جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرپوهنتون د باچاخان، خان زمان کاکړ

پوهنتون د باچاخان، خان زمان کاکړ

په سرو وينو کې ډوب دی پوهنتون د باچاخان
نيولی مو دی تور پنجاب په خون د باچاخان

پر خپله خاوره خپل اختيار قانون د باچاخان
لوستل به يو وار بيا غواړي مضمون د باچاخان

ماتېږي نه په هيڅ وخت کې تړون د باچاخان
هم نن د باچاخان دی، هم پرون د باچاخان

د ټول پښتون په تن کې د ژوند سا وغړېده
په غږ د باچاخان او په پاڅون د باچاخان

“د قام ناتار په قام ګرځي” – اصول د قامولۍ
خو دغه کار به غواړي زړه چاؤدون د باچاخان

دا خلک د پنجاب دي وارثان د پېرنګي
له دوی سره راتلی نه شي سمون د باچاخان

لمحه لمحه يې تېره ده په ننګ د آزادۍ
ما لوستی سر تر پايه دی ژوندون د باچاخان

بېرون ځنې چاپېر وو زنځيرونه، زولنې
خو ډک له رڼاګانو وو اندرون د باچاخان

اوس هم تمه له ده شي د دې قام د رهبرۍ
لوی شوی دا سړی دی پر ځنګون د باچاخان

که قام ته کله ورشو موږ په شان د باچاخان
تحريک د باچاخان به وي او يون د باچاخان

ټولېږي له دې زمکې به سپېرې دوړې د جنګ
که کړو د فکر تخم پرې زرغون د باچاخان

د قام د کوڅو خاورې به ساتل وې پر لېمو
بيا خېژو په معيار او په ارزون د باچاخان

برباد به وي تر څو چې وي پښتون د پاکستان
آباد به وي چې کله شي پښتون د باچاخان
۲۱ جنوري ۲۰۱۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب