڼا داسې ښکاریده لکه د بیل لمر وړانګې چې پر اوبو پریوتې وي.

دې سړي ته مې وویل:

– داسې مخامخ لاره شته چې هلته پورته ورشم؟

-هو لاره شته خو که هلته ولاړې دې تیارې ته به دې بیا زړه کیږي

لاس مې پورته کړ، دی هم پاڅیده زه له اوبو سره روان شوم، دی دې بلې خوا ته په تیاره کې ورک شو. کوز سر پارک نری شو، د سیند د اوبو غږ د یوه نیم موټر په غږونو کې ټیټیده او پورته لا یو مرغه د اوبو پر سر څرخیده.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب