پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبلنډه کیسهمارشال| عبدالوکیل سوله مل

مارشال| عبدالوکیل سوله مل

لمر هر ګهیځ راخېژي او ماښام لوېږي، خو راالوتی توپان نه دی ولاړ، شېبه په شېبه زور اخلي. ونې ښوري، د باد زورورې څپې وچ ښاخونه ځمکې ته راغورځوي. په لارو کې روان لارویان له دوړو پزو ته دستمالونه نیولي دي. جنرال د ودانۍ په پنځم او وروستي پوړ کې له خپلې ځوانې مېرمنې سره ویده دی. د ده د لوی باغ د ونو د ښاخونوغږونه اورېدل کېږي، خو ښځه او مېړه لکه د خوب ګولۍ یې چې خوړلي وي، په درانده خوب ویده دي. د څه شي زورور غږ د جنرال مېرمن له درانده خوبه راویښوي. په خونه کې شاوخوا وګوري. کړکۍ ته درېږي. له کوره د باندې په لوی سرک دوه موټره غېږ په غېږ ورغلی او ماتو ښیښو یې موټرو ته نژدې سرک پوښلی وي. له کړکۍ راوګرځي. جنرال ته ودرېږي. هغه لا هم په درانده خوب ویده دی. په خونه کې ولاړې لویې هنداره کې ځان وګوري. د سینګار له بکسه لویه ږمنځ راواخلي، په خپلو اوږدو زلفو یې په منډه راتېره کړي. له خونې ووځي. تشناب ته لاړه شي. په مخ اوبه تېرې کړي. پخلنځي کې له یخچاله د میوو جوس ګیلاس ته وځنځوي. بېرته د خوب خونې ته ننوځي. د دروازې په پرانیستلو جنرال هم لکه څوک یې چې وښوروي، نیغ کښېني. مېرمن ورغږ کړي:

ـ ما راپورته کړې؟

ـ نه.

ـ نه ګورې، دې توپان څه حال نښلولی؟

مېرمن سرک ته لاس ونیسي:

ـ څو موټرې چپه شوې!

جنرال له ځایه ولټېږي، د مېرمنې خوا ته ودرېږي، وخاندي.

ـ خو زه نه په باد پوه شوی یم او نه په دې ټکر او نه په تا. 

مېرمن نېغ وروګوري؟

ـ نو ته خو داسې ویده وې لکه ټول بوتل دې چې په سر راړولی وی. نو څه شي راپورته کړې؟

جنرال تا به ویل لاهم ویده وي، خوله وازه کړي. لاسونه شا ته، سینه مخته بوځي، غځونې وکړي. له لاسونو ټکها پورته کړي:

ـ خپسې نیولی وم. کنه تر سبا دې نه شوای راویښولی.

له کړکې راپه شا بیرته پخپل چپرکټ کښیناست، مېرمن یې لا هم کړکۍ ته نژدې ولاړه وه:

ـ «پوهېږې ټوله شپه مې ګډوډ خوبونه لیدل، ویښېدم او ویده کېدم. هېڅ سترګه مې نه ده پټه کړې.»

مېرمن يې په ناز وروکتل: 

ـ او تیره شپه هم ما خوب درباندې حرام کړی و.

جنرال سترګه پټه، ژبه په شونډو تېره کړي:

ـ لیونۍ ته خوبونه نه بیایې، ته خوبونه راولې. 

په فکر کې لاړ شي، خو ژر د خوب کیسه بېرته راواخلي:

ـ پوهېږې له چا سره په جنګ وم؟

ـ نه. 

جنرال له کټه راپورته شي. بیا د کړکۍ خوا ته ودرېږي. 

ـ له مارشال سره 

ښځه هکه پکه شي:

ـ کوم مارشال؟ اوس خو ټول مارشالان مړه دي!

جنرال له کړکۍ لیرې لويې غونډۍ ته چې ټول ښار ترې ښکاري، لاس ونیسي. 

ـ هغه مارشال چې په لوی قبر يې لوی کنډک پهره ولاړ دي. 

مېرمن هم لويې غونډۍ ته ځیر شي. په حیرانتیا جنرال وپوښتي:

ـ هغه خو دې دوست و.

جنرال سر وښوروي:

ـ هو، ګلنارې دوست مې و، خو موږ په جګړه کې هم یو بل ډېر ځغلولي دي. جنګ او سیاست خو دا شیان لري؟

په دېوال راځوړند لوی تصویر ته ودرېد. تصویر یې راواخیست، مخ ته يې ونیوه:

ـ اوس مړ دی. یوازې ښه به یې یادوو.

 په تصویر يې ګوته کېښوده. مېرمن ته يې ونیو.

ـ دا ګورې، دا څلورستوري، دا چا راکړي، دا ده راکړي. 

تصویر يې بېرته په دېوال په کراره وځړاوه.

ـ نه پوهېږم، پرون مې څنګه په زړه راوورېد، چې بېګا مې په خوب کې ولید. 

له کړکۍ سره بېرته ودرېد. سترګې يې بیا غونډۍ او د مارشال قبر ته سیخې کړې. 

ـ پوهېږې ګلنارې، د مارشال فکرونو او خوبونو له پرونه څه فکر رااچولی؟

مېرمن يې لکه له خوبه چې راکښیني، اوږې پورته ونیولې:

ـ څه؟

جنرال چې لا يې هم لويې غونډې ته مخ وو، لکه سرتېري ته چې د تیارسۍ امر وشي، نېغ ودرېد او خپله اراده يې مېرمن ته په لوړ غږ واوروله:

ـ غواړم چې مارشال شم.

مېرمن ته يې نوره اندېښنه هم ورولوېده:

ـ د څه لپاره؟

جنرال مخ راواړاوه. په مخامخ ولاړه هنداره کې يې ځان ته وکتل:

ـ د دې لپاره چې د ټول وسله وال پوځ اعلی سرقومندان وګرځم. 

مېرمن کنجکاوه شوه:

ـ اعلی سرقوماندان خو باید ولسمشر وي. 

جنرال نرۍ خندا وکړه، په غرور يې ځواب ورکړ:

ـ خو زه هم غواړم چې د دې هېواد ولسمشر شم.

مېرمن ته سودا ورولوېده. 

ـ نو څه غواړې؟ غواړې پوځی کودتا وکړې.

جنرال کلک خپل موټی د کړکۍ په چوکاټ کېښود. 

ـ نه، غواړم انقلاب وکړم. 

مېرمن له مېړه رابیله شوه. د کوټې بل سر ته لاړه، بېرته د کړکۍ لورته روانه شوه، میړه ته مخامخ ودرېده، لاسونه يې وښورول، په لوړ غږ يې وویل:

ـ دې انقلابونو خو دا هېواد دې ورځې ته راورساوه. له کله چې زېږېدلې یم، همدا وینه ده چې تویېږي.

د جنرال په اوږه يې لاس کېښود:

ـ لیونی کیږه مه، ځانته نور دښمنان په بیه مه اخله، دا اوس څومره دېوالونه او لښکر باډیګاردان درنه راتاو دي؟

جنرال يې په غېږ کې ونیسي.

ـ خو زه غواړم دا دېوالونه ونړوم او له ټول هېواده لوی دېوال وګرځوم، چې نه کورنی دښمن وتښتي او نه بهرنی دښمن راننوځي.

جنرال بېرته د هغې له غېږ لاسونه لیرې کړي. هسکې غونډۍ ته وروګوري. بېرته مېرمن ته مخ واړوي:

ـ ته پوهېږې له هغې ورځې چې مارشال له دې دنیا تللی، وضیعت څومره تغییر کړی دی. په هره کوڅه کې یو دښمن پټ دی. که وضع همداسې دوام وکړي، ښایی هر دویم وګړی په دښمن واوړي.

مېرمن يې په خبرو کې ورولېږي.

ـ خو د مارشال په وخت کې هم همدا حال و.

جنرال يې دلیل ذکر کړي:

ـ پوهېږې ولې؟

ـ ولې؟

ـ ځکه چې مارشال مادون و او د بل په امر يې جګړه پرمخ بېوله، خو زه غواړم چې جګړه پخپله پیل او پای ته ورسوم.

مېرمن يې په مخامخ المارۍ کې اېښي د سولې او جګړې ناول او بیا ده ته وګوري.

ـ لکه ناپیلون بوناپارت، لکه مارشال تیتو. 

جنرال یې بیا غېږ ته نږدې کړي. په تندي يې ښکل کړي:

ـ کټ مټ زما د تاریخ ګرانې ښوونکې. ستا په موجودیت کې به هېڅکله مات هم نه شم.

مېرمن يې موسکۍ شي. په مخ خپاره وېښتان په لاس واړوي:

ـ نو ته به دا پلان څنګه پلی کوې.

جنرال بیا غونډۍ ته وروګوري. بېرته مخ راوګرځوي.

ـ غم مه کوه زه له ډېر وخت په دې پلان او طرح بوخت یم او د دې لپاره مې د ملاتړو لوی لښکر چمتو ولاړ دی. 

ـ څنګه؟

ـ ‎داسې چې زه به د یو لوی لښکر په ملتیا د مارشال په قبر یرغل وکړم.

مېرمن يې له هیښتیا ټوپ وهي. 

ـ ولې؟

جنرال په ورو ځواب ورکړي:

ـ د هغه دریشي راپټوم، د هغه قبر نړوم؟ 

مېرمن يې بې واکه تندی ووهي. سترګې يې نیغې راووځي:

ـ د دې کار ګټه څه ده چې په لوی لاس د مارشال د وارثانو او پلویانو دښمنی په بیه اخلې؟

جنرال يې په سړه سینه وپوهوي:

ـ د دې ګټه دا ده چې د مارشال کېدو میراثی دود پای ته ورسوم.

له دې وروسته د مارشال د وصیت داستان ته د مېرمن پام راواړوي:

ـ پوهیږې ګلنارې، داد مارشال وصیت و چې تر ده وروسته به لس کاله بل هېڅوک نه مارشالېږی او له هغې وروسته دې هم د دې لويې پوځي رتبې حق د ده د کورنۍ پورې تړلی پاتې شي. 

 خو مېرمن يې وصیت بابیزه وګڼي:

ـ نو د هغه وصیت خو مهم نه دی.

ـ نه ګلنارې، د هغه وصیت د وخت د ولسمشر فرمان  او قانون دی. 

مېرمن د کالیو په المارۍ کې د جنرال نوې دریشۍ ته سترګې ونیسي. 

ـ نو دریشي او نښان يې څه په بلا وهې؟

جنرال يې د کمال داستان په خوند راواخلي:

ـ د هغه دریشي ځانګړې تکه ده او نښانونه يې له الماسو جوړ دي.

ـ ښه ښه لکه د کوه نور الماس. 

جنرال سر وخوځوي:

ـ هو ګرانې په دې برسېره يې ډول ډول دمونه هم په اچولي دي. 

مېرمن يې علت وپوښتي:

ـ یعنې چې د جګړې په وخت هېڅ ګولۍ پرې اغیز ونه کړې؟

ـ هو مارشال که دجګړې اوږده تجربه او پوهه درلوده، پوره ملا هم و.

مېرمن يې د سینګار بکس ته لاړه شي. لویه ږمنځ بیا راواخلي. هندارې ته ودرېږي. هم پخپلو ویښتانو بوخته شي او هم له جنرال سره د جنرال په پلان د خبرو لړۍ نه پرېږدي: 

ـ ښه اوس دا ووایه چې کله به دا یرغل پیلوئ؟ 

جنرال چې په یوه وخت د مخامخ غونډۍ او د دې د سینګار په ننداره بوخت دی، ځواب ورکړي:

ـ په نږدې شپو کې. 

مېرمن يې جټکه وخوري. له لاسه يې ږمنځ ولوېږي.

ـ رښتیا؟

ـ هو، ما په دې پلان او طرح له شپږو میاشتو راهیسې کار کړی او د ټول هېواد نه مې تر ټولو زړور جنګیالی راغوښتي دي. ټول اوس په قبر زما یرغل ته شېبې شمېري.

مېرمن يې بیا خوا ته ورنژدې شي. په غاړه کې لاس ورواچوي. 

ـ بری دې غواړم زما پاچا. 

جنرال يې په ټول زور په غېږ کې ونیسي. 

ـ زما راتلونکې ملکې، زه ستړى یم، د خوب څپه بيا زما په اندامونو راغبرگه شوه.

 هغه يې له لاسه ونيوه. 

بېرته ويده كيږم، زه پريوتم.

په پروت لوی پالنګ کې بیا وغځېد:

 د مارشاليۍ او د خپل پلان د عملي كولو وسواس مې داسې د وجود په رگونو كې ځاى نيولي، لكه توپان چې بهر په سړكونو او لارو كې په ځغاسته وي. 

نیمه شپه ده. توپان هماغسې روان دی. داسې وریځ ده چې په یو متر کې انسان نه شې لیدلی. نری باران ورېږي. د جنرال لښکر د مارشال د قبر لويې غونډې ته راورسېدل، خو لا د غونډۍ سر ته چې د مارشا ل د قبر لوی زیارت پرې ودان و، نه و ورپورته شوی چې له لیرې پرې د مارشال له قبره وېرونکی غږونه راپورته شول:

ـ درېش، ونه خوځېږې. 

جنرال لکه یخ لرګی ځای په ځای ودرېد او داسې ووېرېد، لکه په قبر کې چې د عنکیر منکیر د پوښتنو لاندې راشي.

وېره يې د قبر له ساتونکو نه وه، ځکه هغه ټول ویده وو او که ویښ هم وای، جنرال یې مقابلې ته پوره چمتوالی نیولی و. کمال خان لکه په ځمکه چې سريښ شي، ځا ی په ځای ودرېد، غوږونه يې څک ونیول. سترګې يې مخامخ غونډۍ ته په ځیر ونیولې. هېڅوک یې ونه لیدل. په زړه يې وخوړه. ده داسې وګڼله لکه مړ مارشال یې چې مخې ته توره په لاس راشین شوی او اوس یی سر پریکوي. له وېرې يې د تېښتې لار ونیوه. شاه ګرز شو، خو چې مخ یې واړاوه هېڅوک نه و. ټول ملاتړي یې لکه باد چې وړي وي، نادرکه او دی یې یوازې پرېښی و، لکه څوک یی چې په مرۍ چاړه راتېروی، رپ پرې ولګید. ځان یې په ورو منډې ته جوړواوه چې د مارشال له قبره بیا غږ ووت: 

ـ ودرېږه چیرې تښتې؟ 

دې غږ نور هم په ځمکه ننویست، غږ یې په ستوني کې ودرېد، خو بیا یې هم په ځا ن زور راوړ. بېرته یې مخ واړاوه. بیا یې هم څوک نه لیدل. په ورو یې له خولې ووتل:

ـ کور ته ځم؟ 

له قبره بل غږ راووت:

ـ په څه پسې راغلي وئ چې اوس بېرته ګرځئ؟

لکه ګونګی چې شي، نه پوهېده څه ځواب ورکړی. ژر یې خولې ته راغلل او په لړزیدلی غږ یې ځواب ورکړ:

ـ مارشال صا حب ته مې دوعا کوله.

او له دې سره له قبره د مړی د کړس خندا داسې ډارونکي غږونه راپورته شول، چې ټوله هدیره یې په سر واخیسته. له قبره د خندا په منځ کې غږ راغی:

ـ هدیرې ته څوک په نیمه شپه دوعا ته نه راځي، ووایه د څه شي پسې راغلی وئ؟ 

په جنرال نورې خولې هم راماتې شوې، وجود یې سور اور وګرځېد. اروا یې وتښتیده، واروپار یې خطا شو، نه پوهېده په کومه لار او څنګه وتښتي او کوم درواغ اختراع کړي چې ځان له دې عذابه وژغوري. له قبره بیا غږ راپورته شو:

ـ درواغ مه وایه، زه پوهېږم چې زما په دریشۍ پسې راغلي یې، غواړې هغه پټه کړې؟ 

د جنرال مراد په وجود اور بل و. غږ يې په ستوني کې په ټپه ناست و. له پښو يې ساه وتلې وه. نور يې قبر ته نه کتل. سترګې يې په ځمکه کې سريښ او سر يې ځوړند نیولی و. په ورو يې لکه یو تورن چې د څارنوال پوښتنو ته د جرم د پټونې د دروغو هڅه کوي، وویل: 

ـ نه صاحب، تاسې تېروتلي یاست. ما تاسو ته دعا کوله.

له قبره بل ډارونکی غږ راپورته شو:

ـ دروغ مه وایه ما دې د زړه ټولې خبرې اورېدلي دي.

ـ نه صاحب. 

له قبره بل غږ راووت:

ـ مه منکریږه خو نور دا شوق ونه کړې. په دې لیوني شوق به مارشالی خپله نه کړې، جنرالی به هم له لاسه ورکړې. 

غږورک شو. په غونډۍ کې چوپتیا خپره شوه، خو زر له قبره بل غږ د جنرال زړه له ویرې بوټ راوویست: 

ـ که زه مړ یم هغوي لا ژوند دي چې په زور يې ما دا رتبه ګټلې ده، هغوي چې په ژوند چا ته په زور رتبې اخلي د خپلو مړو د درجو او مرتبو د ساتلو وس هم لري.

دې غږ جنرال داسې ووېراوه، لکه له لوی غره چې لاندې راکنډه شي. رپ پرې ولګید، په خوله کې يې لاړې وچې شوې، سر پرې وګرځېد او لکه زلزله ځمکه ترې تاو راتاوه شوه، داسې په منډه له له هدېرې وتښتېد چې نورې يې د هدیرې خوا ته هم ورونه کتل. په همدې شېبه كې يې له خولې لویه كړيكه راووتله، په ځان نور پوه نه شو. كليمه يې وویله. 

ـ لا الله محمد الرسول الله. 

نېغ کښیناست. زړه يې په دېوال کې د راځوړند ساعت په ځېر دربیده. چې ويې لیدل مېرمن يې په څنګ کې نشته، د زړه دربا یې نوره هم زیاته شوه. شاوخوا يې وکتل، ووېرېده. په لوړ غږ يې وویل:

ـ ګلنارې!

مېرمن یی لکه سرتېری راورسیده:

ـ بیا لکه چې وویرېدې؟

لکه څوک چې د خپلې ماتې په یادونې هم شرمېږي او هم وېرېږي.

ـ څه ووایم! هو، ووېرېدم، خو تا څنګه یوازې پریښي وم؟

ـ مېرمن يې په اوږه لاس واچوي:

ـ پوهېږې ستا د مارشالۍ فکر او خوشالۍ که تا ته خوب دروست، له ما يې خوب وتښتاوه، ځکه خو لوی صالون ته لاړم چې کوم فلم وګورم. پوهیږې کوم فلم مې ولید؟

ـ کوم فلم

ـ نا پیلیون بوناپارت. پوهېږې کومه برخه يې په زړه پورې وه؟

ـ کومه؟

ـ هغه برخه چې مشره مېرمن يې د اروپا او افریقا د لویی برخې له نیونې له نورې جګړې راګرځوي، خو دی یې په غوښتنه غوږونه کاڼه اچوي او د پولنډ د یوې شاهزادګۍ عشق يې له روسیې سره د جګړې هوس راپاروي.

جنرال یې خبره بشپړ کړي:

ـ او ماته خوري او ټوله امپراتوري يې زوال مومي.

جنرال له ځایه راپورته شي. له کړکۍ بیا غونډۍ ته وګوري. مېرمن ته مخ ورواړوي:

ـ پوهیږې ګلنار، چې ما هم خپله پرېکړه بیرته واخیسته. 

مېرمن يې له خوښالۍ ټوپ واچوي.

ـ ښه، څومره ښه، ځکه هره جګړه تل نه ګټل کېږي. پوهېږې غوښتل مې په دې اړه خپل مخالفت وښیم خو پوهېدم چې ته یوازې خپله منې.

جنرال وخندل. په سینه يې لاس کیښود:

ـ بس نور به هر څه ستا په خوښه کوم. 

ـ بس چې زما منې، راځه اول یی له دې کوټې شروع کړو. زه نور نه غواړم چې په مخامخ غونډۍ مې د مارشال په قبر سترګې ولګیږي. 

ـ جنرال یې په غېږ کې ټینګه ونیسي. 

ـ زما هم نور له دې غونډۍ وېره کېږی. سر له سبا په نوي کور کې اړوو. 

لندن – انګلستان

۲۰۲۰، مې، ۱۵

1 COMMENT

  1. گران سوله مل صاحب !
    دیر په زره پوری مطلب دی انحور کریدی. قلم دی تاند شه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب